په ۳۰۰ بې وزلیو کورنیو د خوراکي توکیو برابرې شوې مرستې نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له لوري وویشل شوې.

د روژې د مبارکې میاشتې په خاطر د لغمان د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هلو څلو او د ترکانو له لوري د تمویلیدونکي (بنیاد هدف خیریه ټولنې) په مالي مرسته د ۳۰۰ کورنیو لپاره د خوراکي توکیو برابرې شوې مرستې نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په لاسونو د یاد ریاست په انګړ کې د شهیدانو، یتیمانو، معلولینو او بې وزلیو کورنیو په راغلیو استازو وویشل شوې.

په مرسته شویو کورنیو کې ۱۱۵ د شهیدانو، ۳۰ د معلولینو، ۸۱ د روزنتون د یتیمو ماشومانو او همدرانګه ۷۴ د غریبو او بې چاره وو کورنیو استازي شامل ول چې د یاد ریاست او په ځانګړې توګه د ولایت مقام له دغه پیرزوینې یې خوښي څرګنده کړه.

په دغه خوراکي توکیو کې (وریجې، غوړي، چای، بوره او خرما ) چې ټول پینځه قلمه اجناس کیږي موجود ول.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د مرستو د ویش پر مهال د ترکیې د ولسونو له بشردوستانه مرستو څخه د منني په خوا کې د افغانستان او ترکیې هیواد تر منځ په تاریخي پس منظر او دوستانه اړیکو هم لنډه رڼا واچوله او دیادې خیریه ټولنې له مشرتابه څخه یې مننه وکړه چې په دې مبارکه میاشت کې يې د داسې بې وزلیو او بې چاره خلکو لاس نیوی وکړ. ښاغلي نعیمي زیاته کړه دا چې د ترکیې هیواد په اوسني وخت کې د اسلامي هیوادونو په کتار کې یو له پرمختللو هیوادونو څخه دی، نو زما وړاندیز د دغې ټولنې مشرتابه ته دا دی چې په لغمان ولایت کې د انجونو د تعلیم و تربیې په برخه کې د کار تر څنګ هغه تجربې چې د ترکیې هیواد د پرمختګ او د خلکو د خودکفايې په برخه کې له ځانه سره لري دلته له خلکو سره شریکې کړي تر څو خلک د فقر، غربت او بې چاره ګۍ څخه خلاص او په ځان بسیا شي.

وروسته د یادې ټولنې په استازولئ یو تن محمد حسین خبرې وکړې او د لغمان والي ښاغلي نعیمي ته یې په خپله اړونده برخه کې د لا زیاتو مرستو د کولو د ډاډ تر څنګ، وړاندیز وکړ هغه پروژې چې تاسې یې په پام کې لرئ په ځانګړې توګه د انجونو د تعلیم و تربیې په برخه کې، ټولې له موږ سره شریکې کړئ چې موږ پرې په راتلونکي کې کار وکړو.

د یادون ې ده چې تیر کال هم دغې خیریه ټولنې د روژې په مبارکه میاشت او لوی اختر کې د کار او ټولنیز چارو ریاست په هلو ځلو د غریبو کورنیو سره د خوراکي توکیو مرسته کړې وه.

د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *