دا مهال په لغمان کې د ۸۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۳ مهمو ټولګټو پروژو چارې روانې دي. د ولایت پرمختیايي جلسه

دا څرګندونې د اقتصاد رئیس د ولایت په میاشتنۍ پرمختیایي غونډه کې د ولایت د انکشافي حالت او ستونزو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو او خبرو کولو پر مهال وکړې، نوموړي وویل چې اوس مهال په لغمان ولایت کې په بیلابیلو سکتورونو کې د (۸۴۲) میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۳ مهمو پروژو چارې روانې دي چې په تکمیل سره به یې ګڼ شمیر ستونزې هوارې شي.

د اقتصاد رئیس زیاته کړه چې د ولایت مقام د هدایت سره سم تلاش کوي چې هر سکتور په خپلو کاري ساحاتو کې ولس ته اساسي خدمت وکړي.

د زیربنا د سکتور رئیس د خپلو خبرو پرمهال وویل چې ډیر ژر به په دغه ولایت کې د ۱۰ نورو پروژو کارونه پیل شي چې د سیمې خلکو ته په به کې کاري زمینې برابرې شي.

د پوهنې رئیس په غونډه کې وویل چې په نږدې راتلونکې کې به د ۳۶،۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په مرکز او ولسوالیو کې د دولسو ښوونځیو د احاطوي دېوالونو د پروژو چارې پیل شي چې په دغه سکتور کې ورته جدي اړتیا وه.

د کرنې د سکتور مشر هم په دغه ولایت کې د نویو پروژو د منظورۍ خبر ورکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې په یو شمیر ولسوالیو کې به د کرنې،مالدارۍ او کلیوالي انکشاف په برخو کې مهم پروګرامونه پلي کړي، چې په دغو پروژو کې استنادي او محافظوي دېوالونه، کانالونه، سربندونه او د اوبخور د سیستمونو جوړولو شامل دي.

د یو شمیر مرستندویه ټولنو استازو هم په دغه پرمختیايي غونډه کې د نویو پروګرامونو خبر  ورکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې له دولتي ادارو سره به د ټینګې همغږۍ پر بنسټ کار کوي او ددغه ولایت د خلکو غوښتنې به مرستندویه بنسټونو ته رسوي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي په دغه غونډه کې له ټولو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې لغمان ته اساسي توجه وکړي او په دغه ولایت کې داسې پروګرامونه پلي کړي چې ولس ته یې اساسي ګټه ورسیږي او زیاته یې کړه انکشافي پروژې باید د اشخاصو نه بلکې د ولسي غوښتنو پر اساس پلې شي،دولتي ادارې او مرستندویه بنسټونه دې په همغږۍ سره د ولسي غوښتنو لپاره کار وکړي.

لغمان والي ټولو سکتورونو ته دنده وسپارله چې د ولسي غوښتنو پر اساسي انکشافي پروژې پلان او پلی کړي او د پروژو کیفیت ته اساسي توجه وکړي، لغمان والي دا هم وویل چې د دولت برحال مامورین نه شي کولی چې په یو وخت کې په مرستندویه بنسټونو کې هم کار وکړی خبر داری يې ورکړ چې ډیر ژر به هغه کسان له قانوني چلند سره مخ شي چې اصولو خلاف هم په دولت کې کار کوي او هم په مرستندویه ټولنو کې دندې لري.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل چې د ولایت ټول مسوولین په ځانګړې توګه ولسوالان دنده لري چې له مرستندویه ټولنو سره د پروګرامونو په تطبیق کې اساسي همکاري وکړي او په کلکه له هغه کړنو ډډه وکړي چې د مرسته کوونکو ټولنو پروګرامونه له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *