افغانستان-لغمان
نېټه :۲۸ -۱-۱۳۹۵
دلغمان ولایت مقام درسنیو اواړیکو دفتر
دا خبره د لغمان ولایت ددښځو چارو سرپرستې اغلي نسرین ثنا حسین په هغه غونډه کې په ډاګه کړې چې دلغمان والي عبدالجبار نعیمي په مشرۍ دښځو پر وړاندې د تاوریخوالي دمخنیوي په موخه جوړه شوې وه،اغلي حسین خېل وویل څومیاشتې وړاندې به مو هره میاشت دکورنۍ تاوتریخوالي ،په بدو کې دنجونو د ورکولو ،تېښتې او قتل اوه او یا هم اته دوسيې لرلې ،چې خوشبختانه دغه شمېر دلغمان ولایت مقام رهبري په بیدریغه هلوځلو او په دې برخه کې ددیني علماؤ په مټ دممبر له لارې دعامه پوهاوي پراخو وعظونو په بېساري توګه راښکته کړی دی.
اغلي سرپرستې زیاتوله دښځو چارو ریاست هڅه کوي څو په مرکز او ولسوالیو کې دمیرمنو پروړاندې ټولو ستونزو ته په وخت رسیده ګې وکړي،حسین خېل ددې ټولو سره سره بیا هم دمیرمنو پر وړاندې دیو شمېر ستونزو او ننګونو د موجودیت خبره وکړه او له ټولو فاملیونو يې وغوښتل چې د ترحم څخه کار واخلي او په لوی لاس خپل ژوند د تاوتریخوالي په لور یو نه سي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي دخپلو خبرو پرمهال وویل ،دنورو ترڅنګ مو دلغمان دمیرمنو ستونزې هم تر مرکزي اړوند وزارت او نړیوالې ټولنې رسولې،د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې دښځو چارو د ادارې مشرې اغلې ایلزیراسکندبایوا ډاډ راکړی چې ددغه ولایت د میرمنو ستونزوته به پاملرنه کوي او تلاش به وکړي څو په لغمان کې دمیرمنو دژوند په ښه والي کې وړ کړنې ترسره کړي.
ښاغلي نعیمي د ښځوچارو دپخوانۍ رئیسې دترور وروسته ددغه ریاست د مشرتابه نه لرل هغه ستونزه یاده کړه چې تر ډیره يې دخپلې برخې چارې محدودې کړي او دپراخو فعالیتونو مخه يې ډپ کړې ده،نوموړي د اړوند وزارت څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره ورته مناسبه رئیسه وټاکې څو دښځو ستونزو ته په مرکز او ولسوالیو کې رسیده ګي وکړي.
د محلي ادارې رهبري په دغه ولایت کې د ښځو په ژوند کې وروستي ښه والي ته په اشارې وویل ،پخوا به دمیرمنو دندې یوازې تر معارف محدودې وي،خوشبختانه اوس دلغمان په مرکز او ولسوالیو کې په روغتیا يي مرکزونو او دولتي بېلابېلو دفترونوکې میرمنو ته دکار زمینه برابره شوې چې په ټول ولایت کې تر پنځه سوو زیاتې میرمنې دندې ترسره کوي.
وروسته په وار سره د علماؤ شورا،اطلاعات او فرهنګ،صحت عامې،کار ټولنیزو شهیدانو او معلولینو چارو رئیسانو خبرې وکړي، دښځو پروړاندې يې دتاوتریخوالي په مخنیوي دخپلو ترسره شویو فعالیتونو یادونه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په پوره قوت سره به د میرمنو دژوند دښه والي لپاره دممبر او ټولنیزو رسنیو سربېره د عامه پوهاوي دځانګړو سیمینارونو له لارې کار ترسره او فامیلونه به وهڅوي څو له تاوتریخوالي ډډه وکړي.
عابد