یو تن ځانمرګی بریدګر چې غوښتل یې د مهترلام ښار دننه ځانمرګی برید تر سره کړي د ملي امنیت د منسوبینو له لوري ونیول شو.
خالد د سیداګل ځوی چې ۱۶ کاله عمر لري او د لغمان د مرکز اړوند د نالاوئ د سیمې اوسیدونکی دی، غوښتل یې چې د ښار دننه یو له دولتي تاسیساتو په نښه او برید پرې وکړي چې نن د لغمان د ملي امنیت د منسوبینو له لوري تر برید وړاندې د ابوزئیو په سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ ونیول شو.
نیول شوي ځانمرګي بریدګر په خپلو خبرو کې په خپل جرم اعتراف او ویلي یې دي چې ۲ میاشتې وړاندې د مخالفو وسلوالو د قوماندان قریشي له خوا چې دا مهال په سنګره دره کې دی، پاکستان ته د ځانمرګي برید د زده کړو لپاره استول شوی و او تیره ورځ د یاد قوماندان د ورور بختیار له لوري بیرته لغمان ته راوړل شوی تر څو ځانمرګی برید تر سره کړي.
خالد زیاتوي چې قوماندان قریشي ورته ګواښ کړی که چیرې برید تر سره نه کړي نو دی به یې په خپله ووژني.
همدارنګه نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې د ناصر په نامه یو بل ورور یې هم څو میاشتې وړاندې د حیدر غره په سیمه کې د افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی.
لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د ملي امنیت د منسوبینو د دغه پر وخت اقدام ستاینه کوي او تر څنګ یې ټولو امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کوي چې په دې شپو او ورځو کې نورې هم خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي تر څو د لغمان ولسونو وشي کولی چې په ارامه فضا کې د رايې اچونې مرکزونو ته ولاړ شي او خپله رایه استعمال کړي.