د لغمان ولایت مقام او د لغمان د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په ګډو هلو ځلو او د ایچ، ایچ، ار ، ډي Helping Hand for Relief and Development ) ) مرستندویه ادارې په مالي لګښت په لغمان کې ۲۰۰ یتیم زده کوونکي چې په تېره ازموینه کې یې لومړی، دوهم او درېیم مقام خپل کړی و، نن پرې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي او یو شمېر چارواکو له لوري نغدي مرستې او ډالۍ وویشل شوې.

په همدې موخه د جوړو شویو مراسمو په پیل کې د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو رئیس سید عبدالبصیر هاشمي د یادې مرستندویه ادارې څخه د مننې تر څنګ په خپلو خبرو کې د ولایت مقام د هلو ځلو هم یادونه وکړه چې همېشه د دغسې بې بضاعته او یتیمو زده کوونکو د لاسنیوي په برخه نه یوازې دا چې په خپله یې مرسته کړې بلکې د ډېری مرستندویه موسسو او ادارو پام یې هم دې ولایت ته را اړولی دی.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه په دغو کوچنیانو کې هغه زده کوونکي شامل دي چې په تېره ازموینه کې یې لومړی، دوهم او درېیم مقام ګټلی دی.

مراسمو ته د ویناوو په لړ کې د پوهنې رئیس محمد حضرت مجددي او د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد د علم په ارزښت په خبرو کولو سربېره بیا ولسوالیو ته د داسې پروګرامونو د غځېدو تر څنګ د دغو ماشومانو د ځان بساینې په خاطر د مسلکي او حرفوي پروګرامونو د تطبیق غوښتنه هم وکړه.

وروسته لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو پر مهال هغه میندې او پلرونه غني او نېکبخته وګڼل چې د خپلو اولادونو سالمې روزنې او پالنې ته یې ترجیح ورکړې او د دې تر څنګ یې د هغه کسانو هم په قدردانۍ یادونه وکړه چې د علم د زده کړې او ښې پالنې په برخه کې د نورو غریبو او بې وسو لاسنیوی کوي.

ښاغلي نعیمي د یادې مرستندویه ادارې له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ د ټولو تعلیمي او تحصیلي ادارو مسولینو ته لارښوونه وکړه څو په خپلو اړونده ادارو کې شته نیمګړتیاوو ته په خپل وخت رسیده ګي وکړي او مخکې له دې چې نور خلک ورته نیمګړتیاوې په ګوته کړي باید دوی خپله په دې برخه کې لاس په کار شي.

وروسته د هر زده کوونکي لپاره چمتو شوې ( ۲۵۰۰ ) افغانۍ او نورې ځانګړې شوې ډالۍ د لغمان والي او نورو مسولینو په لاسونو وویشل شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *