ارشیف

د افغان ملي اردو او مخالفو وسلوالو تر منځ په نښته کې دوه تنه مخالفین وژل شوي او اته تنه نور یې زخمیان دي.

د الینګار ولسوالۍ اړوند د منګو او ساندروا په سیمو کې تېره شپه د افغان ملي اردو په پوستو د مخالفو وسلوالو په ډله اییزو بریدونو کې دوه تنه مخالف وسلوال وژل شوي دي او اته تنه نور یې شدید زخمیان دي.

دغه کسان چې په نورلام صیب دره کې د وسلوالو مخالفینو د مشهور قوماندان هاشمي د ګروپ غړي ول یادې سیمې ته د افغان ملي په پوستو د برید لپاره ورغلي و چې زمری او یو تن بل چې شهرت یې نه دی څرګند، دا دوه کسه یې د ملي اردو په ځوابیه برید کې وژل شوي او همدارنګه د نقیب الله، عبدالباقي، بډو او سونا په ګډون څلور تنه نور چې د هغوی هم لا تر اوسه نومونه نه دي معلوم، ټول اته کسان شدید زخمیان شوي دي.

د یادونې ده چې د دغې ګروپ غړو په نورلام صیب دره او همدارنګه د الینګار او غربي نورستان تر منځ د غځېدلې لارې په اوږدو کې په ډېری تروریستي فعالیتونو او پر سړک د ماینونو په ځای پر ځای کولو کې چې اکثرا وخت یې قربانیان زموږ ملکي وګړي دي هم لاس درلود.

سربېره پر دې په دغه جنګ د ملي اردو یو تن برید مل او یو تن سرتېری هم برسیرن ټپیان شوي دي چې د هغوی روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د افغان ملي اردو دغه میړانه او سرښندنه چې تېره شپه یې په یاده سیمه کې د خپلې خاورې او خلکو څخه د دفاع په لار کې کړې، ستايي او تر څنګ په ټولو ولسونو یو ځلې بیا غږ کوي چې د دغې ناروا او تپل شوې جګړې د ختمېدو په خاطر د خپلو امنیتي ځواکونو په کلکه ملاتړ وکړي او د دښمن د شومو موخو او پلانونو د مخنیوي او شنډولو په موخه خپلو ملي وسلوالو ځواکونو ته خبر ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *