تاند- د لغمان ولایتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د لسګونو وسله والو مخالفانو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعا کوي.
د لغمان ولایت د والي ویندوی وايي، د سېلاب پنځه په نوم د افغان ګډو ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې چې تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز په اړوندو سیمو بصرام، کټل، ميدانيو، حکيم اباد، قصبه، سليم ګار، نورې او دغه راز د الینګار په مسیري وشول ۳۵ وسله وال مخالفان ووژل شول او ۲۰ نور ژوبل شول.
په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلو یادونه نه ده شوې.
د لغمان مطبوعاتي دفتر وايي چې په دې عملیاتو کې د ملي اردو هوايي او مځکنیو قواوو برخه لرله.
په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مشهور قوماندانان قاري درویش او قاري مبارز هم شامل دي.
د لغمان د ولایتي ادارې په وینا د عملیاتو په ترڅ کې عملیاتو کې د دښمن ۲۵ موټرسایکلونه، ۵ عرادې پيکپ موټرونه، یو هاوان، یوه دهشکه او یو ۸۲ له منځه وړل شوي دي.
امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد وايي، د عملیاتو په نتیجه کې د حکیم ابادد، کچور، نوره او نورې سیمې تصفیه او تر څنګ یې د الینګار ولسوالي اړوند د ګمبی، سیلنګار، قصبی، ګلارام او حیدرغر په سیمو کی د امنیتي، دفاعي او کشفي ځواکونو سره په پوره همغږۍ ګډ عملیات جریان لري او تر هغې به دوام وکړي چې ټولې سیمې د مخالفانو له شتونه پاکې شی.
طالبانو د لغمان د ولاثیتي ادارې د ادعاوو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي.
له بلې خوا د وسله والو طالبانو له لوري پر یو کور د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله دوې میرمنې شهیدانې شوي او درې ماشومان ټپيان شوي دي.