تاند- د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت او د لغمان ولایتي اداره وايي چې ژر به په دغه ولایت کې د ۴ زره کورنیو لپاره د کورونو او اپارتمانونو د بنسټ ډبره کېښودل شي.
د لغمان ولایتي ادارې نن/یکشنبه/ وویل، د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزیر سید سادات منصور نادري د لغمان والي محمد اصف ننګ ته په لغمان ولایت کې د ۴ زره کورونو د جوړېدو په باب معلومات ورکړل.
د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، والي ښاغلي ننګ د ښاري پراختیا او کورجوړونې له وزیر ښاغلي نادري سره په کتنه کې د ښاري پراختیا، د لغمان د ښاري پراختیا پلان، د سلطان غازي بابا ښارګي د حلقوي سړک، لوړو ودانیو او په حکومتي کمپلیکس کې د یوه لوی جومات د جوړېدو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزیر وویل چې په لنډ وخت کې به په لغمان کې د ۴ زره کورونو او لوړو اپارتماني ودانیو د جوړولو کار پیل شي څو په لغمان کې د هستوګنې ستونزه کمه شي او له بلې خوا خصوصي سیکتور ته د کار او فعالیت لاره هواره شي.