لغمان کې د ۰,۴ کیلوولټ شبکه د افغانستان برښنا شرکت د فنې, مسلکي او پیاوړو انجنیرانو په مټ جوړه شوې ده، چې نن رسماً د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
انجنیر امان الله غالب د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئيس چې لغمان ولایت ته تللی وه، د لغمان له والي محمدآصف ننګ، د ننګرهار برښنا حوزي رئیس انجنیر اکرام الله عابد او نورو مشرانو سره یې په ګډه په نوموړي ولایت کې ۵۰۰۰ پیریدونکو ته د برښنا نوې جوړه شوي شبکه پرانیستله او ګټې اخیستنې ته يې وسپارله.
د یادې شبکې په جوړولو باندې شاوخوا ۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی, چې پیسې يې د افغانستان برښنا شرکت له بودجې څخه ورکول شوې دي.
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب وویل، چې په نوموړي پروژې سربیره به د برښنا د راتلونکي کال پروژې، د لغمان ولایت د خلکو او ولایتي مسوولینو سره په مشورې او همغږۍ اولویت بندي او پلي کړي.
د لغمان والي محمد آصف ننګ، دې ولایت ته د برښنا مشرتابه د ځانګړي پاملرني څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې راتلونکې کې به د افغانستان برښنا شرکت سره په همغږۍ لغمان کې د نیمه کاره پروژو او د لمریزې برښنا د جوړیدو چارې ګړندۍ او پلې شي.
د افغانستان برښنا شرکت رهبري تل هڅه کوي، چې له امکاناتو سره سم د افغانستان هرې سیمې ته ګام په ګام برښنا ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *