د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه –
تیره ورځ د مرکز اړوند د تیرګړو په سیمه کې د لغمان د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۸۴ کیلو ګرامه تریاک چې په یو ډاټسن موټر کې په ماهرانه شکل ځای پر ځای شوي ول؛ د یو تن لیږدونکي سره یو ځای نیولي دي؛ چې نن یې د یو هئیت په شتون کې د لغمان امنیې قوماندانۍ ته وسپارل.
لیږدونکی چې قاري وزیر نومیږي د بادپښ ولسوالۍ د سنځلۍ سیمې اوسیدونکی دی چې د وسلوالو مخالفینو د یوې ډلګۍ(ګروپ) غړیتوب هم لري.
بل لور ته د ملي امنیت ځواکونو تیر مازیګر ناوخته یو تن سړي تښتونکی( امیر خان د عالم ګل ) زوی چې اصلا د زابل ولایت اوسیدونکی دی د یو میل تفنګچې او یو دولس کلن هلک سره چې تښتولو یې؛ د قرغیو ولسوالۍ اړوند د شهیدانو په سیمه کې نیولی دی.