تاند- په نړۍ کې به د لومړي ځل لپاره په لمریزه انرژۍ چلېدونکی رېلګاډی په استرالیا کې چالان شي.

دا رېلګاډی به د استرالیا د نیوسوت (Newsouth) له سمندرغاړې حرکت پیل کړي.

(Byron Bay Railroad Company) بیرون بې رېل روډ کمپنۍ، چې دا رېلګاډی یې جوړ کړی، وايي چې په اصل کې په دې رېلګاډی کې پخوانۍ ډبې یا واګونونه کارول شوي خو نوې ټکالوژي ورسره یوځای شوې ده.

د رېلګاډي دوه واګونونه په ۱۹۴۹ م کال جوړ شوي. د رېلګاډي باډۍ المونیمي ده. المونیم سپک وي ځکه په الوتکو کې هم کارول کېږي.

دا دوه ډبې د نولس سوه نوي یمې لسیزې له نیمايي څخه بېکاره پرتې وې. خو په ۲۰۱۳ م کال بیرون بې رېل روډ کمپنۍ په لمریزه انرژۍ د چلېدونکو رېلګاډو د جوړولو مسوولیت په غاړه واخیست.

په پیل کې ټاکل شوې وه چې دا واګونونه په تېلو کار وکړي، خو یادې کمپنۍ په لمریزه ټکنالوژۍ کې د پرمختګ له کبله پرېکړه وکړه چې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې په لمریزه انرژۍ چلېدونکی رېلګاډی جوړ کړي.

د رېلګاډي پر بام د لمریزې انرژۍ پینلونه یا شیشې نصب شوي چې بېټرۍ چارج کړي.

دا رېلګاډی ۱۰۰ چوکۍ لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *