په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ له خوا، د سپېڅلي روژې  په پای کې، د دې مبارک  کوچني اختر په مناسبت، تاسو  ټولو لروبرو او په نړۍ کې  خوَرو وَرو افغانانو، په  بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ  يونيم ملیارد مُسلمانانو ته مُبارکي وایو .

روژې، پرهېزونه، لمونځونه اوعبادتونه مو قبول  شه .

د ټولنې رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو نه، يوځل بيا، هيله لرو او غوښتنه کوو چې د سپېڅلتیا او دُعاګانو په دې مهال، د دې مبارک اختر د لمانځه په پای کې، زموږ په محبوب تاريخي هېواد افغانستان کې د دې روان ملت وژونکي اوږده  وحشي جنګ او د افغانستان د تاريخي دُښمن سره مل فريبکاره نيواک د ختم، د سراسري دايمي افغاني سولې د ټينګښت، زموږ د تاريخي پراخ هېواد د سراسري مِلي وحدت، د ډېر مُستحکم، ډېر زورور، ډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او وُلسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ . 

د اختر لمونځ به د اختر په اوله  ورځ، د ګهيځ په لسنيمو( ۱۰:۳۰) بجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي .

تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو وروسته، د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .

د ټولنیِ سره په نږدې ځينو سړکونو کې، د دغه وخت دپاره د موټرو درول ازاد دي. 

د  رهبري هيئت له خوا

د ټولنیِ پته:                                                                                               

West Acton Community Centre
Churchill Gardens
London W3 0JN
020 8993 8168

سيدجان کارواني

د ټولنیِ افتخاري مشر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *