لنډۍ دې پښتو ادب یو لرغونی فولکلوریک صنف دی تر اوسه پورې یې نیټه نه ده معلومه چې په کوم کال او دې چا له خوا اول لنډۍ ویلي شوي ده.
لنډۍ زموږد پښتو ادب شریک مال دی چې له پخوا نه را پاتې دي لنډۍ زیاتې د ښځو له خوا ویل شوي
دي که موږ دې لنډۍ تخنیکي جوړښت ته فکر وکړو دوه بیته راځي اول نیم بیتی یې (۹) سیلابه دی او دویم نیم بیتی یې دیارلس(۱۳)سیلابه دی په دي نهه او دیارلس سیلابونه کې کتابونه کتابونه خبرې راټولې شوي دي.
تر اوسه دې نړۍ په ژبو کې داسې شعر نه دی تر سترګو شوی چې په دومره کمو توروکې یعنی په دوه بیتونو کې دې لنډۍ سیالي وکړی.
لنډۍ په بیلا بیلو موضوع ویلي شوی دی په مسافری جدایی عاشقی او داسې…
لنډۍ که څه هم ډیرې کمې یعنی دوه بیته دي خو له هنری پلوه ډیرې له خوندونو او درد ونو ډکې دې لکه ده
دغجوره په ګل یې مړ کړې
چې غجوره په وطن ګل شي وه ژاړمه
دا دې هغه دردیدلي مور دې خوږ زړه فریاد دی چې ځوان زلمی زوی یې د پسرلی په هغه وخت کې دې شهادت جام غړپ کړی وه چې دې وطن په غرو راغو کې نوی دی غجوره ګلانو بوټیو ځای ځای ګلان سپړلی وه
خو هر کله به چې سپرلی خپله شنه زرغونه لمنه په غرو او راغو خوره کړه او دې غجوره ګلانو بوټي به ځای ځای ګل شول.
نو دې هغه شیهد زلمي دردیدلي مور به چې هر کله د غجوره ګلان ولیدل نو دې خپل ځوان زلمي زوی دې شهادت وخت یا نیټه به ور په یاد شو او هغه پاس لنډي به یې ویله
دې ته ورته داسې ډیرې لنډۍ نور هم شته چې زموږ په کلیو او بنډو کې د میندو خوندو له خوا کالونه کالونه مخکې ویل شوی دی او تر اوسه پورې په کلیو ښارو بنډارو مشاعرو او مجلسو کې ژوندی پاتې دي خپل خوږلت یې لا دې لاسه نه دی ور کړی.
ورځ تر بلې یې مینوال له زیاتیږی زه یقین لرم چې د زمانې په تیریدو سره به لا په ډیره زړنو کې ودانې شي
زه په خپله د لنډۍ یولیونی مین یم کوم خوند چې د لنډۍ نه اخلم دې ډیرو شاعرانو شعرونه یې نشم اخیستی نو ځکه خو لنډۍ دې پښتو شاعری استادې بولم