نصیب جان یوسفي

ملا تړلي مې میرات شول

تربور مې خپل انګړ کې ګرده ګډوینه

دا خو تر ډېره مالومه خبره ده، چې لنډۍ اکثره د ښځینه قشر لخوا ویل شوي دي، او هغه لنډۍ چې د ښځو لخوا ویل شوي وي نسبت نارینو ته ډېرې په زړه پورې، زړه راښکونکې، جالبې او خوندورې دي. لنډۍ ټول دوه ویشت سیلابونه موږ ته د یو پښتون انسان د ترخه او خواږه ژوند کیسې کوي.

په پښتنې ټولنه کې د ښځو سره زیاتی، د هغوی په حق کې شوي ظلمونه او دې ته ورته نور حالات په ټپو کې را نغښتل شوي دي.

په دې لنډۍ کې ځینې کلمات راغلي دي، چې شاید د یوې سیمې په لهجې پورې تړاو ولري او تر ډېره نور وګړي ورسره بلدتیا ونه لري لکه: ملاتړلی: جمعه یې ملاتړلي راځي په ټوله کې نارینه وو ته استعمالېږي، ولې زموږ په کلیوالي سیمو کې هغه چا ته ویل کېږي، چې په ولس کې یوه کورنۍ حساب پرې کوي، د ګټې حساب او کار سړی وي او هغه کورنۍ یې په نوم پېژندل کېږي.

تربور: دښمن ته نږدې معنا لري، جمع یې تربورونه دي تره زامن یا د کاکا زامنو ته وایي په پښتنو کې ترې د سرسخت سیال تعبیرېږي.

په دې لنډۍ کې یوه پښتنه د خپل ژوند د هغې صحنې کیسه کوي، چې د کورنۍ غړي یا ملاتړلي مېړونه یې نشته او تربور یې په یوه بله پلمه ربړوي چې په پښتني ټولنه کې یې زیاتې بېلګې لیدل شوي دي، دلته ډېر ځله داسې شوي، چې یوه کورنۍ قصداً میراتېږي او دا کار تربرونه کوي؛ ځکه چې مېراث یې و دوی ته ورپاتې کېږي، ځکه پښتنو کې یکهګي هم یو ستر عیب دی، کوم نارینه چې له موره یو وي، هغه که څومره ښه انسان وي هم؛ څوک خور و لور نه ورکوي، په دې دلیل چې پخوا به پښتنو کې څوک له موره یو و؛ زیاتره وخت به مېراث خورو واژه، چې ځمکه، مال او جایداد یې ورپاتې شي.

دا پښتنه هم همدا چیغه وهي، چې ملیاتړلي مې مړه شول، اوس مې تربرونه په خپل انګړه کې، خپل چاپېریال او خپل کور کې آرامه نه پرېږدي او ګرده مې تاووي.

دا د یوې پښتنې ناره ده او د پښتنو د ناوړه دود یوه بېلګه، چې په دې ټپه کې په هنري ډول ذکر شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *