عبدالجميل ممتاز

د ۲۰۲۰زکال د فبروري په ۳مه په لومړي ځل ارګ ته ننوتم.

ولسمشر د ملي بنډار/ګفتمان په نوم د یوې پروسې له لارې د کابل خلکو سره له نزدې ګوري او له سانسور پرته د هغوی ستونزې او شکایتونه اوري. 

د پغمان ولسوالي نوبت تېر شوی و او په هغه نوبت کې د دغې ولسوالۍ د یو وګړي په توګه ماته چا د خبرېدو فرصت رانکړ.

همدا ګیله مې د فیسبوک له لارې شریکه کړه او سمدلاسه یو ملګري په مسینجر کې زما د مشخصاتو غوښتنه وکړه او ما هم ورکړل.

که څه هم د خپلې ولسوالۍ د ستونزو په اړه ارګ ته زما تګ ځکه ګټه نه کوله چې وخت یې تېر و، خو بیا هم د ملګري د اخلاص پاللو او په تېره د ارګ لیدلو په پار مې ورتلو ته زړه ښه کړ.

اته نیمې بجې پل یک پیسګي ته مخامخ پر دروازه ورننوتم، د ساتونکو پوښتنې ته مې یوازې همدا ځواب و چې د پغمان یم او غونډې ته ځم.

د لېسټ تر ځایه ورسیدم، ګڼ کسان ورته ولاړ ول، د چا نوم به چې پیدا شو، له یو ټوټه کاغذ اخیستو وروسته به دننه شو، خو هغو چې شمېرو او نومونو کې یې اشتباه وه، د نورو کسانو د نوم موندنې مخه یې هم ډب کوله، اخر مې سترګې بدې کړې، هغه شمېره مې ورته وویلې چې یوه ورځ مخکې راته ویل شوې وه، په اسانه پیدا شو، د نوم څنګ کې یې ټیک مارک وکړ او د دننه کېدو وړه ټوټه کاغذ یې راکړ.

بل ځای کې یې کاغذ وکوت او په منځ کې یې لږ څیرې کړ، له دې وروسته دوه نورې تلاشۍ وې چې په یوه کې یې یو ځل بیا د ټولو نومونه له لېسټ سره پرتله کول.

دا ځل نو وروستۍ تلاشۍ ته ورسیدو چې د موبایل او نورو وسایلو د تسلیمېدو سربېره یې بوټونه هم د تسمې له لارې چک/تلاشي کړل.

له دې هاخوا موټر ولاړ و او برابر یې د تالار په دروازه کې کښته کړو. که څه هم لومړی ځل مې و، خو د نابلدۍ او هیجان احساس مې بیخي نه کاوه، نه پوهیږم ولې؟ خو ګمان کوم په سکرین لیدلیو انځورونو او نندارو یې زیات ورسره اشنا کړی وم.

په هر حال، داسې ښکارېده لکه موږ چې ناوخته کړې وي، په تالار کې ناستو خلکو یوازې وچې او سپېرې کلچې پریښې وې، نور نه کېک پاتې و او نه جوس، فقط د جوس اوږدو اوږدو بوتلو او خړو ترموزونو د میزو سرونه نیولي ول.

ښاغلی امرخېل او ټیم یې خورا فعال و، د مېز خلکو ته یې یوازې همدا خبره کوله چې باید له سانسور پرته د خپلو سیمو ستونزې او لاسته راوړنې له ولسمشر سره شریکې کړي.

زه د قره باغ ولسوالۍ خلکو سره پر یو میز ناست وم، خدای دې خیر ورکړي، زما نظریات یې ومنل، خو زما د ولسوالۍ د اړوندو سونزو شریکول یې نشوای زغملی، زیاتي ما هم نور ټینګار پرې ونکړ، خو خفه په دې شوم چې زړه مې همغسې ډک پک پاتې شو.

ښایسته ځنډ وروسته په لومړۍ مېرمن پسې ولسمشر هم د شا لخوا په تالار کې راښکاره شو او له همغه سره یې د هرکلي په خاطر سر ټیټ او لاسونه پر سینه ونیول، تر هغه چې لومړي کتار ته ورسید.

غونډه د قران کریم د څو ایتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې په نوبت سره د کلکان، میربچه کوټ او قره باغ ولسوالیو استازو خپلې ستونزې واورولې او ټولو د خپلو خبرو په لړ کې د ولسمشر له دغه ابتکار څخه مننه او ستاینه وکړه.

ولسمشر ته وار ورسید، ښکاریده چې د ټولو شکایتونه او وړاندیزونه یې یادښت کړي ول، هر استازي ته یې د جلا ځوابونو سربېره یو لړ ژمنې هم په ډاګه کړې.

هغه په خپلو خبرو کې ځان د افغانانو ولسمشر نه، خادم او نوکر وباله، خو که له نورو خبرو یې راتېر شو، یوازې هغه څو ټکي به یې درته یاد کړم چې راته نوي او په زړه پورې ول.

یو خو یې د برښنا مسوول ته وویل چې وروره د اکثریت غوښتنه همدا ده چې باید د برښنا بېل میاشتنی شي او دا کار وکړه. بل دا چې په راتلونکو څلورو کالو کې به ۸۰ سلنه اوبه مهار کړي او دا ځکه چې اوبه د افغانانو عزت دی. دریم دا چې نور نو د دروغو له ماسټرانو او ډاکټرانو تر پوزې راغلی، یوازې د کار او فکر بنیادم ته اړتیا لري او څلورم دا چې …. یاره خو کله کله چې د سړي یوه مهمه خبره هېره شي، نو بد زور لري، له همدې امله ما وبخښئ.

غونډه تمامه شوه او خلکو د ډوډۍ پر میزونو هجوم ور ووړ، مناسبه ډوډۍ یې کړې وه، ځانونه مو ماړه کړل، خلک ورو ورو په وتو شول، د تشناب اوبه تودې وې او بهر د ترخې وریځې له کبله سړې هوا چیچل کول، په تودو اوبو مې اودس مې وکړ، بهر په انګړ کې د جومات غالۍ غوړېدلې وې، ما ویل راځه په ارګ کې د مانځه کولو قسم هم درست کړم، هوا ډیره سړه وه، خو ګمان کوم چې ټولو تودې اوبه غنیمت ګڼلې وې چې نه پر تشنابو او نه پر غالیو ځای و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *