افغان لیکوال د ژبو او ژباړې انستېتیوت، چې په هېواد کې د ژباړې لومړنی انستېتیوت دی د روان کال د مرغومي میاشتې په اته ویشتمه نېټه د ژباړې په برخه کې شل تنه مسلکي ژباړونکي فارغ کړل. دغه ژباړونکي په علمي او مسلکي ډول د ژباړې له فن سره اشنا او اصول ورته تدریس شوي وو، همدا راز ژباړونکي له بهرنیو ژبو څخه پښتو او دري او له پښتو او دري څخه بهرنیو ته د ژباړې د عملي کار ترڅنګ د پښتو او دري ژبو د ګرامر او لیکدود په برخه کې هم روزل شوي دي.

په دغه مناسبت په افغان لیکوال کې په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړو او د کابل پوهنتون استادانو او ګڼ شمېر نورو لیکوالانو او ژباړونکو ګډون کړی و. د افغانستان د علومو اکاډمي غړي او د دغې اکاډمۍ د بهرنیو اړیکو رییس ښاغلي بخت محمد بختیار غونډې ته په خبرو کې له افغان لیکوال انستېتیوت څخه په مننې سره وویل، چې له ستونزو سره سره یې دغه مهمه تشه ډکه کړه، هغه همدا راز نوو فارغ شوو ژباړونکو ته په خبرو کې وویل، چې د سند ترلاسه کول ستاسو د کار پای نه بلکې پیل دی او باید د خپلو ژبو د بډاینې لپاره مهم او اړینې سرچینې را وژباړئ.

د غونډې په دوام د کابل پوهنتون استاد اسدالله وحیدي سږ کال د فرهنګ او ژباړې لپاره له لاسته راوړنو ډک کال وباله، د نوموړي په وینا سږ کال په سلګونه ټوکه مهم کتابونه پښتو ته را وژباړل شول او په دغه برخه کې لا هم کار دوام لري. د نوموړي په وینا د ژباړې برخې اوسمهال دومره وده کړې، چې یو شمېر هغه کتابونه چې د نړۍ ډېر شمېر برخو کې نه وي ژباړل شوي وختي پښتو ته را وژباړل شي. خو نوموړي د ژباړې کیفیت او په دې برخه کې مسلکي زده کړو ته په پام کولو ټینګار وکړ. نوموړي وویل، ژباړه اصول، قواعد او ګڼې برخې لري، چې باید زده شي. نوموړي د پښتو ژبې په برخه کې د تېرو پنځلسو کلونو لاسته راوړنې د دغې ژبې له ټول ادبي او فرهنګي تاریخ څخه ډېرې وبللې.

د غونډې په دوام ژورنالېست او لیکوال ښاغلي رفېع الله ستانکزي، چې د ژباړې په برخه کې یې یو کتاب هم لیکلی دی، غونډې ته په خبرو کې وویل، چې دا یوه ستره تشه او هیله وه، چې باید پوره شوې وی. د نوموړي په وینا، یوازې ژباړې نه شي کولی د ژباړې ستره اړتیا پوره کړي، بلکې په دې برخه کې مسلکي زده کړو ته اړتیا ده. نوموړي په علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون غږ وکړ، چې له دغه انستېتیوت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

ورپسې د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي څېړنوال سید نظیم سیدي په ژباړه هر اړخیز بحث وکړ او ژباړه یې د ټولنې له جدي اړتیاوو څخه وبلله، د ښاغلي سیدي تر ټولو ستر ټینګار د ژباړې په کیفیت و. د نوموړي په وینا، یو شمېر ژباړنان چې اوسمهال ژباړې کوي، د پردیو ژبو تر اغېز لاندې دي او یو شمېر داسې نادود چوکاټونه او ترکیبونه کاروي، چې هغه له ژبې سره هېڅ مرسته نه شي کولی. د هغه په وینا، ژباړه یوازې یو هنر نه دی، بلکې علم دی، چې باید زده شي.

د غونډې په پای کې په فارغ شوو ژباړونکو سندونه ووېشل شول.

د افغان لیکوال په اړه:

“افغان لیکوال” د ژباړې خدمات او د ژبو او ژباړې انستېتیوت، د باکیفیته او معیاري ژباړې په برخه کې له اوږدې مخينې او تجربې، لوړو وړتياوو او د معتبرو علمي او مسلکي مرکزونو له پراخو همکاريو سره په افغانستان کې د ژبو او ژباړې د خدماتو علمي او مسلکي مخکښ دی.

افغان لیکوال، د علمي څېرو، نوم‌وتو او باتجربه ژباړنانو او لیکوالانو يوه مسلکي اداره ده، چې له علمي مرکزونو سره د يوه فعال همکار په توګه د باکيفيته ژباړې خدمات وړاندې کوي. افغان لیکوال انستېتیوت چې د افغان لیکوال د ژبو او ژباړې مرکز روزنیزه څانګه ده، په لوړ معيار د ژبو او ژباړې د فن په برخه کې روزنيز پروګرامونه وړاندې کوي. افغان لیکوال د ژبو او ژباړې مرکز له ګرانو هېوادوالو سره د خپلو تجربو د شریکولو لپاره له یو شمېر معتبرو علمي مرکزونو سره په ګډه، د ژباړې په برخه کې د روزنې یو پیاوړی او معياري نصاب جوړ کړی او په لومړي ځل په افغانستان کې د ژباړې تیوریک او عملي تدریس کوي.

افغان لیکوال د ژبو او ژباړې انستېتیوت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *