باختر ساپی
د کاپیسا د پوهنې ریاست د چارواکو په وینا په لومړي ځل په تګاب کې د نجونو له پاره یوخصوصي ښونځی جوړ شو. په همدې اړه د تګاب په مرکز کې یو غونډه جوړه شوې وه چې د کاپیسا د پوهنې رییس، د کاپیسا د ولایتي شورا غړو، د تګاب دولتي او امنیتي مسولینو او قومي مشرانو په کې برخه اخیستې وه.
د کاپیسا د پوهنې ریس عبدالعلیم عیار په یانده غونډه کې وویل : « له تېرو اتلسو کلونو را پدیخوا دا لومړی ځل دی چې په تګاب کې د نجونو د زده کړې له پاره یو خصوصي ښونځي جوړېږي، موږ هڅه کوو، چې د کاپیسا په ټولو ولسوالیو کې د هالکانو او نجونو له پاره د زده کړې اسانتیاوې رامنځته کړو. د تګاب په مرکز کې د داسې ښونځي جوړولو ته یوه ستره اړتیا وه چې دا د نن پوره شوه».
بل خوا په یاده غونډه کې د کاپیسا د ولایتي شورا غړي الحاج عزیر الله ساپي وویل : « هر ټولنې د پرمختګ له پاره زده کړه مهمه ده، خو د تګاب د نجونو له پاره تر اوسه داسې یو ښونځي نه و جوړ شوی چې هغوی په کې زده کړې وکړي. نو موږ د پونهې ریاست څخه غواړو چې د خصوصي ښونځيو د پیاوړتیا په هدف کلک ملاتړ وکړي ».
همدا ډول د تګاب ولسوال ضیاو الرحمن خاکسار وویل په سیمه کې د ښونځیو ډېریدل سبب د دې کېږي چې جنايي او امنیتي پېښې راکمې شي. د نوموړي په وینا د تېرو کلونو په پرتله په تګاب کې پوهنیز نظام پیاوړی شوی دی او ډیری ځوانانو زدکړو او تعلیم ته مخه کړې ده. نوموړي د تګاب له خلکو وغوښتل چې خپلې لوڼې هم ښونځيو ته د زده کړې له پاره ولېږي.
همدا ډول د حاجي غلام نبي په نوم د تګاب د مرکز د ښارګوتي اوسیدونکی وايي : « په زرګونه نمرې په دې ښارګوتې کې شته او ګن شمېر اوسیدونکي لري، خو د نجونو له پاره د ښونځي یو ه ستره اړتیا وه او د ښارګوتي ټول اوسیدونکي خپلې لورګانې دې ښونځي ته حتمي استوي او د داسې نورو ښونځیوو د جوړېدو اړتیا هم شته».
د سرمعلم ګل اغا کاکړ خصوصي ښونځي مدیر علاوالدین کاکړ وايي: دوی د نجونو له پاره ښځينه ښونکي په دنده ګمارلي دي او یاد ښونځي په ۱۳۹۶ کې په اله سای ولسوالۍ کې جوړ شوی و چې دویمه څانګه یې اوسمهال د تګاب په مرکز کې پرانیستل شوه.
د یادونې وړ ده چې په تګاب ولسوالۍ کې ټول ۶ خصوصي ښونځي شته.