لوګر: زرګونه خلکو د اشرف غني ملاتړ وکړ

خبریال :منکل ساحل – په لوګر ولايت کې د ولسمشرۍ نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي په ملاتړ لویه غونډه وشوه چې شاوخوا شل زره کسانو پکې برخه اخيستې وه.

دغه غونډه د ياد ولايت د محمد اغې ولسوالۍ د ښکار کلا په سيمه کې جوړه شوې وه چې د دې ولايت د اوسيدونکو ترڅنګ د پکتيا ولايت يوشمير اوسيدونکو، د سهيل ختيځ زون قومي مشرانو ، په ملي شورا کې د دې ولايتونو استازو او د يوشمير ګوندو استازو پکې برخه اخيستې وه.

ويناوالو د ښاغلي اشرف غني د پرګرامونو ملاتړ څرګند کړ او ژمنه ېې وکړه چې خپلې رايې به اشرف غني احمدزي ته اچوي.

دغو ويناوالو د خپلو خبرو په ترڅ کې له نوموړي څخه وغوښتل چې لوګر ولايت ته په بيلابيلو برخو کې کاروکړي چې په خبره ېې دې ولايت ته له پخوا څخه کار ندی شوی .

ډاکتر اشرف غني احمدزي په بيلابيلو برخو کې د دې ولايت د بيا رغونې او نورو پرمختګونو په اړه له خلکو سره ژمنې وکړې .

نوموړي وويل چې لوګر به ترانزيت کوي،دمس عينک کان لپاره به فابريکې جوړوې، د ځمکو د خړوبولو لپاره سيستم جوړوي او دغه ولايت به صنعتي کوي .

ده داهم وويل چې دښځو، معيوبينو او همدارنګه به په دې ولايت کې مېشتو کوچيانو ته هر ډول اسانتياوې برابروي .

احمدزي له خلکو څخه هم مننه وکړه ،چې په داوطلبه توګه ده ته کمپاين کوي او انشالله ددوی په رايه به تر ارګه رسيږي .

ياده وې وي چې له دې وړاندې په نورو ولايتونو کې هم د ډاکتر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډې جوړې شوې وې چې زرګونه کسانو پکې برخه اخيسې وه.

اشرف غني احمدزي تر دې وړاندې په تخار، بدخشان، خوست او کندوز ولایتونو کې هم د خپلو زرګونو پلویانو په ګډون غونډې کړي او په هغو کې یې د هر ولایت د هغوی د اصلي ستونزو د حل کولو او د هغوی له اصلي امکاناتو څخه د کار اخیستلو په اړه ژمنې ورکړي دي.

ډاکتر اشرف غني احمدزي له لوګره له رارستنېدو وروسته د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې په یوه بله ولسي غونډه کې، چې د ده په ملاتړ کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې د ډاکتر احمدزي په ننګه غونډه
د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې د ډاکتر احمدزي په ننګه غونډه

په پکتیا کې د زلمي رسول په ننګه غونډه جوړه شوه

نن په پکتیا ولایت کې د زلمي رسول په ننګه هم لویه غونډه جوړه شوه. د ښاغلي رسول پلویانو ویلي چې غونډې ته د نوي تعلیمي کال په پلمه د ښوونځیو زده کوونکي وربلل شوي ول خو د ښاغلي رسول د انتخاباتي کمپاین ډله دا تور ردوي.

1د زلمي رسول پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر عکسونه خپاره کړي چې د نوموړي د ملاتړ په غونډه کې دولتي چارواکي لیدل کېږي.

همداراز نن د کندوز په امام صاحب کې د عبدالرب رسول سیاف په ننګه غونډه جوړه شوه.

په خپله عبدالرب رسول سیاف پرون په چاریکار کې خپلو پلویانو ته په غونډه کې وویل چې له فساد سره مبارزه د ده د پروګرامونو په سر کې ځای لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *