لوګر

تاند- د لوګر په مركز پول عالم كې له محبس سره نږدې د افغان امنيتي ځواكونو په خپلمنځي نښته كې هغه بوډا او بوډۍ ووژل شول چې د خپلو بندي زامنو پوښتنې ته تللي وو.

نښته پرون چهارشنبه د افغان محلي پوليسو او عامه نظم پوليسو ترمنځ شوې ده. په دې نښته كې دوو پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مجيد په نوم د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونكى د خپل بندي پوليس زوى پوښتنې ته لاړ و، چې ووژل شو.

د نوموړي زوى چې د مس عينك كان پوليسو كې دنده لرله او د امنيتي ځواكونو موټر(رېنجر) يې چلاوه، نږدې دوه كاله مخكې له طالبانو سره د لاس لرلو په تور ونيول شو.

 د مجيد ورور رحيم په سيمه كې د تاند خبريال ته ويلي، چې پر رينجر له راكټي بريد وروسته د پوليسو قومندان  ويل كه وراره يې له طالبانو سره لاس نه لري، په بريد كې ولې روغ رمټ پاتې شو.

ويل كيږي د پېښې بل قرباني(بوډۍ) بل څوك نه لرل چې د زوى پوښتنه يې وكړي، خو هغه هم د پوليسو په بريد كې وژل شوې ده.

له بلې خوا د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په زيد اباد كې پرون ځايي خلكو د يوې ځوانې مېرمنې مړى موندلى دى.

په سيمه كې خلك وايي چې د مېرمنې مړى په خاورو كې ښخ كړى شوى و، كله چې د سيمې خلك پرې خبر شول افغان پوليسو ته يې خبر ور كړ او هغوى له ځان سره ولسوالى ته يووړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *