نن د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مشرتابه او د مختلفو څانګو مدیرانو د لوګر له ولایت څخه لیدنه وکړه چې په ترڅ کې یې د لوګر ولایت د کرکټ اکاډمۍ پرانسته هم وشوه.
د دغې لیدنې په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود، اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد او د مختلفو څانګو مدیرانو له هر څه د مخه د ولایت له مقام څخه لیدنه وکړه. له لنډې لیدنې وروسته، دواړو لوریو د لوګر ولایت د غونډو په تالار کې په جوړه شوې غونډه کې ونډه واخیسته چې د لوګر ولایت سرپرست والي نیاز محمد امیري په وینا سره پیل شوه.
سرپرست والي امیري په خپله وینا کې د کرکټ بورډ له ټولو هغو هلو ځلو مننه وکړه چې په هغه ولایت کې یې د کرکټ روزنیزې اکاډمۍ رغولو په برخه کې ترسره کړې دي. نوموړي ووییل چې، له لوګر ولایت څخه به یو ځل بیا د ملي لوبډلو جوړښت ته غوره لوبغاړي لاره ومومي او یو ځل بیا به په دغه ولایت کې د کرکټ اکاډمیکې زده کړې د ښو لوبغاړو ودې ته زمینه مساعده کړي.
د کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود په خپله وینا کې د لوګر له اولسونو او د ولایت له مقام څخه مننه وکړه. نوموړي د لوګر په ولایت کې د کرکټ پر تاریخچې خبرې وکړې او د لوګر استعدادونه یې پیاوړي وبلل. مسعود زیاته کړه چې، د لوګر په ولایت کې د کرکټ روزنیزې اکاډمۍ په پرانستې سره به د لوبغاړو پر مخ شته ستونزې تر ډیره بریده هوارې شي.
د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په خپله وینا کې ووییل چې، لوګر کې د کرکټ اکاډمۍ رغول ځوانو استعدادونو ته وده ورکول دي. اوس به ددغه ولایت لوبغاړي په یوه اکاډمیک چاپیریال کې چې د ولایت د مرکز په زړه کې ځای لري، زده کړه کوي.
د غونډې په پای کې د ولایت مقام له لوري د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ته ستاینلیک ورکړل شو او د کرکټ بورډ ټول هیئت ته د ډالۍ په توګه پګړۍ او چپنې ورکړل شوې.
له غونډې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود، د لوګر سرپرست والي نیازمحمد امیري، اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد او د کرکټ بورډ مرکزي او ولایتي چارواکو په رسمي ډول د اکاډمۍ پرانسته وکړه.