د لوګر امنیه قومنداني

تاند- په لوګر ولایت کې نن /سې شنبه/ یوې انتحاري حملې لږترلږه ۱۲ تنه ټپیان کړل.

په ټپیانو کې د دوو تنو حال نازک ښودل شوی دی.

دا چاودنه د سهار په ۱۰ بجې او ۳۵ دقیقې د لوګر ولایت په مرکز پُل علم کې وشوه.

د لوګر د والي ویندوی سلیم صالح وايي چې د حمله کوونکي انتحاري ح هدف د پولیسو یو افسر محمد ایوب وردک و.

صالح وايي چې دوه ټپیان د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لېږل شوي دي.

تراوسه پورې د برید مسوولیت کومې ترهګرې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *