نجیب الله الوخېل  

د پنجشنبې په ورځ د لوګر په مرکز پل علم کې د التمور د کلیوالي سیمې د ځوانانو په نووښت د اوربند غږ په نوم مشاعره جوړه شوه.

په یاده مشاعره کې چې د ۶ بیلابیلو ولایتونو شاعرانو او د شعر او فرهنګ مینه والو برخه اخیستې وه، تابیا کوونکو يې موخه د سولې او اوربند لپاره د عامو ولسونو د غږ اوچتول یاد کړل.

د اوربند غږ په نوم لوګر کې مشاعره چې د مرکز اړوند د التمور سیمې ځوانانو لخوا جوړه شوې وه، د له لوګر سربیره د خوست، پکتیا، پکتیکا، لغمان او کابل څخه هم ګڼ شاعران او فرهنګیان ورغلي ول.

د شیرعلي مخلص په نوم د التمور د ځوانانو ټولنې مشر وویل:

((زموږ د هېواد اړتیا اوربند ده او په همدې موخه مو د اوربند غږ په نوم لویه مشاعره جوړه ده، هدف مو لدې نه داوو، چې د سولې د راوستو او اوربند لپاره د عامو ولسونو غږ را اوچت کړو، پدې مشاعره کې د خوست، لغمان، پکتکا، پکتیا، کابل او د لوګر خپل شاعران ګډون لري.))

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالرحمن تسل وايي، پخوا به د سولې او اوربند غږ د غونډو او ناستو د ویناوالو لخوا کېده، خو دا ځل دا غږ د هغو سره په توپیر د شاعرانو لخوا اوچیتیږي.

ده وویل، پخوا خلکو د ګواښونو له کبله د سولې او اوربند خبره په احتیاط سره کوله، خو اوس پدې لاره کې ګواښونو پسې نه ګرځي او د سولې خبره په جرئت سره کوي.

د لوګر په اوربند غږ مشاعره کې له خوست میمله شاعر مطیع الله تراب هم د التمور د سیمې ځوانان وستایل، چې سوله يې په یو نوي پیغام کې نغښتې وه او ممکن دا ډول غږونه  کاڼي زړونه نرم کړي .

د لوګر په اوربند غږ مشاعره کې ګڼو شاعرانو خپل او د نورو انتخابي شعرونه او غزلونه وویل.

شاعر قیوم سیال ګډونوالو ته یو انتخابي شعر وړاندې کړ:

((ځه ملنګه چیلم پریږدو، ځه چې پریږدو زیارتونه، چیرته لیرې غره ته ولاړ شو، پریږدو کلي او ښارونه، ځه چې داسې ځای ته ولاړ شو، چې هندراه په کې نه وي، برقي ستنې په کې نه وي، پخه لاره پکې نه وي.

چیرته لیرې له چاودنو، چیرته لیرې له بریدونو، چیرته لیرې له فیسبوکه، چیرته لیرې له خبرونو، چیرته ورک له څراغونو، چیرته لیرې له ویب پاڼو، تلویزیون او راډیوګانو، چېرته لیرې له یارانو.

ځه ځانونه تري تم کړو د پاچا له واکمنۍ نه، ځه کلونه خبر نشو، له روانې تباهۍ نه، له وړو-وړو سلګیو، له یو مخې بربادۍ نه، ځه چې ټکۍ هم وانورو، د ملا له ورانکارۍ نه، د مرید له غدارۍ نه او د پیر له درغلۍ نه، ځه ملګنه دواړه وځوو، لدې لويې پاچاهۍ نه.))

فرهاد یوسفي:

ته راشه عزرایله زما روح واخله نور دورمه، راوغورځید په کلي باندې بم دی او بس جنګ دی

خالونه دي، خالونه دي، خو لږ نور هم پیدا کړه، په حسن کې، دې زنې خال دې کم دی او بس جنګ دی.

مسعود څاروان:

له هرې یوې هیلې که در تېر شمه منې مې،،،،،،،، او ځان ستا د قدم لاندې درلاندې کړم راځې به

کچکول که کړم پر غاړه لیونتوب وکړم په عشق کې،،ګریوان که د مجنون غوندې ریتاړې کړم راځې به.

د لوګر د اوربند غږ مشاعرې په پای کې پر یو شمېر میلمنو شاعرانو برابرې شوې ډالۍ هم وویشل شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *