بشپړ راپور:
لوګر کې سلګونو علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو (جنګ نه، جرګه) ترعنوان لاندې د افغان دولت او د سولې له روان بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ.
په دې غونډه کې د ولایت والي محمد حلیم فدایي، دمشرانو جرګې غړي ډاکټر محمد اصف صدیقي، د ولسې جرګې غړي حاجي صاحب خان، ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات ، ولایتي شورا مرستیال قسیم خوشیوال او غړو،سولې شورا رئیس مولوي اسدالله حنیف،قومي مشرانو ، علماوو، ځوانانو او مدنې ټولنو برخه اخستې و.
غونډې ته د لوګر د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس عبدالرحمن تسل ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ وویل چې د ننۍ غونډې هدف دادی چې سنګه مونږ خپلې ستونزې د جنګ نه جرګې د لارې حل کړو، تسل له ولس څخه وغوښتل چې خپل بچیان د جنګ له کلتور څخه لرې وساتي او قلم په لاس کې ورکړي.
تسل زیاته کړه ((له لسيزو کلونو راهيسې د افغان بچی د ټوپک په ډز زېږي او بیا د ټوپک په ډز مري، دا ټوپک چې هم د افغان بچي د زیږون پرمهال ډزیږي او بیا همدغه بچۍ د ځوانۍ پر مهال مړ کوي زموږ او ستاسې نه دی.
دا ټوپک که د هر لوري په لاس کې دی له پرديو را وړل شوئ. هېڅوک نه شي ويلی، دا ټوپک چې افغانان سره پرې وژني ددوی خپل ټوپک دی. حتا يو کارتوس يې په دې وطن کې نه تولېديږې. په دې خاوره کې که د هر چا په لاس کې وسله ده د دوی نه ده پردۍ ده. يو پر بل به پړه نه اچوو، په هر لوري غږ کوم، چې د افغانانو وينه تويول وياړ نه دی، پردۍ وسلې پرديو ته پرېږدئ، سره وروڼه شئ. الهي امر ته په درناوي خپلې ستونزې د جرګو او خبرو اترو له لارې حل کړئ)).
د مشرانو جرګې غړي ډاکټر محمد اصف صدیقي وویل کوم جنګ چې اوس روان دی دا د افغان وژنې لپاره دی او زمونږ ولس باید پدې پوه شي، صدیقي زیاته کړه مونږ د دولت څخه غوښتنه کوو چې د ټوټاپ ملي پروژې پروړاندې څوک خنډونه جوړوي باید دوی سره قانوني چلند وکړي او داپروژه چې د کومې لارې منظوره شویده او لکه څنګه چې د ټول ولس غوښتنه ده چې باید د سالنګ دلارې تیره شي او دولت هم باید خپله ژمنه پوره او د څو کسو په خوله نشي.
لوګروالي محمد حلیم فدایي لومړی د داسې غونډې جوړیدلو د سرحدونو ریاست څخه مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې مونږ سرحدونو ریاست ته دنده سپارلې ترڅو داسې یو جامع لیست د قومونو جوړ کړي ترڅوه هغه خلک چې د ولس په بطن او متن کې ژوند کوي معلوم شي.
والي وویل مونږ د جرګو په برخه کې څلور خلاګانې چې (معلوماتي، نسلی، علمي او تجربوې) لرو چې د همدې له وجې مونږ د مشرتوب یا زعامت بحران سره مخ یو .
حلیم فدایي په معاصر وخت کې د جرګې ځانګړتیاوې داسې یادې کړې (غیري دولتي، غیري سیاسي, غیري قومي، غیري حزبي ،رضاکارانه توګه حاضریدل، اتفاق سره دبل په سر پټکي کیښودل، یو له واحدو بنسټونو څخه دی چې اسلام، افغانیت او دیموکراسۍ ټولو پرې اتفاق کړیدی، دمدني ټولنو ترټولو زوړ بنسټ دی،جرګه سیاست نکوي، جرګه کرکه او عقده له منځه وړي، جرګه شخصي ګټو ته نه ګوري بلکې د ولس ګټو ته ګوري.
د ولسې جرګې غړي حاجي صاحب خان د ولس څخه غوښتنه وکړه چې باید خپل ملاتړ د افغان امنیتي ځواکونو څخه وکړي ، صاحب خان زیاته کړه چې وسله وال دي دهمدې فرصت څخه استفاده وکړي او راشي سوله دې وکړي ګنې بیا ورته وخت او موقع نشته.
ولایتي شورا رئیس قریب الله سادات، سولې شورا مشر مولوي اسدالله حنیف، قومي مشرانو هریو ډاکټر عبدالقادر سمسور، حضرت ګل غروال او سید عنایت الله سادات په خپلو خبرو کې څنګه کولای شو چې د جنګ پرځای جرګه دود کړو او مونږ جنګ نه جګړه خپله کړنلاره ګرځوو څخه یادونه وکړه.
په پای کې د ولایت والي د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له ټولو غړو مننه وکړه چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وروستي دریځ څخه یې پوره ملاتړ وکړ او د خپلو امنیتي ارګانونو ترشاه ولاړ دي.