تاند- نامعلومو وسله والو نن /دوشنه/ په لوګر کې د سولې د عالي شورا یو غړی وواژه.

د لوګر ولایتي چارواکو وویل چې د سولې د ولایتي شورا غړی عصمت الله په محمد اغه ولسوالۍ کې وویشتل شو.

عصمت الله پخوا د مجاهدینو یو مطرح قومندان و.

د لوګر د والي ویندوی دین محمد دروېش وویل چې په حمله کې د عصمت الله دوه ملګري ژوبل شوي دي.

تراوسه پوري چا د عصمت الله د وژلو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

له بلې خوا د ایران فارس نیوز خبري اژانس راپور ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لږترلږه ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

فارس نیوز د افغان امنیتي چارواکو په قول وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په سمنګان، فاریاب، زابل، روزګان، لوګر او هلمند ولایتونو کې د دولت د وسله والو مخالفانو پرضد تصفیوي عملیات کړي چې په لړ کې یې لږترلږه ۲۹ تنه سخت دریځي وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

افغان امنیتي ځواکونه وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې یې ۳ وسله وال مخالفان نیولي هم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *