تاند – د لوګر امنیه قومانداني د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د سولې د کاروان پر برخوالو حمله رد کړه.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي وویل چې د څرخ ولسوالي په میر برکته سیمه کې د دولت د دوو وسله والو قوماندانانو ملا فرید او ملا نعیم د کسانو ترمنځ د مخدرو موادو پر سر له لفظي شخړې وروسته وسله واله نښته وشوه چې په پای کې یې د ملا نعیم۱۱ تنه وژل شوي او د دواړو خواوو شاوخوا ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

تر دې مخکې ادعا شوې وه چې په څرخ ولسوالي کې د سولې د کاروان د غونډې په منځ کې چاودنې شوې ده.

لومړنی خبر:

په لوګر کې د سولې لپاره په غونډه کې چاودنې ۸ تنه شهیدان کړل

تاند- راپورونه وايي چې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالي کې د سولې په ملاتړ د راټولو شویو خلکو په منځ کې چاودنې لږترلږه ۸ تنه شهیدان کړي دي.

ګومان کېږي چې دا خلک د دې لپاره راټول شوي وو چې په یوه کاروان کې پلازمېنې کابل ته لاړ شي او د سولې ملاتړ وکړي.

ځینې راپورونه د شهیدانو شمېر تر دې زیات ښيي.

دا برید وروسته له دې وشو چې وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ مدني فعالانو او خلکو ته خبرداری ورکړ چې د سولې له کاروانونو او حرکتونو سره یوځای نه شي.

طالبانو دا خوځښتونه د بهرنیو هیوادونو په سفارتونو پورې تړلي بللي دي.

د لوګر سیمه ییز چارواکي او د سولې فعالان وايي چې چاودنه نن د غرمې په دوولس نیمې بجې هغه مهال وشوه چې د سولې کاروان د څرخ ولسوالي په مرکز کې راغونډ شو.

دوی وايي چې تراوسه د چاودنې څرنګوالی معلوم نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *