لوګر ولایت

خبریال: ساحل منګل – په لوګر ولايت کې دامريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې دوسلوالو طالبانو مشهور قومندان او دهغه ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دې ولايت وياند دين محمد درويش وايي دغه طالب قومندان ملاسميع الله نوميده ،چې دلوګر مرکز د پادخواب په سيمه کې تيره شپه  د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدکې وژل شوی دی .

نوموړی وايي په دې بريد کې درې وسلوال  وژل شوي او درې ټپيان دي .

د درويش په خبره نوی قومندان په سيمه کې په بيلابيلو بريدو کې لاس لاره او  د طالبانو له مشهورو فومندانانو څخه وو.

خو په دې اړه وسلوالو طالبانو څه ندي ويلي .

له بلې خوا په سهيل ختيځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو له خوا په يوه يوه خپره شوې خبرياڼه کې راغلي چې  ځواکونو ېې په لوګر او پکتيا کې د(سیمرغ) په نامه عملیات پیل کړل. دا عملیات د افغان امنیتي ځواکونو لومړني کاملاً مستقل عملیات بلل شوي دي.

خبرپاڼه وايي د دې عملیاتومشری دتندرقول اردوځواکونه په غاړه لري اوترهغه به دوام وکړي چې یادې سیمې له وسله والومخالفینوپاکې شوې نه وي.

سرچينه وايي د یادوعملیاتوپه لړکې چې په تیرو(۲۴)ساعتونوکې دپکتیاولایت داریوب ځاځیو ولسوالۍ د روقیانوپه دره کې  وشول، اووه تنه وسله وال مخالفین وژل شوي اودرې نورټپیان شوي دي.

همدارنګه نوموړوځواکونو د لوګر ولایت  د خوشی ولسوالۍ د دوبندي په سیمه کې د عملیاتوپه ترڅ کې (۹)تنه وژلي او(۴)تنه نور ټپیان کړي دي.

خو وسلوالو طالبانو د دې عملياتو په اړه څه ندي ويلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *