2015-08–07
د غونډې ګډونوال:
ډاکټر عجب ګل نیاز، نجیب الله پیمان، نصرت الله وفا، ډاکټر محمد ناصر، احمد ویس، عزیزالرحمن، استاد وحید الله، زمری الهام، ، بریال نایاب …
غیر حاضر:
سلطان محمود، عاشق الله، نظیف الله، ثواب خان ترابی …
مشران میلمانه: حاجي صاحب زلمی، تورن محمد بشیر، راز محمد، محمد عثمان، محمد حبیب عبدالرحیمزی، اینجینر عزت الله، استاد احسان الله، عبدالواسع …
د عبدالرحیمزیو ځوانانو شورا د خپلو اوونیزو غوڼدو په لړکې دا ځل خپله غونډه د تیرې جمعې په ورځ د اسد (زمري) میاشتې په 16 نیټه، د غنډۍ په کلي کې د حاجي صاحب رستم عبدالرحیمزي په کور کې ترسره کړه .
غونډه د استاد احسان الله له لوري د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره د پیل او د غونډې په پیل کې د غونډې کوربه زمري الهام میلمنو ته ښه راغلاست ووایه، او په تیره غونډه کې په یو شمیر پریکړو د بیا ځلې غور په موخه خبرې وشوې.
په سر کې د ځوانانو د شورا موقت مشر نجیب الله پیمان د غنډۍ د کلیو نویو ځوانانو ته په غونډه کې د ګډون هرکلی ووایه او د شورا د جوړښت او اهمیت په اړه یې لنډې خبرې وکړي، ده وویل عبدالرحیمزیو ځوانانو یو ځل بیا د خپلو پلرونو په پله پل ایښې او د خپلو مشرانو او ځوانانو خدمت ته يې ملا تړلې چې پدې برخه کې ستاسې په څیر ځوانانو ګډون او ملاتړ دې شورا ته لا زیات قوت او ویاړ ور بښي، چې پدې برخه کې ستاسې لا زیاتو مرستو او ملاتړ ته سترګې په لاریو.
ور پسې د لوګر ولایت څخه راتلونکو پارلمانی ټاکنو ته احتمالي نوماند محترم ډاکټر صاحب عجب ګل نیاز عبدالرحیمزی د غنډۍ د کلیو مشرانو او ځوانانو ته د عبدالرحیمزیو ځوانانو د ټولنې د جوړښت، اړتیا او په کابل کې د عبدالرحیمزیو ځوانانو د سرتاسري شورا او د لوګر د ځوانانو د شورا په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کولو ترڅنګ یی ځوانان یووالي او اتحاد ته وهڅول او هم یی د شورا په اړه د ځوانانواو مشرانو نظرونه واوریدل چې د یاد کلي د مشرانو او ځوانانو له لوري له تود هرکلي سره مخ شو، مشرانو او ځوانانو په یوه خوله ددې شورا د جوړیدو د هرکلي ترڅنګ ددې شورا جوړیدل یو پر ځای ګام وباله.
د غنډۍ د کلي په استازیتوب محترم حاجي صاحب زلمي عبدالرحیمزي له شورا سره د هر راز مرستې ټټر وډباوه، ده هم قوم ځوانان یووالي ته راوبلل او زیاته يې کړه چې قوت په اتفاق او یووالي کې دی حاجي صاحب زلمي زیاته کړه د لوی خدای په فضل اوس هغه وخت ندی چې د قوم ځینې مشران ځوانان د خپلو شخصي ګټو په موخه وکاروي ځکه په خلکو کې د تعلیم او پوهې کچه لوړه شوې او نشي کیدی دوی د چا د لاس اله و ګرځي اویا ترې د شخصي موخو په اړه کار واخیستل شي، ده له ټولنې سره یوه اندازه نقدي مرسته هم وکړه.
همدا راز د سفید سنګ د غره د لمنې اوسیدونکي محترم تورن محمد بشیر عبدالرحیمزي (د ډاکټر عجب ګل نیاز عبدالرحیمزي ورور) د شورا لپاره د دفتر د شپږو میاشتو د کرايې د ورکړې ژمنه وکړه، په داسې حال کې چې په تیره غونډه کې یو بل تکړه سوداګر محمد اکبر سیلاب عبدالرحیمزي هم د ټولنې د دفتر د شپږو میاشتو د کرايې ژمنه کړې وه، چې د ټولنې لخوا دواړو مشرانو ته مننه او کور ودانی وویل شو.
ورپسې اینجینر عزت الله په خپلو خبرو کې وویل د لوی خدای په فضل زموږ ځوانان د علم په ګاڼه سمبال شوي او پدې برخه کې باید لا زیاتې هلې ځلې وکړي، ده هم د ځوانانو تر منځ په یووالي باندې ټینګار وکړ، ده وویل موږ باید په ځوانانو کې د جهل توره بلا پر مخ ووهو او ځوانانو ته دښه تعلیم زمینه برابره کړو، څو وکولی شو د ښه استعداد او لیاقت په اساس ځوانانو ته په دولتي او نا دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره کړو.
ورپسې د عبدالرحیمزیو ځوانانو سرتاسري شورا ته د لوګر د پلاوي مشر نصرت الله وفا د کابل د شورا د کړنو په اړه معلومات ورکړل او د ځوانانو کلوپ ته څیرمه د عبدالرحیمزیو د سرتاسري شورا د دفتر د نیولو په اړه يې د سرتاسري شورا نظریات له ځوانانو سره شریک کړل او پدې اړه يې د دوی د نظریاتو غوښتنه وکړه چې د ټولو ځوانانو لخوا ورته د دوی په استازیتوب د کابل له سرتاسري شورا سره د هر ډول پریکړې بشپړ واک ورکړل شو، چې د ښاغلي وفا له لوري ترې مننه وشوه.
همدا راز د کابل دسرتاسري شورا د پلاوي بل غړي او د کاروان د ادبي ټولنې مشر احمد ویس عبدالرحیمزي هم له خپلې ژمنې سره سم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د معینیت له لوري د شخصي پوهنتونو د فیس د تخفیف د تړونونو اسناد د ټولنې له ځوانانو سره شریک کړل چې ځوانان کولی شي په یادو پوهنتونونو کې په تخفیف سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، ده زیاته کړه موږ باید له یادې موقع نه ګټه پورته کړو او په قوم او ولس کې بې سوادی ته د پای ټکی کېږدو.
همدا راز د کمال خیلو د کلي تکړه ځوان عبدالواسع عبدالرحیمزي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې یاده شورا باید د تیرو شوراګانو کړني هیرې او تر دې وروسته خپلو کړنو ته پاملرنه وکړي او په خپل ټول توان سره باید د قوم او ولس د خدمت د پاره مټې را ونغاړي په داسې حال کې چې د غونډې یو شمیر ګډونوالو په تیر کې په یو شمیر قومي شورا ګانو اود هغوی په کړنو باندې نیوکې درلودې.
د غونډې یو شمیر ګډونوالو په یاده شورا کې د مشرانو د ګډون هیله هم درلوده او یادونه يې کوله چې د ټولنې غړي دي ټولنه د خپلو شخصی موخو د پاره نه کاروي او یواځې د ټولنې مسؤول غړي دې د ټولنې له ادرسه له خلکو سره د ټولنې په اړه معلومات شریکوي.
په پای کې د غونډې ګډونوالو د رایو په غوڅ اکثریت لاندې پریکړې تصویب کړې.
1: د ټولنې لپاره د دفتر نیول؛
2: د ټولنې د غړو لپاره د هویت کارت جوړول؛
3: د ټولنې لپاره د ټولنې په دفترکې د مالي امکاناتو او حق العضویت تسلیمول؛
4: د ټولنې له لوري د دفتر له نیولو سره سم د کانکورد اماده ګي د تدریس وړاندې کول؛
5: د ټولنې د ټولو غړو لخوا، د غونډې د وخت په پام کې نیول او د مسئولیت احساس کول؛
6: د ټولنې لپاره د لوګر د اخبار د امتیاز ورکول او د راتلونکې غونډې د ځای معلومولو په اړه پریکړې وشوې؛
غونډه تر غرمنی وروسته د استاد احسان الله له لورې دعايي په لوستلو سره پای ته ورسیده.
افغانستان په رشتیا کشی چه د قومونو او دقومونو د ارزشتونو سره د دینی ارزشتونو ځای دی چه مملکت تری جوړ شوی دی اوټول قومونو په ګده سره دا وطن یی ساتلی دی. د عبدالریمڅیو د ټولنی هرکلی کوم او کاش چه ټول قومونه دا کار دی مخ کی کړی او خپل بچیان دی له ګندونو نه وباسی او د خپل قومی ارزشتونو درسونه دی ورته ورکړی، ګندونه د جامعی ټول ارزشتونه ورانوی او یوازی د یو څو ډاله مارارنو ګټی پکشی وی او بس. خدای نه دوی ته توفیق غواړم.