د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالي کې د ماین د چاودنې په نتیجه کې د ۵ ماشومانو په شمول ۱۱ ملکیان ووژل شول.
د محمد اغې ولسوال نصیر امین وویل، دا پېښه نن /جمعه/ غرمه هغه مهال وشوه چې د سپرلیو موټر د محمد اغې په زرغونښار کلي کې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري پر اېښودل شوي ماین وخوت.
ولسوال وايي په وژل شویو کسانو کې ۵ ماشومانو او ۵ ښځې دي.
زرغونښار د لوګر ولایت یوه ناامنه سیمه ده او د دولت وسله وال مخالفان پکې زیات فعال دي.
د روانې اوونۍ په بیا کې په لغمان کې د هاوان په یوې مرمۍ ۵ ماشومان ووژل شول.
د سړک د غاړې بمي چاوودنې او ماینونه د افغان ملکیانو د مرګ ژوبلو یو لوی عامل بلل کېږي.