نن ورځ په لوګر ولایت کې د ۲۰۹۹ شاهین قول اردو باندې د شوې برید په اړه لوګر ولایت کې د قران پاک ختم، فاتحه واخیستل شوه او د شهیدانو روح ته د دوعا لاسونه پورته شول او هم دغه پیښه په یوه لویه غونډه کې وغندل شوه او مشرانود خپل امنیتي ځواکونو څخه بشپړ ملاتړ وکړ.

په یاده غونډه کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، ولسي جرګې غړي حاجي صاحب خان، امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي، ملي امنیت رئیس غلام رباني، د څلورمې لوا د ارکان رئیس، علماوو، مخورو، ځوانانو او د دولتي ادارو کارکوونکو ګډون کړی وو.

لومړی د ارسلا جمال په جامع مسجد کې د قران پاک ختم ، فاتحه واخیستل شوه او د شهیدانو روح ته د دوعا لاسونه پورته شول.

والي لومړی شهیدانو ته د جنت فردوس او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله وکړه او  زیاته یې کړه څوک چې دخدای پاک په کور کې په اوداسه د جمعې په ورځ لمونځ کوي او ناځوانه دښمن راځې هغه شهیدانوي او برید پرې کوي پدې هکله د هر عالم سکوت لوی جرم دی او هرڅوک چې افغان وژنې شعار لاندې خلک وژني شعار یې شیطاني دی اوتر شایې نامقدس اهداف پراته دي او چېرته چې ازان او لمونځ کیږي پرضد یې ټوپک راخیستل یې نامشروع او ناروا دی.

والي وړاندې وویل زمونږ او ستاسو مسؤلیت دادی چې حق اوباطل تفکیک کړو او د حق په طرف ودریږو او د افغانستان د ټولو بدبختیو عاملین همدا بد بخته او د دین څخه ناخبره دښمن دی.

والي  له علماوو څخه غوښتنه وکړه چې د درجه یک دښمن په وړاندې سره متعهد شۍ او سکوت مات کړئ او نور ستاسو سکوت د سقوط په مانا دی.

والي د خوارجو ۱۸ عمده نښې بیان کړې لکه  بې ادبه او د مشرانو خبره به نه مني حتی د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې یې بې ادبي کوله او هغه یې په بې عدالتۍ متهم کړی وو، اوس هم دوی د مشرانو خبره نه مني, بلکې ورپورې خاندي چې ته څه په جهاد پوهېږي, اصلی مجاهدین خو موږ یو.

۲۲-بې تجربه او کم عمره ځوانان به وي او له دین څخه به ډېره کمه پوهه لري ایا په دین کې د ښځو, ماشومانو, سپین ږېرو, بندیانو وژل روا دي؟ ایا د غیر محاربو وژل روا دی؟ ایا د عامه شتمنیو له منځه وړل روا دي؟ ایا د معاهدینو وژل روا دي چې دا کارونه څوک کوی؟

۳۳. د قران او سنت (شریعت) شعار به ورکوي, اما عمل به یې هماغسی نه وي لکه د حضرت علي رضی الله تعالی عنه د خلافت په وخت کې به ویل (لاحکم الا لله) او حضرت علی رضي الله تعالي عنه به ورته په ځواب کې ویل: کلمه حق ارید بها الباطل. خبره دحق کوی, اما د باطل د اثبات لپاره. اوس د شریعت او د الله په ځمکه د الله د حکم د نفاذ شعار څوک ورکوی؟

۴- حدثا الاسنان: په غاښونو به پوره نه وی. ایا د اوسنی جګړې اکثره جنګیالي له 9 څخه تر 255 کلني پورې څوک دي؟
۵۵-. سفها الاحلام, کم عقل او بې منطقه به وي،اوس صحرایي محکمې څوک کوي؟ ایا د ښوونځیو, کلینیکونو بندول, د انکشافي پروژو مخنیوی کول, د انجنیر, ډاکټر وژل, د بندونو, معدنونو او… ورانول د هوښیاري نښه ده؟

۶- یقولون من خیر قول البریه: د قران او حدیث څخه به استناد کوي.

۷-لایجاوز ایمانهم حناجرهم, اما ایمان به یې له حنجرې ښکته نه وي, یوازې شکلیات به وي.

۸-انهم کلاب اهل النار, رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوزخیانو له سپیانو سره مشابهت ورکړیدی.

۹-په ظاهر د شریعت به ډېر پابند او سرسخت وي او د دیانت به په کې څرک هم نه لیدل کیږي.

۱۰۰- تل به له مسلمانانو سره په جګړه او جدال کې وي، که کافر او مسلمان ورته ودروی او مخامخ کړي نو وایي به اول دا مسلمان مړ کړۍ، دا یې همکاره دی، ایا دا نه وایي چې له دولت سره خبري نه کوو, له امریکایانو سره د سولې خبري کوو؟

۱۱- تل به د قران په متشابه ایتونو کې بوخت وي او مناظرې به کوي.

۱۲۲- هغه ایتونه چې د کافرانو او مشرکینو په اړه نازل شویدي, هغه به په مسلمانانو تطبیقوي. عبدالله ابن عمر له همدې امله خوارج بدترین د انسانانو ګڼي.

۱۳۳- مسلمانانو ته کافر او مرتد ویل به د دوی تر ټولو مشهور او اسانه شعار وي، په ډېره وړه ګناه به د کفر او شرک ټاپه په سړي لګوي. د کبیره ګناه مرتکب به کافر ګڼي.

۱۴- مبارز او له سره تېر, خو د باطل په لار کې.

۱۵- له خلکو به په زور او جبر بیعت اخلي.

۱۶۶- د وخت جید عالمان او خیار الناس به وژني او تکفیروي به یې، حضرت علي رضی الله تعالی یې شهید کړ, حضرت معاویه, ابوموسی اشعری, اونور یې کافران بلل, حتی د امام ابوحنیفه پر خلاف یې قد علم وکړ او ویل به یې چې د هغه وژل د 70 کاله جهاد ثواب لري، اوس هم جید عالمان چې د حق خبره وکړي, فورا د کفر او مرتد ټاپه او ترور کېږي.

۱۷- د پاچااو امیر پر خلاف پرته له شرط او دیني احکامو جګړه او بغاوت او خروج روا ګڼي.
۱۸۸- په دین کې غلو او افراط کوي, د عبدالله ابن عباس حدیث شریف دی چې وایی: هلک المتنتعون. متنتع هغه چاته وایي چې په قول او عمل کې افراط او تشدد کوي. دوی متعصب, په ځان مین او د هیڅ عقلانیت او منطق پیرو نه دي.
اود اعتدال پیرو نه دي او په دین کې سختي او تشدد کوي.

حلیم فدایي د دولتي مامورین هم غوښتنه وکړه چې باید خپل قلم د ملحوس دښمن په وړاندې وکاروي.

لوګر والي ملي امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل تاسو (ملي امنیتي ځواکونه)  اصلي مجاهدین،غازیان او د دې خاورې وارثین یاستۍ او که چېرته مړه شۍ شهیدان او که ټپیان شۍ نو غازیان یاستۍ او ستاسو هره دقیقه خدمت ثواب او اجر لري.

د ولسي جرګې غړي حاجي صاحب خان هم لومړی یاده پیښه وغندله او له ولس څخه یې وغوښتل چې نور د داسې بې رحمه دښمن په مقابل کې یو غږ او یوموټی شۍ ځکه د خدای پاک په کور کې په لمانځه ولاړ مسلمان شهیدانول په یو دین کې هم نشته.

د سولې ولایتي دفتر مسؤل مولوي اسدالله حنیف بیا وسله والو ته چیلنج ورکړ چې راځۍ که چیرته دا جنګ تاسو په حقه کړ مونږ له خپل ژونده تیر یو ځکه ستا پیغام ولس ته بغیر له وژنې او ترور څخه نور څه نشته او هرهغه چا چې دغه عمل ترسره کړی دی هغه هیڅ مسلمان ندی او څوک چې مړه شویدي هغه د حقې لارې سپيڅلې شهیدان دي او خدای پاک هرچاته د شهادت مرتبه نه په نصیب کوي.

وروسته په دوعاسره د پیښې قربانیانو ته د جنت فردوس او ټپیانوته د عاجلې روغتیا او کورنۍ ته د زړه صبر دوعا وشوه.

د یادونې وړ ده چې نن ورځ په لوګر ولایت په ټولو ملکي اونظامي ادارو کې د افغانستان ملي بیراغ نیم ځوړند وو.​

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *