په لوګر کې په لومړي ځل د ۳۰۰۰ ځوانانو لپاره د کار زده کړې پروګرام پیل شو دغه پروګرام د لوګر ولایت مقام په مالي لګښت او د ( موفقیت ) بنسټ په تخنیکي مرسته ( زده کړه د کار موندنې لپاره ) تر نامه لاندې پیل شو، چې د لوګر ۳۰۰۰ ځوانانو ته به د کارموندنې په برخه کې زده کړې ورکوي. د موفقیت بنسټ مشر سمیع الله رحماني، وایي، موفقیت بنسټ تر ژور فکر او څېړنې وروسته دا وپتیله چې زموږ ټولنه او ځوانان د خپلې راتلونکې په سم ټاکلو کې له ستونزو سره مخ وي، په ځانګړي ډول هغه ځوانان چې له ۱۲ ټولګي نه فارغ شي، د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی ځان ته دنده پیدا کړي او یا هم لوړې زده کړې وکړي، نو موږ پرېکړه وکړه تر ځوانانو ته داسې لارې چارې ور زده کړو چې دوی وکولی شي په آسانۍ سره خپل ځان ته دنده پیدا کړي. رحماني ډېروي، ډېری ځوانان دا مهارت نلري چې څنګه ځانته دنده پیدا کړي، یا څنګه خپله سي وي جوړه کړي او یا څنګه انټرویو ورکړي، دوی خپل پلار، ورور او یا خپل ملګري ته اړ وي چې دنده ورته پیدا کړي او یا یې کوم دفتر ته وروپېژني، نو ان شاالله دغه پروګرام چې موږ لوګر کې د فدایي صاحب په مالي مرسته پیل کړ، ۳۰۰۰ ځوانان به د ۲ میاشتو لپاره پدې برخه زده کړې ترلاسه کړي او پدې برخه کې به یې شته ستونزې حل شي او تر اوسه دا پروګرام په افغانستان کې بې ساری دی. د موفقیت بنسټ د ښځو چارو مسؤله، انجیلا رحماني، وایي، موفقیت خدمتونو چې کومې چارې په لوګر کې پیل کړي، موخه یې د ځوانانو استعدادونو ته وده ورکول دي، ځکه زموږ ډېری ځوانان چې کله له ۱۲ نه فارغ شي، بیا نور پورته نشي تلای او یا هم لوړو زده کړو ته لاره نشي موندلی، همدا لامل دی چې زموږ ځوانان ناهیلي کېږي، بهرنیو هېوادونو ته خطرناک سفرونه کوي، په مخدره توکو روږدي کېږي او راتلونکی یې هم له ستونزو سره مخ کېږي، نو د همدې ستونزو د هواري په موخه موږ دا بهیر را پیل کړی او هیله لرو چې پدې برخه کې د خپلو هېوادولو ستونزې راکمې کړو. د لوګر والي محمد حلیم فدایي، په همدې مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، د دې لپاره چې زموږ ځوانان خپل لید لوری په سم ډول وټاکي، په خپل ځان باندې باور ترلاسه کړي او یو ځوان خپل ځان ته هغه کار وټاکي چې دی یې اهلیت او وړتیا ولري، موږ د موفقیت بنسټ سره یو ځای په لومړي ځل په لوګر کې ۳۰۰۰ ځوانانو ته د کار موندنې د زده کړې روزنیز پروګرام پیل کړی او هیله مو دا ده چې ځوانانو ته ګټور ثابت شي او یو څه ورڅخه زده کړي. فدایي، وړاندې وویل، د داسې یوه پروګرام رامنځته کولو ته ډېره اړتیا وه، تر څو ځوانانو سره د هغه ستونزو په حل کولو کې مرسته وکړي چې دوی هره ورځ ورسره لاس او ګرېوان دي، لوړو زده کړو ته لاره پیدا کول، دنده موندل، سي وي جوړول او په دفتر کې په سم ډول کار کول هغه څه دي چې زموږ ځوانان ورسره هر ورځ مخ کېږي، چې دا پروګرام به د ځوانانو سره د داسې ډېرو ستونزو د حل کولو لارې چارې ولټوي. فدایي د یاد شوي پروګرام یو بل ښه والی دا په ګوته کړ چې، لومړی ځوانانو ته دا ور زده کوي چې لومړی باید ځان وپېژنې، یو څوک چې ځان وپېژني، هغه خدای پېژني او په اسلام کې هم دې ټکي ته ډېره پاملرنه شوې چې لومړی هر شخص باید ځان وپېژني او هر کار او هره دنده چې د ځان لپاره ټاکي باید د خپلې وړتیا له مخې یې وټاکي. پدې وروستیو کې په افغانستان کې دې ته ورته ډېر بنسټونه او خیریه ادارې جوړې شوې چې په بېلابېلو برخو کې یې کارندتیاوې پیل کړي، چې له لنډ وخت وروسته بېرته یې چارې درېدلي او ډېر خلک له دولت او نورو مرستندویه ادارو غواړي چې ځوانانو ته داسې روزنیز پروګرامونه د اوږد مهال لپاره په لاره واچوي او یا هم پدې پرخه کې جوړ شوي بنسټونه او ادارې په مالي برخه کې په پښو ودروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *