خبریال: ساحل- په لوګرولايت کې له زورواکانو او هغو کسانو، چې په غیر قانوني ډول یې دولتي ځمکې غضب کړې دي، د غضب شویو مځکو د خلاصون لړۍ پيل شوه.

د لوګر د چارواکو‌ په وینا نن ورځ/چهارشنبه/ لس جريبه ځمکه ،چې څلويښت کاله وړاندې د لوګر زندان ته ځانګړې شوې وه، د غاصبانو له منګولو څخه خلاصه او اړونده اورګانو ته وسپارل شوه.

د لوګر د کرنې رياست د چارواکو په خبره دا مهال د لوګر ولايت په مرکز او ولسواليو کې يوازې د دې ادارې څلرويشت زره جريبه ځمکه غصب شوې چې يوولس زره جريبه یې يوازې په مرکز او نوره یې په ولسواليو کې ده.

د لوګر د کرنې ريس انجنر همايون وايي دغه ځمکه د اوولس سوه کسانو له خوا غصب شوې چې نومونه یې له دوی سره ثبت او اړونده ادارو ته یې ورکړي دي .

له بلې خوا د لوګر والي ارسلاجمال هم مني چې په لوګر کې زياته دولتي ځمکه غصب شوې خو دوی هڅې پيل کړې څو د زوراکانو څخه یې بيرته راوګرځوي .

نوموړی وایی دغصب شويو ځمکو په راګوځولو کې دې ولس له دوی سره همکاري وکړي څو دغه پروسه لا ګړندۍ شي .

ياده دې وي چې په لوګر ولايت کې د شخصي او دولتي ځمکو د غصب له امله زياتې شخړې رامنخ ته کيږي چې يوشمېر کسانو پکې مرګ ژوبله هم اوړي.

One thought on “په لوګر کې له زورواکانو د مځکو اخیستلو لړۍ پیل شوه”
  1. نوی ښاروال چه یو بی کفایته شخض ټولو معرفی شوی دی اوس اوس ځنی دولتی ځایونه په خلکو پلورلی دی چه ټول اولس پری خبر دی. آیا په دی باب به هم څه تصمیم ونول شی او که نه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *