نن ورځ د لوګر ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د ولایت مقام لخوا د نسل ترنسله ترسرلیک لاندې غونډه کې د ولایت والي محمد حلیم فدایي، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او مرکو مرستیال محمدیعقوب احمدزي، نیاز محمد امیري، د لوګر پخوانی والي او د همدې وزارت د جرګو د همغږۍ عمومي رئیس، په قومي چارو کې د ولسمشر سلاکار اسدالله فلاح ،د لوګرامنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي، غلام ربانی د ملی امنیت رئیس، د سرحدونو چارو وزارت سلاکار محمد ایوب زرین ، د څلورمې لوا قومندان بریدل جنرال عبدالرازق، د ولایتي شورا مرسیتالې همااحمدي او غړي ډاکټر عبدالولي وکیل، قومي مشرانو،ځوانانو او ترڅنګ یې میرمنو ګډون کړی وو.

په پیل کي د قرآن پاک د څو مبارکو آیتونو تلاوت شواو ورپسې دهیواد د ملی سرود دخپریدو وروسته دلوګر ولایت دسرحدونو قومونو اوقبایلو چارو ر‍ییس دښه راغلاست تر څنګ وویل: د نن ورځې د غونډې هدف زمونږ (نسل ترنسله، تجربې او زده کړې) تر سرلیک لاندې دادی چې مشران خپلې تجربې له ځوانانو سره شریکې کړي او خپل زامن امنیتي ځواکونو ته ورکړي او هم د انکشافي پروژو ساتنه او د سولې د راتګ لپاره هلې ځلې وکړې .

قومي مشر انجینر عبدالقیوم غونډې ته وویل  مونږ قومي مشران له دولت څخه غواړو چې د پروژو په عملي کولوکې له مونږ سره مشوره وکړي، حاجي سید محمد حنیف وویل د ټولګټو پروژو څخه ساتنه واجب عمل دی، بل خوا قومي مشر غروال د سرحدونو ساتل د قومونو او ولسونو دنده وبلله او وویل د پروژو د پلي کولو لپار باید قرباني ورکړو.

عبدالولي وکیل بیا په سوله ټینګار وکړ او زیاته یې کړه که هرڅومره جنګ وشي بیا به هم جرګه او سوله ترسره کیږی، وکیل په مشرانو غږ وکړ چې امنیتي ځواکونو ته خپل بچي ورکړي ، وکیل زیاته کړه طالب او داعش سیاسي الفاظ دي او مونږ باید دخپل نظام ملاتړ وکړو.

د ځوانانو په استازولۍ ویس عبدالرحیمزي د مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې تاسو باید مونږ ته سالمه مشوره راکړۍ تر څو د حق ترشا ودریږو.

د ولسمشر سلاکار اسدالله فلاح د تعصب په لمنځه وړلو خبرې وکړې او زیاته یې کړه  ځوانان باید هیڅ تعصب ونکړي او څوک چې تعصب کوي هغوی د دې خاورې دښمنان دي.

د جرګو مرستیال یعقوب احمدزي سوله الهي امر یاد کړ او په سوله کې خیر دی سوله د امنیت او پرمختګ سره تړلي دي، نظام ساتل او ملاتړ د ټولو دنده ده له امنیتي ځواکونو مننه چې خپلې سینې یې سپر کړیدي احمدزي په ولس غږ وکړ چې خپل بچیان امنیتي ځواکونو ته ولیږي.

لوګر والي غونډې ته په وینا کې وویل( د تاریخ په اوږدو کې سپین ږیري هم د قربانۍ خبره کوي او ځوان هم، چې پدې تاریخي مقطع کې ټولې جګړې ترسره شوې د مقدس شعار لاندې شوي مګر تر شایې نامقدس اهداف پراته دي او هرڅوک چې د دې نظام پرخلاف د پاکو شعارونو لاندې جنګیږي تر دې شعارونو لاندې نامقدس هدفونه پراته دي چې مونږ باید د تاریخ څخه دا زده کړه وکړو چې د شعارونو ترشا نامقدس اهداف وپیژنو، والي همدارنګه د تاریخ څخه بله زده کړه د جګړې څخه باید د فرصت په توګه ګټه واخلو همیشه جګړه زمونږ لپاره غضب او نورو لپاره فرصت ګرځیدلی دی (مونږ قربانیان او هغوي مستفدین دي) جګړه باید په فرصت بدله کړو، همدارنګه په خپلو اشتباهاتو باید فکروکړو، او باید خپل مشر، او مخکښ غړي په ژوندونې ونمانځو نه په مړینې، د تاریخ کیسې د پند او عبرت لپاره دي، سیاست مونږ تل په احساساتو سره کړیدی باید په فکر او تحلیل سره سیاست وشي، علما هم باید چپه خوله پاتې نشي ځکه د دوی سکوت د سقوط په مانا دی، احترام او عزت باید متقابل وي.

همدارنګه والي د مشرانو او ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چې رازۍ خپل د کار خلک وپیژنو ځکه تل له مونږ څخه د مخه نړۍ زمونږ د کار خلک پیژندلي دي او ګټه ترینه یې اخیستې مونږ ندي پیژندلي.

والي له ولس څخه غوښتنه وکړه چې امنیتي ځواکونو کې مونږ کمبوتات لرو او خپل بچیان باید امنیتي ځواکونو ته ورکړئ، او تاسو باید د انکشافي پروژو په ملاتړ کې بشپړه همکاري وکړی ځکه پروژې راوستل د دولت مسؤلیت دی مګر په تطبیق او ساتلو کې یې تاسو همکاري وکړئ.

د سرحدونو وزارت د جرګو عمومي رئیس نیاز محمد امیري لوګر ولایت کې د قومي مشرانو لخوا د همغږۍ مرکز د جوړیدو خبره وکړه چې د قومونو د یوالي لپاره به دا مرکز ډیر ژر جوړ شي او هم به د لوګر ولایت او ګاونډي ولایتونو دمشرانو سره د همغږۍ ناستې هم جوړې کړو.

 وروسته د ولایت مقام لخوا راغلو ملیمنو ته ستاینلیکونه او لونګۍ ورکړل شوې او هم د لوګر ولایت د مخلتفو قومي شورا ګانو لخوا لوګر والي په تقدیرنامو سره ونازول شو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *