لوګر کې شاوخوا دوه سوه زره (250000) ماشومانو ته د پولیو واکسین پیل شو.
یاد پروګرام نن لوګر ولایت کې د لوګر والي په مشرۍ پیل شو ،چې په کې ،له کابله راغلي میلمه ،د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاالحق امیرخيل ، دولایتي شورا منشي عدالت عمر عبدالرحیمزي ،د عامې روغتیا ریاست کارکوونکو ،مدني ټولنې غړو او خبریالانو برخه اخیسته وه .
لوګر والي د ملي ثبات ټولنې مشر څخه مننه وکړه چې په دغه پروګرام کې یې برخه واخیسته ،فدايي یاد پروګرام مهم او ملي وباله او له خلکو یې وغوښتل چې خپل ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې نکړي.
ورپسې ضیاالحق امرخیل خبرې وکړې او ویې ویل ،پولیو یو بد مرض دی چې له نیکه مرغه افغانستان کې د پولیو مرض ارقام کم شوي دي.ده همداراز له ټولو رضاکارانو مننه وکړه چې دغه نیک پروګرام کې یې ګډون کړی دی.
د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست او د کتلوي معافیت ادارې لخوا د مني موسم په لمړي پړاو کې د زمري میاستې له (۲۳) مې تر (۲۷) مې نیټې د پولیو واکسین پیل شو چې شاوخوا دوه سوه زرو ماشومانو ته به تطبیق شي .
دغه واکسین د ۶۹۴ رضاکارانو په مرسته (۱۳۰۱۱۳ )یو لک او دیرش زره یوسل او دیارلس ، تنو نوي زېږېدونکو څخه تر پنځه کلنۍ پورې، او کپسول به یې (۱۱۷۱۰۲) یولک او اولس زره یوسل او دوه تنو شپږمیاشتنیو ماشومانو څخه تر پنځه کلنو لپاره تطبیق شي.
د غونډې په پای کې د کمپاین برخه والو د هیواد ټولو ماشومانو ته د بشپړې روغتیا دعا وکړه
