لوګر پخوا د پوهنې په ډګر کې د پام وړ لاسته راوړڼې درلودې خو وروستیو ناامنیو د یوشمیرښونځیو رنګ بدل کړی.
پخوا په ښونځیو کې د زده کوونکو او ښوونکو ترمنځ متقابل احترام موجود وو او زده کوونکي به هم له استثنی پرته په خپلو زده کړو لګیاوو.
د لوګر یوه ښوونکي راته وویل” اوس په ښونځيو کې له یوشمیر زده کوونکو سره له رمازه پورته خبره نه کیږي، ځکه دوی له ښونځیو دباندې له یوشمیر ډلو سره ملګرتیا لري او ښوونکی نه شي کولای، چې خپل ژوند په خطر کې واچوي” .
په ښونځیو کې سیاسي بحثونه، ښونځيو ته د یوشمیر کسانو له خوا د تومانچو او جریحه وسایلو وړل، ښوونکو سره ناوړه چلند او زده کړو ته نه پاملرنه ټولې هغه ناخوالې دي، چې د لوګر د پوهنې بهیر یې کمرنګه کړی دی.
که څه هم دا مسئله د ښونځیو ځوانو زده کوونکو ته جدي نه بریښي، خو که چیرې ژور فکر وکړي، دا په خپله راتلونکې ملنډې وهل او د خپلو پښو پرې کول دي.
د زده کړې دې ناوړه وضعیت ځینې ښوونکي هم له تدریسه زړه توري کړي او د ښوونکو غیرحاضري یې هم یو څه زیاته کړې ده.
معارف د کمیت له لحاظه په تیرو دیارلسو کلونو کې د ټول هیواد په کچه د پام وړ پرمختګ وکړ، اوس شااوخوا ۷ میلیونه هلکان او نجونې ښونځیو ته ځي، خو په دې وروستیو کلونو کې د معارف کیفیت لکه څنګه چې لازمه ده هغسې وده نه ده کړې.
لوګر، ته چې کله د کابل له دروازې ور دننه شې، نو پرې لیکلي، چې د علم او تهذیب کورته ښه راغلاست، دا ددې استازیتوب کوي، چې لوګر د علم او پوهې زانګو وه، ډیر کدرونه یې لرل او لري یې، خو باور وکړی، چې د ښونځیو په یوشمیر زده کوونکو د سړي زړه سوځي.
لوګر له جفرافیه یي پلوه د کابل ګاونډی دی خو په تیرو څو کلونو کې یې د نورو ولایتونو په پرتله ډیره پراختیا ونه کړه او بیا رغونه او بنسټیزې پروژې هم په کې سمې عملي نه شوې.
دا وضعیت لکه، څنګه چې مخکې هم یادونه وشوه بدلون ته اړتیا لري، خو دا چې دا بدلون به څنګه او څوک راولي ددې ځواب هم روښانه دی.
که چیرې مونږ ټوله پړه پر دولت او د معارف پر چارواکو واچوو، نو دا به بې انصافي وي، خو اصلي حل لاره داده، چې ځوانان خپل سر ګریوان کې ښکته او خپلې او د لوګر په راتلونکې ورحمیږي.
دلته د لوګر سیمه ییزې رسنۍ، علما، مدني ټولنې او ځوانان هم مسولیت لري، چې د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي کړي او زده کوونکي خپلو مسولیتونو ته متوجه کړي.
د لوګر د ښونځیو د ناوړه وضعیت په اړه مې ددې ولایت د پوهنې ریاست له ویاند شاه پور عرب سره خبرې وکړي.
له مقالې مې هدف د لوګر پر ټولو زده کوونکو نیوکه نه ده، باید ووایم چې له دې وضعیت سره سره اوس هم په دې ولایت کې یوشمیر زده کوونکي شته، چې له ټولو سیاسي تمایلاتو مبری دي، ټولنې پرې اغیز نه دی کړی او خپلې زده کړې کوي.
خو متل دی، چې په یوه ګل نه پسرلی کیږي او څو چې ټول زده کوونکي له اوسني وضعیته ځان را ونه باسي، دا به یې په راتلونکې بده اغیزه وکړي.
ممکن زما دا لیکنه د معارف ځینې چارواکي په غسه کړي، خو هغوی باید د لوګر د ځوانانو د کانکور د سږنۍ آزموینې پایلې وویني او بیا خپل قضاوت وکړي.
د دې مقالې د لیکلو پر مهال مې د لوګر د پوهنې ریاست نظر هم وپوښت، خو ددې ریاست ویاند شاه پور عرب راته وویل، چې د پوهنې بهیر متوازن مخ ته ځي ، د ښوونکو او زده کوونکو ترمنځ چلند ښه دی او هیڅ زده کوونکی ښونځي ته وسله نه وړي، ځکه چې په دروازه کې تلاشي کیږي.
دی وایی، د زده کوونکو د والدینو شورا هم جوړه شوې، چې د زده کوونکو د ستونزو په اړه ورسره ښوونکي خبرې کوي.
که چیرې د ښاغلي عرب دې خبرو ته وکتل شي، پورته ادعا په بشپړه توګه نشي نفی کولی، دا ځکه چې پخوا ښونځیو ته د تلو پر مهال زده کوونکي نه تلاشي کیدل نو اوس چې تلاشي کیږي حتما به یې دلیل همداوي، چې یو څه ویره شته.
کور ودان چې د لوګر د ښوونې روزنې د وضعیت په اړه د مالومات خپاره کړیدي، خو یو متل دی چې وايي (هوسۍ له ځایه ګړندی وه خو چې شرنګانی یې ور واچوه نو نوره هم تیږه شوه) ستاسې د کور ودان وي هڅه کوه چې دا د ښوونې روزنې مثبت اړخونه خلکو ته وښایاست کنه په حقیقت خو ټول ښه پوهېږو.
په درنښت