یاده غونډه د (په پلان جوړونه کې د ولسي ګډون او رپورټ وړاندې کولو غونډه) تر نامه لاندې جوړه شوې وه چې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، د ولایتي شورا غړو، د دولتي ادارو رئیسانو، د شپږو ولسوالیو ولسوالانو، مدني فعالانو، قومي مشرانو، ځوانانو او ګڼ شمېر ښځو پکې ګډون کړی وو. د لوګر والي محمد حلیم فدایي، په خپلو خبرو کې وویل، د ښې حکومتولۍ اساسات شفافیت، حساب ورکونه، ولسي ګډون، مسؤلیت، د محسوسو خدماتو وړاندې کول، او د ولس مالکیت دی نوموړي وویل موږ ځانونه د هر څه مالک ګڼو تر ټولو مهمه داده چې څنګه په ځان کې د مالکیت احساس پیدا کړو. نوموړي وویل ننۍ برنامه وعده نه ده بلکې د ولس غوښتنې او ښې ارادې تمثیل، او هغه په مستدللو دلایلو، مرکزي ادارو ته وړاندې کول دي تر څو د ۱۳۹۶ کال لپاره یې تمویل او په پلان کې شامل کړي. وروسته د لوګر ولایتي شورا رئیس خپله لنډه وېنا وکړه او بیا یې د ولایتي شورا د تېر یوه کال ګزارش ولس ته ورکړ. د غونډې په دویمه برخه کې د ټولو ادارو مسؤلینو په اتو سکتورونو(د ښې حکومتولۍ، اقتصاد، پوهنې، زیربنا، امنیت، ټولنیز مصؤنیت، کرنې او صحت سکتورونو) د خپلو ادارو د تېر یوه کال ګزارشونه وړاندې کړل. وروسته د ولایت د ۱۳۹۶ کال په پلان کې د خلکو له لورې د پروژو د شاملولو لپاره ازاد بحث وشو، په بحث کې د شپږو ولسوالیو د انکشافي، محلي شوراګانو، قومي مشرانو، مدني ټولنو، ښځو او ځوانانو له لوري ۳۸ پروژې په بحث کې، د ۱۳۹۶ کال لپاره په پلان کې د شاملولو په موخه وړاندیز شوې او تر ۵۰ پورته پروژې په لیکلي بڼه مسؤلو اشخاصو ته وسپارل شوې چې په پلان کې به شاملې شي. د پروګرام په پای کې د لوګر والي یو ځل بیا د ټولو ګډونوالو د وړاندیز شوو پروژو په اړه وویل چې د پروژو وړاندیز او تعقیب له اړوند وزارتونو سره زموږ دنده ده او په اړه به یې خپلې هلې ځلې کوو، والي وړاندې وویل چې پروژې او انکشافي کارونه به پر مخ ولاړ شي اما تر ټولو مهمه داده چې قومي مشران، ځوانان، او د ټولنې ټول افراد باید د امنیت په تامین کې له دولت سره همکاري وکړي، ځکه د امنیت تامینول یوازې د دولت دنده نه ده بلکه ولس باید په کې فعاله ونډه واخلي. والي د لوګر ټولو خلکو ته اعلان وکړ چې د سهار له اته نیمو د غرمې تر دولسو بجو پرته له وخت اخېستلو په ازاده توګه کولای شي چې د ولایت له والي سره وویني. د یادونې وړ ده چې دا پروګرام د یوسایډ، د سیمه ایزو ادارو د پیاوړتیا د نوښت پروګرام(اسلا) له لورې تمویل شوی و.