ارشیف

تاند- د دولت وسله والو مخالفانو په لوګر ولایت کې تېره شپه یو ښوونځی په بمونو الوزولی دی.

د ازاد خبریال ساحل منګل د معلوماتو پر اساس، په دغه ښوونځي کې، چې د ولایت د مرکز پُل علم په اړوند د مهاجرینو په ښارګي کې و، ۳ بمونه چاودول شوي دي.

په همدې حال کې د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ ویندوی شاپور احمدزی وايي چې په دغه ښوونځي کې ۳ ماینونه اېښودل شوي او بیا الوزول شوي څو د ښوونځي ودانۍ پرې ویجاړه شي.

د احمدزي په وینا په دغه ښوونځي کې د رای ورکوونکو د نوملیکنې مرکز هم فعال شوی و.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویندوی وايي چې د ښوونځي د ودانۍ ډېرې برخې ویجاړې شوي او هغه برخه نه ده زیانمن شوې چې د انتخاباتو د رای ورکوونکو د نوملیکنې لپاره ځانګړې شوې ده.

د دولت وسله والو مخالفانو ژمنه کړې چې د انتخاباتو د مخنیوي لپاره به د رای ورکولو پر هیڅ مرکز؛ که هغه جومات وي یا ښوونځی، رحم نه کوي.

پرون په یوه وحشیانه برید کې چې د خوست ښار په یوه جومات کې وشو، نژدې ۲۰ تنه شهیدان او په لسګونو نور ژوبل شول.

د خوست اوسېدونکي او چارواکي تور لګوي چې دا برید طالبانو کړی دی خو طالبانو د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دا ډول بریدونه طالبان او داعش کوي.

افغان استخباراتي چارواکي وايي چې د طالبانو او داعش سرچینه یوه ده او کله د یوې ډلې په نوم او کله د بلې په نوم افغانان وژني.

د دولت وسله والو مخالفانو په تېرو ۱۷ کلونو کې په جنوبي او شرقي ولایتونو کې څو ملیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ