د لوګر ولایت مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

د لوګر ولايت په بېلابېلو سيمو کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې( ۱۸۲ ) تنه وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده اوطالبانو(۱۷) ملکي وګړي په شهادت رسولي.

دلوګرولايت امنيتي مسولينو په تیرو شلوورځو کې ددې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د افغان ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې د دښمن (۱۸۳ ) تنه نفره مړه اوزخميان شويدي چې ددې له جملې څخه (۹۲) تنه مخالفين وژل شوي او(۹۱) تنه مخالفين ټپيان شويدي.

همدارنګه په يادو ورځو کې د وسلوالو مخالفينو د انداښتونو او ډزو په په نتيجه کې (۱۷ )ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده چې له جملې څخه يې نهه تنه مړه او اته تنه ټپيان شوي دي چې په دغه مړواوزخميانوکې ښځي اوماشومان هم شامل دي.

همدارنګه په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو ته مهمات او چاوديدونکي توکي هم لاسته ورغلي دي چې پکې د دښمن يوه عراده کرولا موټر،يوميل راکيټ، دوه ميله کلاشينکوفونه، شپږ حلقي بوشکي ماينونه،يوميل۸۲ ميلي متري توپ ،یومیل لس ‌ډزی او مهمات شامل دي.

د يادونې وړ ده چې په دغه عملياتو کې پنځه تنه شکمن کسان هم نيول شوي او دپوښتنو ګرويګنو لپاره کشفي او عدلي ارګانونو ته سپار ل شوي دي.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *