لوګر ولایت

(زمری-۲) د امنیه قومندانۍ د راپور په اساس تېره شپه د مرکز مربوط  د ده دوشنبې په سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې چې د الیاس خان او احمدخان په کلیو کې ترسره شو ۶ وسله وال وژل شویدي او ۶ ټپیان دي چې  وژل شوي  د مولوي شفیع الله،ملاقند او شیخ بسم الله د ګروپ غړي  دي ، همدارنګه تېره شپه د ۳۳۳ ځانګړې قطعې لخوا د مرکز د بابوس په سیمه کې عملیات ترسره شو، چې په نتیجه کې ۸ وسله وال ووژل شو، ۳ زخمیان شوي او دوه ژوندي نیول شویدي.

د بل خبر له مخې د برکي برک ولسوالۍ په یوشمېر پوستو د وسله والو لخوا ډزې وشوې چې په ځوابیه ډزو کې څلور وسله وال د ملا داد، هجران،اسماعیل او احسان چې د شاه مزار اوسیدونکي دي وژل شویدي او د دوی وسلې هم ملي پولیسو ته لاسته ورغلي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *