تاند- په لوګر ولایت کې لږترلږه ۶ ځانمرګي په خپلو چاودېدونکو موادو ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت نن /چهارشنبه/ وویل چې دا پېښه پرون سهار د لوګر ولایت مرکز پل علم ته نژدې وشوه.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځانمرګي په دې هڅه کې ول چې واسکټونه پل علم ښار ته یوسي چې پرې وچاودېدل.

د کورنیو چارووزارت په ادعا ځانمرګو غوښتل چې د لوګر ولایت په مرکز کې ډله ییز برید وکړي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا په دې پېښه کې له ځانمرګو پرته بل چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

امنیتي ځواکونو ۱۰۵۰ چاودېدونکي مواد کشف کړل

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې مامورینو یې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د ترهګرو څو تروریستي بریدونه شنډ کړي دي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست ویندوی حسیب صدیقي نن /چهارشنبه/ خبریالانو ته وویل چې تروریستانو په تېره یوه میاشت کې لږترلږه په ۲۵ ځایونو کې د لویو حملو پلان درلود.

ده وویل چې تروریستي ډلو د ۱۰۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکو موادو په وسیله په کابل ښار کې د حملې پلان درلود خو امنیتي ځواکونو دا مواد کشف کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *