د افغانستان په لویدیځ هرات ښار کې د مدني ادبي بهیر کلنۍ ټاکنې تر سره شولې او د ادبي بهیر مشران او مسؤلین وټاکل شول.

 په تاکنون کې عبدالحق مجروح د دې بهیر د همغږی د نوي مسوول په توګه وټاکل شو.

دا غونډه د جمعې په ورځ د لویدیځ زون د مدني ادبي بهیر په دفتر کې، د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پېل شوه.

د بهیر تاکنیزه غوڼده دهرات ښار په مرکز کې، دهرات، بادغیس، فراه او نیمروز لایتونو د مدني او فرهنګي فعالینو په شتون کې تر سره شوه.

په پیل کې د لویدیځ زون دمدني ادبي بهیر د موجوده همغږی کونکي، ښاغلی محی الدین نوری د فعالیتونو څخه ستاینه وشوه، کوم چی وروسته تر دو کلونو فعالیت یی استعفا ورکړې وه .

ښاغلی عبدالحق مجروح ددې بهیر سرپرست وویل: ( د ښاغلی محی الدین نوري هڅه وه چی دلمړي ځل لپاره په هرات ولایت کې د میدیوتیک په همکاری سره، پښتنو ټولنو هڅې ګړندی او دا بهیر را مینځ ته شو.)

 عبدالقیوم مهربان د افغان محصل ټولنې مسوول بیا وویل: ( خوشحاله یو چی نن بیا ټاکنې تر سره کیږي او مننه کو چی د ښاغلی نوري په هڅه مو د بهیر فعالیتونو ته وده ورکړه.)

 ورسته تر دی، دلویدیځ زون د ادبی مدنی بهیر تیر دهمغږی مسوول او په هرات کي د میدیوتیک د رسنیز کور مسوول محی الدین نوری په لنډوکې د بهیر ادبي او مدني فعالیتونه وشمیرل.

ښاغلی نوری وویل چې دبهیر فعالیتونه باید لا ګړندي شی.

ښاغلی نوري زیاته کړه: ( بهیر د دو کسانو څخی پیل او اوس ۱۲ ټولنې پکې فعالیت کوي او مشاعرې، غونډی او مدنی اعتراضونه او حق غوښتنې مو کړې دي خو لانور کارونه هم پکار دي چې په ګډه سره به یی سرته رسوو.)

 آزادی ټاکنی

 وروسته تر دې دلویدیځ زون ادبی مدنی بهیر د اجرائیوی چارواکو د تاکنو لړی پیل شوه.

د تاکنو په پایله کې ښاغلی عبدالحق مجروح دبهیر د همغږی د مسوول، عبدالطیف نیازی د مرستیال او ښاغلی عزیزمهربان د منشي په توګه و ټاکل شول.

 ښاغلی مجروح تر ټاکل کیدو ورسته وعده وکړه چی د بهیر فعالیتونه به په کره او صادقانه توګه سرته رسوي او د بهیر د پیاوړتیالپاره به هڅې وکړي،

 هغه وویل: ( دبهیر اونیزې غونډې، دپښټو ژبې د ودې او په مدني دګړ کې د دلویدیځ زون د خلکو دحقوقو د اعادې په خاطر به خپل فعالیوتونه منسجمه کوي.)

 د افغانستان دلویځ زون ادبی مدنی بهیر دو کاله مخکی د افغانستان د میدیوتیک ددفتر د هرات رسنیز کور په دفتر او هڅه، د ټاکنو په پایله کې خپل فعالیت پیل او تر اوسه خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *