د لویو لارو په اړه به تاسي هم هره ورځ زما په څېر په تلوېزونو کي د ټولګټو وزارت نه ورکړل شوی راپور وینئ چي په پوره  ډاډ سره خپلو هیوادوالوته په لویو لارو باندي دسفر کولو په اړه خبري کوي،ما خو بیخي نه دي اورېدلي چي دوی دي مسافرو ته د سفر د ځنډ او یا په لاره کي د کومي ستونزي خبر ورکړی وي، تل یې همدا یوه خبره کړې چي ټولي لاري د ترافیکو پر مخ خلاصي دي او هیڅ ستونزه نشته،خو حقیقت دا دی چي په هیواد کي د نورو ناخوالو سره سره د لویو لارو ګواښوونکی حالت  سخت د اندېښنې وړ دی.ددې د پاره چي  د اړوندو چارواکو پام  ور  واوړي نوپه نوبت سره به د لویو لارو په سر د پرتو بېلابیلو ستونزو او ګواښونو په اړه مالومات سره شریک کړو.
۱.وسله وال مخالفین:که څه هم د وسله والو ډلو ګواښونه تر پخوا وختونو یو څه کم شوي،ښایې لامل به  یې په لویو لارو د ناټو د هغو کاروانونو نشتوالۍ وي چي پخوا به یې د یوه ځای نه بل ځای ته د بهرنیو ځواکونو لپاره د خوراک،څښاک او نور اړین توکي وړل خو بیا هم کله نا کله د وسله والو مخالفینو او افغان ځواکونو تر منځ نښته را منځ ته کیږي چي د امله یې د هیواد په بېلابیلو سیمو کي لویې لاري د مسافرو پر وړاندي تړلي وي.د سړک غاړي ماینونه هم ډیری وخت د عام ولس  او مسافرو د ژوند اخیستلو سبب کیږي.
۲.غله اوسړي تښتوونکي:دا هغه ګواښوونکې پدیده ده چي د لویو لارو ډیری مسافر  ورسره لاس وګریوان دي،که څه هم د هیواد ټولي لویې لاري ددې پېښو شاهدي ورکوي خو د کابل-کندهار او کندهار-هرات په لویو لارو د غلا او سړي تښتوني پېښي تر ټولو ډېري دي،څو ورځي وړاندي د هرات-کندهار په لویه لاردوه قاضیان د وسله والو له لوري وتښتول شوه چي وروسته بیا دپیسو په بدل کي خوشی شول،ددې پېښي نه ځکه خبر شو چی رسنیو خپره کړه داسي پېښي هره ورځ په دې لویه لار را منځ ته کیږي تاجراو د لویو موټرانو مالکان تښتول کیږي چي بیا وروسته د پیسو په بدل کي خوشي کیږي،په دې لارو تلونکي مسافر د ډار او وېري له کبله د یو ډول روهي فشار سره مخامخ وي،مسافر وړونکي موټران د کاروان په ډول یو ځای سره روان وي تر څو د غلو نه مسافر او ځانونه وساتي خو داسي وختونه هم راغلي چي غله په ارامه ټول کاروان ولوټي،یو یو مسافر تلاشي کړي نغدي پیسې اونور هر څه چي ورسره وي ټول ورنه واخلي او پر خپله لاره ولاړ شي.د لویو لارو په سر  پرتې دولتي پوستې هم تر ډېره بریده نه دي توانېدلي چي د غلو او لوټمارو مخه ونیسي.
۳.ترانسپورتي شرکتونه:د لویو لارو  رغېدلو سره سم  بېلابیلو  ترانسپورتي شرکتونومسافرو ته د لا هوساینی په موخه کار پیل کړ چي دا کار د مسافرو له لوري وستایل شو،مسافرو به د ۳۰۳ډوله نویو موټرانو او استاذانو صفتونه کول،خو د خلګو دا خوښۍ ډیر ژر په غمونو بدلي شوې،د ترانسپورتي شرکتونو خپل منځي سیالیو ډیری کورنۍ د غم په ټغر کښېنولې،د راپورونو له مخي یواځي سږ کال د لویو موټرانو د ټکر او چپه کېدلو په پېښو کي تر پنځه سوه زیات کسان ژوبل او شهیدان شوي.د هرات نه کندهار ته تلونکي مسافر په یوه نیمه بجه ور غوښتل کیږي او بیا تر درې نیمو بجو پوري د اوږده انتظار وروسته حرکت کوي چي دا د ماشومانو او ناروغو مسافرو لپاره جلا سر دردي ده هیڅوک نشته چي ددې شرکتونو د خاوندانو نه پوښتنه وکړي چي ولي پر خپل ټاکلي وخت حرکت نه کوي او ولي په نشیې توکو روږد موټروانان د موټر چلولو ته پریږدي،د مسافرو سره د حیوانانو په څېر ناوړه چلن کیږي،ډیری وخت مسافر د ځای نشتوالي له کبله په ولاړی ولاړ وي په داسي حال کي چي کرایه یې هم پوره ورکړې وي.
۴.د لاري پوستې:هرات-کندهار په لویه لاره د باروړونکو موټرانو نه په دې لاره پرتې ځیني پوستې پیسې غواړي د موټروانانو په وینا چي تر کندهاره رسیږي نود هر موټر نه تر زر افغانۍ یواځي د پوستو عسکر په ناقانونه توګه ورنه اخلي،څو وخت وړاندي په دې اړه دولتي اعلامیه هم خپره شوه چي عسکر دي د موټروانانو نه پیسې نه اخلي،خوپه لویو لارو پرتې پوستې دې امر ته سر نه ټیټوي،پاټکونه یې اچولي او اوس هم د موټروانانو نه پیسې اخلي.
یوه یادونه چي دلته باید وشي هغه دا ده چي یادي پوستې د ملي اردو ځواکونوسره هیڅ تړاو نه لري،هغه سیمو کي چي د ملي اردو پوستې شتون ولري د داسي هیڅ ډول ناوړه پېښي شاهدي نه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *