کلونه کېږې چې د هیواد په سوله او جګړه په اړه سوچ ډوب کړی یم. په دې لاره کې مې لسګونه نړیوالې بیلګې له نظره تیرې کړې. هره پلا چې مې د نورو هیوادونو اړوند مستند فلمونه (داکومینتري)، کتاب، او تحلیل لوستې نو دې پایلې ته رسیدلې یم چې کلې په زور نه کېږې، سوله په زور نه راځي، کورنې بغاوتونه د چړو په ژبه نه حل کېږي او هر کله د شمشیر ځواب شمشیر نه وې.
نړیوالې بیلګې ښایې، هر څومره چې کورنې جګړي اوږدې شې، په همغه اندازه د خپل ولس په هډونو د نفرت دوزخې اور ګرم ساتل کېږې.
یواځې بی پلوه انسانان پدی جګړو کې د خاشاکو نقش اداء کوي مګر ګټې یې د وحشت او دهشت استازو ته رسیږې. دا هغه انسانان دې چې خوراک یې د بل انسان غوښې، څښاک یې د معصومو ماشومانو وینې او بوختیا یې د ملکې ولسونو د انبار شوو جسدونو تماشا ده.
دوی د زر او زور له لاري ټولنې تسخیر کوي، شتمنې یې لوټې او پدی ډول د امریکا د فدرال بانک پخوانې مخکښ برخوال پال-واربرګ د نولسوه یو پنځوسم کال د ادعا د تحقق لپاره لاره برابروي چي د امریکا په کانګرس کې یې وکړه. نوموړی وویل چې غواړم په ټوله نړۍ کي یو حکومت رامنځته کړم.
یواځې یو ملیارد خلک باید د ټولې نړي مشري وکړی او نوره ټوله نړۍ یې بې قید او شرطه اطاعت وکړي. که اړتیا شې نو دا بی شمیره انسانان باید وخت ناوخت د لویو مقاصدو د تحقق لپاره قربانې شې. د امریکا بل لوی شتمن دیوید راکفلر هم د پرمختګ قطعې لار جنګ بلې پداسې حال کې چې جنګ بې له نفرتونو، ویرونو او دردونو بل څه نه زیږوی. ددی ډول مقاصدو د تحقق لپاره اړینه ده ورور د ورور په مقابل کې وجنګیږي.
په دې ډول به نه یواځې مخ پر وده ملتونه پخپل لاس وځپل شې بلکې د لویو قوتونو د بادارې لپاره به بی سیاله لاره هواره شې. که څه هم د نړۍ ولسونه او خاصکر افغان ځوان کهول ددی ډول شیطانې توطیو په راز د پوهیدو په حال کې دې لیکن تر هغې چې نړیوال ولس پوره اګاه شې، اوږد مزل پاتې دې. د نړۍ د جنګې فلسفې خاوندان لا هم په پورته تیورۍ پوره باوري دي او لا هم ورځ په ورځ ټول انسانیت د ټولیز ناورین لور ته نژدی کوي. دا چې د نړۍ کم شمیر خشن انسانان د جنګ مدعیان او اکثریت یې د جنګ قربانیان دې، اړینه می وبلله، د جګړو د تداوم او بایلود په اړه درسره دا لیکنه شریکه کړم.
۲۱ قرن د مدنیت، جوړښت او عصریتوب زمان بلل کېږې. نړۍ د بیدارۍ په حال کې ده. د نړۍ زورور خپلو موخو ته د لاس رسۍ لپاره ټول شونې او ناشوني تکتیکونه کاروي، یو شمیر موخې یې تر لاسه شوې لیکن په ټوله کې یې مغرض خوځښتونه ددی باعث شوې چې بی وزله نړیوال د جګړو د ښامار منګولو ته وغورزوي. که څه د نړۍ تاریخ د بدو انسانانو د بدو کړنو عواقب بار بار لیکلې لیکن بیا هم په زجر او نفرت میین خلک پخپل تیاره راتلونکې اغماض کوي. د بیلګې په توګه، د فرانسې ناپلیون د اروپا ۷۰ ملیونه خلک تر چغ لاندی کړل لیکن روسیې په ۱۸۱۲ کال کې مات او بریتانیا په ۱۸۲۱ کې په ډیر حقارت وواژه.
بریتانیا ۸۹ کاله هند زندۍ کړی وو لیکن بالاخره یې اسیا د نه جبرانیدونکو زیانونو د تقابل له وجهې مجبورآ په ۲۰ قرن کې پریښوده. روسیې په افغانستان کې ماتې وخوړه، امپراتوري یی ګډه وډه شوه او انګیزو یې د برلین دیوال چپه کړ لیکن بیا هم ددی تړلې نړۍ یرغلګر خپلو غلطیو ته زیر نه شو. ددې لپاره چې په ۲۱ قرن کې د نړۍ د لویو ځواکونو د ژوند او جنګ په فلسفه پوی شې، اړینه ده امریکایې فلم ( جنګ سالار) فلم تماشا کړۍ.
د فلم په پیل کې نیکولس کېج وایې چې دمګړۍ په ټوله نړۍ کې ۵۵۰ ملیونه غیر قانونوې وسلې شتون لري. د نړۍ هر دولسم انسان ټوپک لري مګر دا چې باقې ۱۱ نفره نور څنګه په وسلو سمبال شې، د فلم بهیر تعقیب کړې. نوموړی زیاتوي، هغه مقدار وسلې چې زه یې په ټول کال کې نا امنه هیوادونو ته رسوم، د امریکا د ولسمشر د یوې ورځې د انتقال اندازه ده نو ځکه نه شونې ده او نه سمه چې څوک زما کړنو ته د انتقاد په سترګه وګوري. دا فلم د نړیوالو لویو ځواکونو د دریځ رښتونې انځورګري کوي لیکن دا چې افغان ولس، افغان دولت، او افغان مخالفین د بهرنیو د توطیو ښکار نه شې، اړینه ده د نورو مستندو معلوماتو لپاره د جنرال بولجر کتاب (ولې مو جګړې بایلودې) چې ما پښتو ته ژباړلې، له نظره تیر کړۍ. پدی کې شک نشته چې ددی ناورین حل به اوږده زمانه ونیسې لیکن د مخ پر وده هیوادونو او ولسونو لپاره به رغاویز دریځ دا وې چې د خپل تاریخ د زړه بوګنوونکو حوادثو نه زده کړه وکړي، یو بل وبخښي او سولیزه انګیزه د ژوند موخه وګرځوي.
د مثال په توګه، لویدیز او ختیځ جرمنې سره یو ځای شو، روسې په ټوله معنې د هټلر تادا هیره کړه، د جنوبې افریقا تور او سپین سره یو ځای شو، په امریکا کې د داکتر لوتر کېنک هڅو ولسونه یو ځای کړل او په روندا هیواد کي د هوتیانو په لاس د توتسیانو د قتل عام غج اغستنه ودریده. هر لور ته جګړي وشې لیکن وروستې حل یې په خبرو، بخښلو او تیرو پاتو په هیرولو رامنځته کېږي. افغانستان هم د لسګونو کلونو راهیسې د خپل منځیو جګړو او د بهرنیو مداخلو ښه بیلګه ده چي هیواد یې د وژنو په ننداره بل کړی دی.
ولې مو جګړې بایلودې کتاب په ۱۹۹۰ کال کې په عراق د امریکا او نړۍ د یو ملیونیز عسکریز یرغلیز له ورځو پیل کېږې لیکن د ټولو امریکایې جګړو د نسبې تاریخ اوږد تومار پکې رانعاړل شوی دی. سره ددې چې جنرال بولجر نظا��ې مخینه لري لیکن د تاریخ په علم کې یې تعمق او استدلال د حیرانۍ وړ خبره ده. نوموړی چې د ۲۰۰۱ کال راهیسې د عراق او افغانستان په جګړو کي خپلې ژوندۍ تجربې بیانوي، دې پایلی ته رسیږي چې لا تر اوسه په عراق او افغانستان کې د امریکا په دواړو جګړو د مطلقې ناکامې اطلاق کېدای شې. سره ددې چې نوموړی افغانستان د یرغل سیمه نه ګڼې او کاږي چې د افغانستان سوق الجیشې جوړښت پخپل سر د بهرنیو لپاره د مرګ سبب ګرځې، زیاتوي چې د افغانستان په اړه د واشنګټن میشتو کمه پوهه، د امریکایې سیاسیونو او نظامې جنرالانو تر منځ د همغږې نه شتون، د مسلې حل یواځې په څټک او سندان کې لیدل، طالب لوری سره یواځې د زور په ژبه خبری کول او د پاکستان په دوه اړخیز نقش اغماض ددی سبب شو چې امریکایان په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان نه ووځې او افغانستان د سیمې هیوادونو سیالې ته پریږدې.
جنرال مکرسټل چې د افغانستان په جګړه (جون ۲۰۰۹-جون ۲۰۱۰) کې د ایساف د ځواکونو مشر وو، د افغان د جګړي د ماتې اصلې لامل د نړیوالو ځواکونو لخوا افغانې دودونو ته نه درناوې په ګوته کوې. د ملکې وګړو مرګ ژوبله، د شپې لخوا د افغانانو په کورونو چاپې، په سپیو د کورونو پلټل او اسلامې مقدساتو ته سپکاوي چې ښه بیلګه به یې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکایې ځواکونو لخوا په باګرام کې د قران کریم سوزول وې، ددې جګړی د ماتې د اصلې دلایلو په حیث پیژندل کېدای شې. که څه هم د کتاب محتوی د افغانستان د جلالتماب ولسمشر حامد کرزې په اړه زړه نازړه ده لیکن لیکوال اعتراف کوي چې ولسمشر کرزي ملتپال، زړه سواند او تر بل هر چا ښه د خپل هیواد په ښکته پورته اګاه رهبر دې.
زما (ژباړن) په اند ولسمشر کرزی د تاریخ هغه رهبر دې چې پوهیده د نړۍ د ستر زبرځواک سره په ډغره دې لیکن هیڅکله یې هم د ملت د ښیګڼو په ساتنه کې له چا سترګه ونه سوزیده. دا چې بعضې شناندې یې په اړه بل ډول دریځ لري، راتلونکې تاریخ به یی روښانه کړي. د ولسمشر کرزی د امنیتې سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا د قول پر بنسټ، هغه مهال چې ولسسمشر کرزي د امریکایې فوځونو لخوا په ۲۰۰۸ کال کې د ملکې وګړو مرګ ژوبله په سختو ټکو وغندله نو د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کوندلیزا رایس ولسسمشر کرزي ته اخطار ورکړ چې که ولسمشر کرزی پخپل دریځ بیا ځل فکر ونکړي نو شونې ده امریکا به د افغانستان او کرزي په اړه دریځ بدل کړي. همدا مسله د امریکا نامتو لیکوال توماس انګلهارد په لا ډیرو روښانه ټکو لیکلې ده. نوموړی وایې چې د ۲۰۰۱-۲۰۱۳ کلونو ترمنځ امریکا په یمن، سوریه، عراق او افغانستان کې لږ تر لږه ۸ ځلې په ودونو او دودیزو مراسمو بمونه غورځولی او بی شمیره بی ګناه ملکې وګړې یې وژلی دی.
نوموړی وایي، کله چې امریکایې الوتکو د ۲۰۰۸ کال د سپتمبر په ۱۵ نیټه د هرات په عزیزاباد کلې کې په یوه واده بمب وغورځوه او ۱۲۰ تنه ماشومان، ښځې، سپین ګیرې او ځوانان یې ووژل، دا واقعه په حقیقت کې د امریکا او ولسسمشر کرزې ترمنځ د بیلتون لامل شوه. د امریکا ټول لیکوالان، شناندې او نظامې جنرالان پدی عقیده دې چې د افغانستان په جګړه کې داسې اشتباهات ترسره شوې دې چې په پایله کې یې د ولسمشر کرزي-غرب ترمنځ اړیکې وشکېدې او په لوی لاس جګړه بی ګټې اوږده شوه.
جنرال بولجز وایې چې په افغانستان له یرغله وروسته یو شمیر طالبان سولې ته لیوال وو او غوښتل یې چې د بحران وروستې حل په سولیز تعامل کې رامنځته کړي لیکن پخپل نظامې ځواک غره امریکا او د امریکا په طرفدارۍ یو شمیر فرصت طلبه پښتانه او تاجک ملیشه پدی عقیده وو چې نور نو باید د طالب په نامه داسې کوم څیز شتون ونلري چې د دوې خوب وتختوي. دا هغه غلطه فرضیه وه چې نه یواځې د زرګونو بی ګناه انسانانو د وژنو باعث شو بلکې د جګړو طرز یی بدل کړ. نه یواځې جنرال بولجر پاکستان د طالبانو په ��طلق ملاتړ تورن کړی بلکې د امریکا ټول سیاستوال پدی عقیده دې چې پاکستان په افغان جګړه کې دوه ډوله نقش اداء کړي دی. هیلري کلنټن وایې، که څه هم امریکا تر اوسه پاکستان ته د تروریزم د مقابلې لپاره ۱۷ بلیونه ډالر ورکړی دی لیکن د پاکستان د اردو او ملکې سیاست ترمنځ چاودون د امریکایې ځواکونو د وژل کېدو او افغان جګړی د اوږدیدو لامل شو. لیکوال زیاتوې، که څه هم افغان دولت د پخوا په پرتله غښتلی امنیتې ځواک لري لیکن پاکستان تل د افغانستان سره د ۲۴۲۰ کېلو مترو اوږدې پولی په سر قبضه خپل مسلم حق ګڼې. د افغانستان د دولت لخوا د ډیورند کرښه په رسیمت پیژندل کېدل او پدی هیواد کې د هندوستان د نقش کمیدل د پاکستان هغه رسمې دریځ دې چې نه یواځې د تحقق لپاره یې پاکستان تلاش کوي بلکې هر مشروع او نا مشروع تکتیک تر عمل لاندې نیسې.
هغه مهال چې د امریکا د مرکزې قوماندې مشر تومې فرانکس د افغانستان په اړه عملیاتې پلان جوړوه نو ډاډه وو چې تر هر څه لمړي باید طالبان له منځه یوړل شې، د قدرت سمبالښت اسانه مسله ده. د لیکوال په قول، د افغانستان د خلکو د روان، ذهنیت، دود او ځان غوښتنو په اړه د امریکا ناپوهې ددي باعث شوه چې ۲۳۰۰ نور امریکایان هم خپل ژوند له لاسه ورکړي او زرګونه بی ګناه افغانان د غلطو پالیسیو قرانې شې. هغه مهال چې د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایدن په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان ته راغې نو د معمول په څیر یې د امریکایې سرتیرو سره خبری اتری وکړي. له ډیرو عسکرو یې وپوښتل چې تاسې ولی په افغانستان کې جګړه کوۍ؟ له یوه عسکره پرته چې وویل، ددې هیواد د ابادۍ لپاره جنګیږم، د نورو ټولو ځواب دا وو: (نه پوهیږم).
د جګړو د انګیزو، موخو، مودې، دښمن او دوست په اړه د روښانه تعریف او دریځ نه شتون هر کله او هر زمان د ماتې سبب ګرځې او افغان-امریکا جګړه یې په تاریخ کې ښه بیلګه ګڼل کېدای شې. د جګړو ګټل مرال، مرام، پلان، فکري جوړښت او مالې سرچېنې غواړي. که څه هم امریکایې عسکر په بشپړ ډول په وسلو سمبال وو لیکن نه یواځې عسکر د جنګ په انګیزه نه پوهیدل، امریکایې نظامي افسران هم د جګړی او تر جګړي وروسته په بیا رغاویز پړاو کې ګیچ شوی وو. زه ژباړن پدی اند یم چې د افغانستان په اړه د امریکا او ناټو ازمایښتې دریځ په بشپړ ډول د تشویش وړ خبره وه. لکه څنګه چې د ویتنام جګړه د بعضي امریکایې نظامي افسرانو لپاره د رتبې د لوړیدو باعث شوه ، دا جګړه هم د ناټو د غړو هیوادونو لپاره د تفریح، سیاحت، افغان جګړي تجربې او نړۍ لید د درلودو په معنې وه.
که د افغان-امریکا جګړی د منځ خبری ولولو، نو پوهیږو چې نه یواځې پدی جګړه کې د ناټو غړو هیوادونو نقش اغیزمن نه وو بلکې د جګړي د ټول بهیر د کمزورۍ لامل هم شو. د سیا د مشر جورج تینټ د ادعا سره سم چې طالبان د ۹/۱۱ په حادثه کې د اسامه بن لادن په څیر په یوه اندازه ګرم دې، پر افغانستان یې یرغل ته مشروعیت ورکړ.
هغه مهال چې د طالبانو رژیم په لمړیو دوه میاشتو کې له منځه لاړ او اسامه له توری بوری پاکستان ته وتیښتید، اړینه وه امریکایان بیرته خپلو کورونو ته تللې وې لیکن دا چې ولسمشر بوش ادعا کوله ترڅو د افغانستان تعلیمې نظام ورغوي، دیمکراسې رامنځته کړي، اقتصاد پیاوړي کړي، رښتیا هم ګټورې ژمنې وې لیکن سولې ته پام نه کول، په لوی لاس ملیونونه ډالر د مافیایې کړیو جیب ته غورځول، د فساد په وړاندي ناخبري ښودل، په کلنې ډول د ۸۵ بلیونیز نشه یې توکو سوداګري عامول، د ترویزم، سولې، دوست او دښمن تعاریف سره ګډ وډ کول، او په ۲۰۱۴ کال کې، هغه مهال بیا ځل افغانستان یواځې پریښودل چې دا هیواد د سیمې او منطقې د سیاست او سیالې په ډګر بدل شوی، د فکری تعمق او اندیښنې مسایل دې. هیڅ سالم منطق په افغانستان کې د رامنځته شوو پرمخګتونو نه سترګې نه شې پټولې لیکن هغه ملیاردونه ډالر چي په افغان ولس حساب شو، د ولسمشر داکتر اشرف غنې احمدزي په وینا (عادلانه نظام لار کتاب) په هر یو ډالر کې ۷۵ سنټه بیرته خارج ته تللې او ۲۵ سلنه یې په هیواد کې مصرف شوی دی. مونږ په رامنځته شوو پرمختګونو د خوښۍ احساس کوو لیکن د ژوند امکانات هغه مهال با ارزښته وې چې ولس یی د کارولو فرصت په لاس کې ولري. په افغانستان کې د امریکایې قومندان، جنرال کمبل په وینا چې د ۲۰۱۳-۲۰۱۴ کلونو په ترڅ کې یواځې ۷۰۰۰-۹۰۰۰ افغان عسکر وژل شوی، د افغان جګړی د دهشت او دروندوالې انځورګري کوي. سوله د افغان ولس یواځینې ارزو ده. سوله همت، حکمت او اراده غواړي. هغه افغان طالبان چې دا ګړۍ د افغان دولت په وړاندې جنګیږې، اړینه دولت د خپل رسمې دریځ له مخې د هغوی سره د راکړي ورکړي په فرمول په سوله رضا شې. د نړۍ په تاریخ کې به څوک ونه وایې چې د دوه اړخونو ترمنځ د سولې خبرې په راکړه ورکړه نه دی رامنځته شوې.
که څه هم تر ډیره حده افغان جګړه نړیوال دلایل او سیمیزې انګیزې لري لیکن که افغان دولت، مخالف لوری، قومې مشران، ولس، رسنۍ پدی برخه کې رغنده او بې پلوه نقش ولوبوې، لری نه ده چې دا ولس به د سولې خاوند شې. تیر دیارلس کاله جګړي د افغان ولس د زړه زور اوبه کړي. هر هغه څوک چې په لوی لاس ددې جګړی اوږدول غواړي، باید وپوهیږې چی نه یواځې دا جګړې انسانې ارزښتونه له منځه وړي، بلکې لري نه ده چې ددی دوزخې اور لمبې یې د کور انګړ په لمبو ډک کړي.
د خدای لپاره، نور مو ولس ته سوله راوړۍ. دا چې افغان ولس له جنګه ستومانه شوي، هر وګړي روحآ یا جسمآ ازار شوي، بی شمیره میندي بوری شوی او نور نو دا ولس د غم او ویر توان نه لري، د افغانې او انسانې مسولیت له مخې مې د جنرال بولجر کتاب په سختو حالاتو کې وژباړه ترڅو افغان ژوندی ولس، حکومت، طالب، دوست، مخالف، موافق او هر انسان چې د وطن په وړاندي د مکلفیت احساس کوي، له نظره تیر کړي او د راتلونکو فجایعو مخه ونیسې. دا ژباړل شوی کتاب نه یواځې د ټوپک پر میل غږیږي بلکې د جګړو پر دسپلین، اصولو او د ۲۱ قرن د سیاست په نازکېو یې هم پوره رڼا اچولې ده ځکه نو ځوان نسل ته ددې نسخې لوست تر حده ډیر اړین دې. یادښت: دا کتاب هغه مور ته ډالۍ چې زما په روزنه یې د خپل ژوند ټولې خوږې شیبې قربان کړې. انتظار خادم واشنګټن- امریکا