پطروس بخاري

دوهمه برخه

کتاب: د پطرس لیکنې

لیکوال: پطرس بخاري

ژباړه: رحمت شاه (فراز)

***

کله مې چې تر یوه نیمې میاشتې پورې د شخصیت او پر شخصیت باندې د لیلیې د ژوند پر اغېزو، وخت په وخت د خپلو افکارو او خیالاتو څرګنداوی وکړ، نو یوه ورځ پلار رانه وپوښتل: 

((اخر له شخصیت څخه ستا مراد څه شی ده؟))

ما له خدای څخه همدا غوښتل چې ماته د یو څه ویلو موقع را کړي. ما ورته وویل: ((وګورئ کنه. مثلاً یو زده کوونکی ده، هغه په پوهنتون کې زده کړې کوي. اوس یو خو د هغه ذهن ده، او بل یې بدن ده. د بدن روغتیا هم اړینه ده. او د ذهن روغتیا خو ده اړینه. خو له دې دواړو نه ور هاخوا یوه بله خبره هم شته چې د هغه له مخې یو انسان پېژندل کېږي. زه هماغه ته شخصیت وایم. د هغه اړیکه نه له بدن سره وي، او نه له ذهن سره، کېدای شي چې د یوه سړي بدني روغتیا ښه نه وي، او ذهن یې هم بیخي پوچ وي، مګر بیا یې هم شخصیت… نه خیر ذهن خو باید پوچ نه وي، که نه بیا خو  هغه انسان لېونی وي، مګر که بیا هم همداسې وي. نو بیا هم… ګنې شخصیت یو داسې شی ده… صبر وکړئ، یوه شېبه وروسته یې درته وایم.))

د یوې شېبې پر ځای پلار نیم ساعت وخت راکړ او په پټه خوله زما ځواب ته په تمه وو، او له هغه وروسته له هغه ځایه پاڅېد او لاړ. 

درې څلور ورځې وروسته مې خپله تېروتنه احساس کړه، ما باید شخصیت نه، د سیرت ټکی کارولی وی. شخصیت یو بې رنګه غوندې لفظ ده. د سیرت له لفظ نه د نېکۍ چینې را خوټېږي. نو ما د سیرت ټکی خپل تکیه کلام کړ. خو دې هم ګټه ونه کړه. پلار مې وویل: ((آیا له سیرت څخه ستا مطلب چال چلند ده او که کوم بل څه؟)) ورته مې کړل: ((چال چلند یې وبولئ.))

((نو ګوندې د ذهني او بدني روغتیا سربېره چال چلند هم باید ښه وي.))

ومې ویل: ((بس همدا خو زما موخه ده.))

((او دا چال چلند په لیليه کې ښه کېږي.))

لږ داسې په ټیټ غږ مې ورته کړل: ((همداسې ده.))

((یعنې په لیلیه کې مېشت زده کوونکي د لمانځه او روژې زیات پابند وي، د هېواد خدمت ډېر کوي، ډېر رښتیني وي، او ډېر نېک وي.))

ومې ویل: ((هو.))

ويې ویل: ((هغه ولې؟))

د دې پوښتنې ځواب یو ځل مدیر صېب د انعاماتو د وېش په غونډه کې په ډېر څرګند ډول بیان کړی وو، خو درېغه درېغه، هغه وخت مې په ښه توجه غوږ ورته نیولی وی.

له دې وروسته مې یو ځل بیا ټول کال د ماما په کور کې همدا سندره: ((که ژوند وي، د خزان ورځې به هم تېرې شي.)) بلله.

هر کال به زما پر عریضه همداسې د محشر ورځ وه، خو ما خپل مرال له لاسه ور نه کړ. هر کال به له ماتې سره مخ کېدم. مګر هر کال به مې د اوړي په رخصتیو کې له پخوا نه په زیات ټینګار او جذبې سره د تبلیغ کار ته کش ورکړی وو. هر وار به مې نوي نوي دلایل وړاندې کول، له نوو نوو بېلګو نه به مې کار اخیسته. کله چې د شخصیت او سیرت له مضمون څخه ثمره لاسته رانغله، نو بل کال مې د لیلیې د ژوند پر نظم او قوانین تبصرې وکړې. په دا بل کال مې دا دلیل وړاندې کړ چې په لیلیه کې د اوسېدو له لارې له پروفیسورانو سره د لیدو کتو فرصتونه ډېر وي. او له ((پوهنتون څخه دباندې)) انسان له دې لیدنو څخه محرومه وي. راتلونکي کال مې دا مضمون په دې ډول ادا کړ چې د لیلیې هوا او موسم ډېر ښه وي. پاکوالي ته ډېره خاصه پاملرنه کېږي. د میاشو او مچانو د وژلو لپاره څو څو کارکوونکي ګمارل شوي وي. په راتلونکي کال مې داسې عرض ورته وکړ چې کله لوی لوی مامورین د پوهنتون د ارزونې لپاره راځي نو د لیلیې زده کوونکو ته بېل بېل لاس ورکوي، له دې نه د انسان دبدبه زیاتېږي خو څرنګه چې وخت تېرېده، زما په وینا کې هم جذبه او ولوله زیاتېده، خو معقولیت يې په کمېدو وو. په پیل کې به د لیلیې پر موضوع باندې پلار سم رسمي بحث راسره کاوه. خو یو څه موده وروسته به یې یوازې یو ((نه)) وویل. تر یو کاله پورې یې خبره په خندا کې تېروله. او اخر نوبت دې ته راورسېد چې د لیلیې د نوم په اورېدو به یې په طنزیه خندا کې د تشریف وړلو امر راته وکړ.  

د هغوی له دې چلند نه دا اټکل مه کوئ چې د هغوی مینه او شفقت کم شوی وو، هېڅکله نه، بس حقیقت دا دی چې د و څو بدو پېښو له امله په کور کې زما اقتدار یو څه کم شوی وو. 

کیسه دا وشوه چې کله مې لومړی ځل د څوارلسم امتحان ورکړ، نو ناکامه شوم. په دا بل کال بیا همدا پېښه راسره وشوه. له دې نه وروسته هم چې کله درې څلور ځله همدا کیسه وشوه نو د کورنۍ غړو زما له هیلو سره لېوالتیا او دلچسپي پرېښوده. په څوارلسم کې د بیا بیا ځلې ناکامۍ له امله زما په وینا کې خو یو سوز خامخا پنځېدلی وو، خو خبرو مې هغه پخوانی شور او نظر مې هغه پخوانی دروندوالی او وقعت له لاسه ورکړی وو. 

دلته غواړم د طالب علمۍ د هغه دور حالات په یو څه جزیاتو بیان کړم. ځکه یو خو به له دې نه زما د ژوند له لوړو  ژورو څخه په ښه ډول خبر شئ، او ورسره به د پوهنتون د ځینو بې چوکاټیو راز هم درباندې روښانه شي. 

زه په لومړي کال په څوارلسم کې ولې ناکامه شوم؟ پر دې پوهېدل ډېر اسانه دي. خبره دا وه چې کله مې د دولسم ازموینه ورکړه نو دا چې ښه د زړه له اخلاصه کار مې کړی وو، له همدې کبله بس ((یو څه)) کامیابه غوندې شوم. په هر حال ناکامه خو نشوم؛ که څه هم پوهنتون خو زما یادونه په ډېرو ښو ټکو وکړه خو د ریاضي په اړه یې ارشاد دا وو چې یوازې د دې مضمون ازموینه داسې یو  نیم ځل بیا ورکړه. (داسې امتحان ته په اصطلاح کې کمپارټمنټ ویل کېږي. کېدای شي د دې لپاره چې که چېرته له خوښې پرته د خپلې لارې له مسافرو سره کوم څوک سفر کوي، نو پر نقل کولو ډېر سخت بندیز وي.))

اوس چې کله څوارلسم ته ور داخلېدم، نو فکر مې وکړ چې په څوارلسم کې به ریاضي غوره کړم. په دې ډول به د کمپارټمنټ د ازموینې لپاره بې ځایه زیار هم نه وي پکار. خو ټولو خلکو دا مشوره راکړه چې ریاضي مه غوره کوه. کله مې چې د لامل پوښتنه ورڅخه وکړه نو هېچا هم معقول ځواب را نه کړ، خو کله چې مدیر صېب هم مشوره راکړه نو بیا مې ورسره ومنله. په دې ډول په څوارلسم کې زما مضامین انګلیسي، تاریخ او فارسي شوو. ترڅنګ مې د ریاضي د ازموینې لپاره هم چمتوالی نیوه. په دې معنا چې د درې په ځای څلور مضمونونه مې لوستل. له دې امله به چې کوم حالت رامنځته شوی وي، د هغه اټکل خو یوازې هماغه خلک کولی شي چې د پوهنتون په ازموینو کې کافي تجربه ولري. زما د مطالعې قوه تیته او پاشلې شو، او افکار مې خواره واره شول. که ما د څلورو په ځای یوازې درې مضمونونه لوستلی، نو کوم وخت مې چې اوس څلورم مضمون ته ورکاوه. هغه به مې هم وېشلی وو او دې درې مضمونونو ته به مې ورکړی وو. تاسې باور ولرئ چې په دې ډول به یې ډېر فرق کړی وو، او فرض کړئ که مې هغه وخت په درې واړو نه وی وېشلی، بلکې ټولټال وخت مې یوازې یوه مضمون ته ځانګړی کړی وی، نو لږ تر لږه په هغه مضمون کې خو هرومرو بریالی کېدلم. خو په اوسنیو حالاتو کې څه چې لازمي وو هماغه وشوو. یعنې دا چې ما یوه مضمون ته هم څومره یې چې حق وو، توجه ونه کړه. د کمپارټمنټ په ازموینه کې خو بریالی شوم، مګر په څوارلسم کې په انګلیسي کې ناکامه شوم. هغه خو به کېدل ځکه انګلیسي زموږ مورنۍ ژبه نه ده. پر دې سربېره په تاریخ او فارسي کې هم پاتې راغلم. اوس تاسې فکر وکړئ چې کوم وخت مې د کمپارټمنټ ازموینې ته ورکړی وو، که مې هغه وخت هلته نه وی تېر کړی بلکې د هغه په ځای… خو خیر دا خبره مې مخکې هم وکړه. 

په فارسي  کې د داسې شخص ناکامېدل چې له یوې علمپاله کورنۍ سره اړیکه لري، د خلکو لپاره د ډېرې زیاتې حیرانۍ لامل شوه. او که رښتیا ووایم نو زه هم پر دې ډېر سخت وشرمېدلم. خو خیر راتلونکی کال د شرم دا داغ رانه ایسته شو. او زه په فارسي کې بریالی شوم، او له هغه نه راتلونکي کال په تاریخ کې بریالی شوم، او په را روان کال په انګلیسي کې. 

اوس د قانون له مخې یې باید د څوارلسم سند را کړی وی. خو د پوهنتون د دې ماشومانو ضد به څه درملنه وکړې چې په درېواړو مضامینو کې په یو وخت کامیابېدل اړین دي. ځینې طبیعتونه داسې وي چې تر څو پورې وحدت ورته میسر نه شي، مطالعه نه شي کولی. آیا اړینه ده چې د هغوی له ذهن څخه د هفت سین سترخان جوړ شي. ما هر کال خپله ټوله توجه یوازې یوه مضمون ته ورکړې وه او په هغه کې بریالی هم شوم چې شاید او یا باید، پاتې دوه مضمونونه مې نه دي کتلي، خو دا مې ثابته کړه چې که زه هر مضمون وغواړم په هغه کې بریالی کېدلی شم. 

تر اوسه پورې خو په دوو دوو مضامینو کې پاتې راتلم، خو له دې وروسته مې هوډ وکړ چې تر څو امکان لري خپله مطالعه به پراخوم. د پوهنتون بې معنا او احمقانه قوانین د خپلې خوښې مطابق نه شم بدلولی، نو پکار ده چې پخپل طبیعت یو څه سختي وکړم. مګر هر څومره مې چې غور وکړ دې پایلې ته ورسېدم چې په درې واړو مضامینو کې په یو وخت کامیابي لاسته راوړل د اوس لپاره خو سخته ده. ښه به وي چې لومړی په دوو دوو مضامینو کې د کامیابۍ لپاره هڅه وکړم. په دې اساس، په لومړي کال کې په انګلسي او فارسي کې کامیاب شوم. او په دوهم کال په فارسي او تاریخ کې. 

په کومو کومو مضامینو کې چې څنګه څنګه ناکام شوی وم، په لاندې نقشه کې ښودل شوي: 

۱) انګلیسي … تاریخ … فارسي. 

۲) انګلیسي … تاریخ. 

۳) انګلیسي … فارسي. 

۴) تاریخ … فارسي. 

ګواکې په کومو کومو لارو چې په دوو دوو مضامینو کې ناکامېدلی شوی هغه ټولې لارې مې لنډې کړې. له دې وروسته زما لپاره په دوو مضامینو کې ناکامي ناشونې وه. او په یوه یوه مضمون کې د ناکامۍ وار راغی. نو له لاندې نقشې سره سم زما ناکامي پیل شوه: 

۵) په تاریخ کې ناکام. 

۵) په انګلیسي کې ناکام. 

دا ځل له ازموینې وروسته مې چې کله خپلې پایلې مخې ته راته کېښودې او غور مې وکړ نو ثابته شوه چې د غم شپه راتلونکې ده. ومې لیدل چې اوس زما د ناکامي یوازې یوه لاره پاتې ده. هغه دا ده چې په فارسي کې ناکامه شم. خو له هغه وروسته خو کامیابېدل لازمي دي که څه هم دا پېښه به ډېره زړه بوږنوونکي وي. خو په دې کې دا مصلحت هرومرو نغښتی دی چې په دې ډول به یوه پېچکاري راولګېږي. بس همدا یو کمی پاتې وو. دا ځل په فارسي کې ناکامېږم، او راتلونکي کال به خامخا کامیاب شم، نو له اوم ځل ازموینې وروسته په ډېرې بې صبرۍ د ناکامۍ لپاره انتظار وم. دا انتظار په اصل کې د ناکامۍ لپاره نه وو بلکې د دې خبرې لپاره وو چې له دې ناکامۍ وروسته به را روان کال د تل لپاره له څوارلسم څخه بریالی شم. 

هر کله به چې له ازموینو وروسته کور ته راغلم، نو مور او پلار به مې دمخه لا د پایلې لپاره اماده کړل. ورو ورو نه، بلکې ناڅاپه او سمدستي، په ورو ورو اماده کولو هسې وخت ضایع کېږي. او بې ځایه یوه پرېشاني غځېږي. زما قانون دا وو چې څرنګه به ورننوتم، وبه مې ویل چې لږ تر لږه دا کال خو نه شم بریالی کېدلی، مور او پلار به مې اکثر باور نه کاوه. په دې وخت کې به مې طبیعت ډېر دروند غوندې شو. زه ښه پوهېدم چې په ازموینو کې مې څه را لیکلي دي. ښه پوهېږم چې د ازموینو کتونکي یې که د نشې په حالت کې ونه ګوري، نو زما کامیابي خو له بالکل ناممکنه ده. غواړم چې زما ټول خیر غوښتونکي هم په دې خبره باوري شي تر څو کومه صدمه ونه ویني. خو زما خیر غوښتونکي زما ټول تفصیلات یوازې زما عاجزي ګڼي. په وروسته کلونو کې به مې پلار سمدستي باوري شو ځکه چې تجربې دا ورته ثابته کړې وه چې زما اټکل ناسم نه وي، خو د ها خوا دې خوا خلکو: ((نه نه صاحبه))، ((نه یاره دا څه وایې.))، ((نه دا هم نو اوس خبره شوه.)) په جملو تر پوزې رسولی وم. په هر حال اوس دا ځل چې څرنګه کور ته راورسېدم، له خپل عادت سره سم د خپلې ناکامۍ وړاندوینه مې وکړه. زړه مې ډاډه وو چې بس دا مې وروستی ځل ده. را روان کال ته به د داسې وړاندوینې هېڅ اړتیا نه وي. 

جوخت دا فکر هم ورسره راغی چې د لیلیې کیسه هم باید بېرته پیل کړم. اوس خو د پوهنتون یوازې یو کال پاتې دی. اوس هم که د لیلیې ژوند را په برخه نه شو، نو بیا خو ووایه چې ټول ژوند له ازادۍ څخه محروم شوې. له کوره ووځه او د ماما په کوډله ورننوځه، او د ماما له کوډلې چې ووتلې، نو کېدای شي خپله یوه کوډله به جوړوې. د خپلواکۍ یو کال. یوازې یو کال او دا وروستی فرصت ده. 

د وروستي ځل لپاره مې د عریضې کولو لپاره ټول اړین مواد په ډېر احتیاط را ټول کړل، له کومو پروفیسورانو سره چې اوس د هم سن کېدو ویاړ را په برخه وو، د هغوی پر وړاندې مې په ډېرې بې باکۍ سره خپلې هیلې څرګندې کړې او د هغوی په لاس مې خپل پلار ته لیکونه ولیکل چې را روان کال ته دا هلک هرومرو لیلیې ته را ولېږئ. د ځینو بریالیو زده کوونکو په پلرونو مې هم په اړونده مضمون ځینې عریضې ولیکلې. پخپله مې له حساب-کتاب وروسته ثابته کړه چې له پوهنتون څخه چې څومره هلکان بریالي کېږي، له هغوی څخه ډېری یې په لیلیه کې ژوند کوي، او د پوهنتون کومه دنده، انعام یا مډال خو له لیلیې څخه دباندې کله وتلی هم نه ده. زه حیرانه وم چې دا دلیل مې مخکې ولې ذهن ته رانغی. ځکه دا دلیل ډېر ګټور تمام شو. د پلار انکار  د نرمېدو ترڅنګ په غور او فکر باندې واوښت، خو بیا یې هم له زړه څخه دا شک لرې نه شو. ویې ویل: ((زه په دې نه پوهېږم چې که یو هلک له درس سره مینه ولري، هغه یې د لیلیې په ځای په کور کې ولې نه وشي ویلی.))

ځواب مې ورکړ چې په لیلیه کې هغه علمي فضا غوړېدلې وي، چې د ارسطو او افلاطون له کور نه پرته د بل هېچا په کور کې هم د لاسرسي وړ نه وي. په لیلیه کې هر چاته چې وګورې، د علومو په سیند کې ډوب ښکاري، سره له دې چې په هره لیلیه کې دوه دوه درې درې سوه هلکان اوسېږي، خو بیا هم داسې چوپه چوپتیا خوره وي چې هدیره ښکاري. علت یې دا دی چې هر څوک په خپل خپل کار لګیا وي. د ماښام پر مال د لیلیې په انګړ کې زده کوونکي ځای ځای په علمي بحثونو کې بوخت ښکاري. سهار وخته هر زده کوونکي یو کتاب په لاس کې نیولی د لیلیې په پارک کې ښکته او پورته کېږي. د ډوډۍ په خونه کې، د عامه ناستې په خونه کې، په حمامونو کې، په دهلېزونو کې، هر ځای خلک د فلسفې، ریاضي او تاریخ په اړه خبرې اترې کوي. څوک چې له انګلیسي ادب سره لېوالتیا لري، هغوی شپه ورځ پخپلو منځونو کې د شکسپیر په څېر د خبرو اترو تمرینونه کوي. د ریاضي زده کوونکي ځان عادت کوي چې خپل هر فکر د الجبرې په ژبه بیان کاندي. د فارسي زده کوونکي پخپلو منځونو کې د رباعیاتو تبادلې کوي. د تاریخ مینوال…))

پلار اجازه راکړه. 

اوس یوازې دې ته په تمه وم چې کله ناکامه شم، او د راتلونکي کال لپاره خپله عریضه ورته ولېږم. په دې جریان کې مې ټولو هغو ملګرو ته لیکونه ولېږل چې باوري وم چې را روان کال ته به مې بیا هم د هغوی ملګرتیا په برخه وي او هغوی ته مې دا زېری ورکړ چې را روان کال به د تل لپاره د پوهنتون په تاریخ کې د خاطرې په ډول پاتې وي ځکه چې زه د ښوونیز ژوند له یوې پراخه تجربې څخه برخمن انسان لیلیې ته ور روان وم. او له دې لارې به نوي زده کوونکي په وړیا ډول له ما څخه ګټمن شي. لیلیه مې پخپل ذهن کې د هغې مهربانه مور په څېره کې انځور کړه چې شاوخوا یې بې تجربې زده کوونکي د چرګوړو په څېر منډې را منډې وهي. سرپرست صاحب چې یو وخت زما ټولیګوال پاتې شوی وو، ته مې ولیکل چې کله زه لیلیې ته درشم نو په ډېره هیله له تاسې نه په پلانکۍ پلانکۍ برخه کې مراعت غواړم، او په پلانکي پلانکي قانون کې به زه مستثنا یم. د خبرتیا لپاره یو عرض دی. له دې ټولو کارونو نه وروسته زما بدمرغۍ ته وګورئ چې کله پایله راغله نو کامیابه شوی وم. 

په ما چې کوم ظلم وشو خو وشو، د پوهنتون دې لېونتوب ته وګوره چې زما په کامیابولو يې د خپل عاید یوه مستقله سرچینه له لاسه ورکړه. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *