پطروس بخاري د پاکستان یو وتلی طنز لیکونکی دی. د ده دا اثر(د پطرس لیکنې) په پاکستان او هند کې د ډېرو خلکو خوښ شوی، په ښوونځیو او د ادبیاتو په پوهنځیو کې تدریس کېږي. د دې کتاب لویه ځانګړتیا دا ده چې د طنز په ژبه د ژوند لوی رازونه په مهارت بیانوي. ښاغلي فراز دا کتاب ژباړلی او د تاند پر لوستونکو یې لورولی دی. دا یې لومړۍ برخه ده.
لومړۍ برخه
کتاب: د پطرس لیکنې
لیکوال: پطرس بخاري
ژباړه: رحمت شاه (فراز)
***
ما په کالج کې زده کړې خو وکړې او ورو ورو له څوارلسم نه هم ور وا وښتم، خو په هغه نیمه پېړۍ کې چې له مجبورۍ نه مې په کالج کې تېره کړه. په لیلیه کې د شمولیت اجازه هم یوازې یو ځل را په برخه شوه.
د خدای دا لورېینه را باندې کله او څنګه وشوه؟ دا پوښتنه د یوه داستان محتاجه ده. کله چې د نوم لیکنې په ازموینه کې بریالی شوم، نو د سیمه ییز ښوونځي سر ښوونکی صاحب په ځانګړې توګه د تبریکۍ لپاره راغی. نږدې خپلوانو هم مېلمستیاوې راته وکړې. په کلي کې شیریني او مټایګانې ووېشل شوې او زما په کورنۍ یو ناڅاپه دا حقیقت روښانه شو چې هغه هلک چې تر نن ورځې يې د خپلې کوتاه بینۍ له امله یو بېکاره او نالایقه زوی ګڼلی وو، په اصل کې د ناپایه وړتیاوو څښتن دی، او هغه څوک دی چې ډېری راتلونکي نسلونه به د همدې ځوان پر روزنه متکي وي. په دې اساس زما د راتلونکي ژوند په تړاو پر ډول ډول وړاندیزونو غور شروع شو.
په درېیم ډویژن کې د کامیابۍ له کبله پوهنتون د دندې راکول ښه ونه بلل. ځکه زموږ کورنۍ د خدای په فضل تر ننه پورې د هېچا په مخکې لاس نه دی اوږد کړی، له همدې امله د دندې نه پیدا کېدل په ځانګړي ډول د هغو خپلوانو لپاره چې د خپلوۍ له مخې زموږ د کورنۍ په مضافاتو کې مېشت وو، د ویاړ او فخر لامل وګرځېد. ((مرکزي خپلوانو)) خو دې کار ته د مقام او مرتبې د خوندیتوب په سترګه وکتل او د امتحان اخیستونکو شرافت او سپېڅلتیا يې ښه ښایسته وستایله. په هر حال زموږ په کورنۍ کې د اضافي پیسو کمی نه وو. نو ځکه بې له خنډ او ځنډه دا پرېکړه وشوه چې نه یوازې زموږ بلکې د هېواد، قوم او ښايي د ټول بشریت د ښېګڼې لپاره دا اړینه وي چې د دا ډول تکړه او ذکي زده کوونکي زده کړې باید تداوم وکړي.
په دې اړه یې له ما سره هم مشوره وکړه. له دې مخکې په ټول ژوند کې هم په کومه موضوع زما رایه نه وه غوښتل شوې خو اوس حالات بدل شوي وو. اوس یوه ناپلوي او ایمانداره منصف یعنې پوهنتون زما د ویښ مغزي تصدیق کړی وو. اوس به نو څنګه زه له پامه غورځېدلم. زما مشوره دا وه چې ما سمدستي خارج ته ولېږئ. د مختلفو رهبرانو له ویناوو مې دا ورته ثابته کړه چې د هند ښوونیز میتود ډېر ناقص دی. له ورځپاڼو څخه مې هغه اعلانات ور وښودل او ورته روښانه مې کړه چې په خارج کې د کالج د زده کړو تر څنګ د فرصت په وختونو کې په ډېر کم فیس په یوه وخت کې د ژورنالیزم، عکاسۍ، تصنیف او تالیف، غاښونو جوړولو، عینک سازۍ، د ایجنټانو لنډه دا چې بې شمېره ګټور او په کم لګښت ګڼ شمېر مسلکونه زده کېدای شي. او په ډېره کمه موده کې انسان د هر فن ملا کېدی شي.
خو زما وړاندیز ونه منل شو. ځکه چې زموږ له ښار څخه خارج ته د لېږلو دود نه وو. زموږ په شاوخوا کې د هېچا ځوان هم خارج ته نه وو تللی، له همدې امله زموږ د ښار ولس د هغه ځای له حالاتو سره له یوې مخې بې خبره وه.
له دې وروسته بیا له ما څخه رایه وانه خیستل شوه، او زما پلار، سرښوونکي صاحب او مالي درېواړو په ګډه دا پرېکړه وکړه چې باید لاهور ته مې ولېږي.
کله مې چې دا خبره واورېد نو په پیل پیل کې ډېر نهیلی شوم. خو کله مې چې له هاخوا دېخوا خلکو څخه د لاهور حالات واورېدل، نو مالومه شوه چې د لندن او لاهور ترمنځ دومره خاص فرق نشته. ځینو کار اشنا ملګرو د سینما په حالاتو راته رڼا واچوله. ځینو د تیاتر له موخو سره اشنا کړم. ځینو د سرک یخه هوا او په داسې نورو فعالیتونو پوه کړم. ځینو د شاهدرې او شالامار د هیله بښونکي چاپېریال نقشه راته وایستله. نو کله چې د لاهور ټوله جغرافیه زما په ذهن کې ښایسته ځای په ځای شوه نو ثابته شوه چې لاهور زړه راښکونکي سیمه ده. او د لوړو زده کړو د ترلاسي لپاره ډېره مناسبه ده. نو له همدې سره سم مې د خپل ژوند لپاره پلان برابر کړ، چې د مطالعې او زده کړې لپاره خو یې هرومرو ځای درلود، خو تر یوه مناسبه حده، تر څو په طبیعت باندې هسې زیات بوج نه شي. او فطرت خپل کار په ډېر غوره او ښایسته ډول ترسره کړای وشي.
خو د مالي او سرښوونکي صاحب نېک نیتي تر همدې ځایه تم نه شوه. که هغوی یوه عامه او مجمله مشوره ورکړي وی چې هلک لاهور ته ولېږئ نو ډېره به ښه وه. مګر هغوی خو په جزیاتو کې هم لاسوهنه پیل کړه. او د لیلیې او د کورني ژوند په پرتله کې يې زما پلار ته دا ثابته کړه چې کور د پاکوالي او سپېڅلتیا یوه کعبه او لیلیه د ګناه او معصیت یو دوزخ دی. یو خو هغه وو خوله ور، په سر یې ډېرې غلطې خبرې هم ور تپلې وې. نو د کورنۍ غړي په دې باوري غوندې شوو چې د کالج لیلیه د مجرمو افرادو یو کلی ده. او هغه زده کوونکي چې له نورو ښارونو څخه لاهور ته راځي که هغوی په سمه توګه ونه څارل شي نو ډېری خو یې یا د شرابو په نېشه کې د سرک تر غاړه په کوم چټل لښتي یا چرۍ کې پراته وي. یا په کومه قمار خانه کې له زرهاوو پیسو بایللو وروسته ځانوژنه وکړي. او یا د لومړي کال په ازموینه کې له بریالي کېدو دمخه یې لا لس دوولس ودونه کړي وي.
په دې ډول د کور والو ته دا سوچ ور ولوېد چې هلک دې کالج ته ولېږل شي خو په لیلیه کې دې نه پرېښودل کېږي. کالج ضرور خو لیلیه هېڅکله نه. کالج کې ګټه. لیلیه کې زیان. هغه ډېر سم مګر دا ناممکن. کله چې هغوی د خپل ژوند تر ټولو لویه موخه همدا وګرځوله چې داسې یوه لاره پیدا شي چې هلک د لیلیې له تباهۍ څخه خوندي پاتې شي نو د یوې لارې ذهن ته راتلل څه سخته خبره وه. اړتیا د اختراع مور ده. نو له ډېر زیات غور او تدبر وروسته په لاهور کې زموږ یو ماما را پیدا شو. او هغه یې زما پر سر مشر وټاکه. زما په زړه کې يې د هغه لپاره د عزت را پیدا کولو لپاره د ګڼو شجرو پاڼې واړولې را واړولې او دا یې راته په ډاګه کړه چې هغه په رښتیا هم زما ماما ده. راته وویل شوو چې زه کله تي-خور ماشوم وم، نو پر هغوی ډېر ګران وم. نو وروستۍ پرېکړه دا وشوه چې زده کړې به په کالج کې کوم او اوسېږم به د ماما کره.
له دې نه د علم د ترلاسي لپاره کومه ولوله او جذبه چې زما په زړه کې را ټوکېدلې وه، هغه یو څه سړه غوندې شوه. فکر مې وکړ چې دا ماماخېل به زما د سرپرستۍ په مینه کې له مور او پلار نه هم زیات احتیاط په کار واچوي چې لازمي پایله به یې دا وي چې زما ذهني او روحاني قواوو ته به د ودې او غوړېدنې فرصت نه وي. او د زده کړو اصلي موخه به تر خاورو لاندې شي. نو هماغه وشوو چې ما یې وېره لرله. ورځ په ورځ پسې مړاوی کېدم. او په ذهن مې یو ډول سیوري وغوړېدل. سینما ته د تګ اجازه به کله نا کله راکول کېدله، خو په دې شرط چې ماشومان به هم راسره بیایم. په دې ملګرتیا کې نو ما له سینما څخه څه اخذ کولی شوی. د تیاتر په برخه کې مې معلومات له اندر سبا (یوه پاکستانۍ ډرامه) څخه زیات نه شوو. لامبو زما زده نه شوه ځکه چې زموږ د ماما یوه مشهوره وینا ده چې غرقېږي هماغه چې لامبوزن وي، څوک چې په لامبو نه پوهېږي، هغه اوبو ته ور کوزي هم نه. کور ته د راتلونکو ملګرو انتخابول مې د ماما په لاس کې وو. چپنه څومره اوږده واغوستل شي، او وېښتان څومره اوږده پرېښودل شي. په دې هکله لارښوونې ډېرې سختې وې. په اونۍ کې دوه ځله کور ته لیک لېږل اړین وو. سګریټ به مې په حمام کې په پټه څکل. په سندرو او موسیقۍ کلک بندیز وو.
په دې عسکري ژوند مې زړه اوبه ونه څښلې. داسې خو به مې له ملګرو سره لیده کاته هم کول. کله نا کله به چکر ته هم تللو. ټوکې او خنداوې به هم کېدلې، خو هغه چې په ژوند کې یوه ازادي، یوه پراخي، او یوه خپلواکي وي، هغه مې په برخه نه شوه. له دې وروسته مې ورو ورو پخپل چاپېریال غور کول پیل کړی چې ماما جان عموماً په کومو وختونو کې په کور وي، کله دباندې وځي، له کومې خونې څخه کومې خونې ته د سندرې غږ نه شي رسېدلی، له کومې دروازې څخه د خونې کوم کونج ته کتل امکان لري. د کور کومه دروازه د شپې له خوا له دباندې څخه خلاصېدلی شي، کوم ملازم همغږی ده، کوم یو نمک حرامه ده. کله مې چې له تجربې او مطالعې وروسته دا ټول اړخونه ښه وسنجول نو په همدې ژوند کې مې د ودې او غوړېدا لپاره یو څه ګنجایش پیدا کړ. خو بیا مې هم هره ورځ لیدل چې د لیلیې زده کوونکي څرنګه پخپلو پښو د ژوند پر لویه لار مزل کوي. د هغوی د ژوند ارمان راته ودرېد. د خپل ژوند د سمولو هیله مې په زړه کې ورځ تر بلې زیاتېدله. له زړه نه مې وویل چې د مور او پلار نافرماني په هېڅ مذهب کې روا نه ده. خو د هغوی په حضور کې هیله کول، د هغوی په وړاندې د خپلې ناقصې رایې اظهارول، او له صحیح پېښو څخه خبرول یې زما فرض ده. او د نړۍ هېڅ ځواک مې د دې فرض له ادا کولو څخه نه شي راګرځولی.
بس نو کله چې د اوړي په رخصتیو کې، خپلې سیمې ته بېرته راغلم نو یو څو لنډې مګر جامع او اغېزمنې ویناوې مې پخپل ذهن کې برابرې کړې. د کور والو پر لیلیې تر ټولو لویه نیوکه دا وه چې د هغه ځای ازادي د نوو ځوانانو لپاره ډېر زیات تاوان لري. د دې تېروتنې د لرې کولو لپاره مې سلګونه پېښې داسې ولیکلې چې د لیلیې د قوانینو سختي ورباندې روښانه شي. د لیلیې د سرپرست د ظلم او تشدد څو بېلګې مې په زړه نرموونکي او ډاروونکي شکل ورته واورلې. سترګې مې پټې کړې او یوه ژوره آه مې وایستله او د اشفاق بې وزلي کیسه مې ورته واوروله چې یوه ورځ د ماښام پر مهال بې وزلی لیلیې ته بېرته را راوان وو، په لاره کې یې پښه ژوبله شوه. دوه دقیقې ناوخته راورسېد. یوازې دوه دقیقې. بس نو صاحبه د لیلیې سرپرست صېب سمدلاسه د هغه پلار را وغوښت. عسکرو ته یې د پېښې د پلټنې لپاره وویل. او د یوې میاشتې لپاره یې د جېب خرڅه ورباندې بنده کړه.
توبه یا خدایه!
خو د دې پېښې له اورېدلو وروسته د کور خلک د سرپرست صېب په خلاف شوو. او د لیلیې ښېګڼې ورباندې روښانه نه شوې. یو ځل مې بیا فرصت پیدا کړ او د محمد بې وزلي کیسه مې ورته واوروله چې یو ځل دا بدمرغه انسان د سینما لیدو ته لاړ. ګناه دا ورنه وشوه چې د یوې روپۍ د څوکۍ په ځای د دوو روپو برخې ته پورته شو. بس په دومره بې ځایه لګښت د ټول عمر لپاره سینما ته د تګ بندیز ورباندې ولګېد.
خو له دې نه هم د کورنۍ غړي اغېزمن نه شوو. د دوی له چلند څخه مې دا احساس کړه چې د یوې او دوو روپو په ځای مې باید اته آنې او یوه روپۍ ویلي وی.
په دې ناکامو هڅو کې رخصتۍ تېرې شوې او بېرته راغلم د ماما جان په حضور کې مې زنګنونه ولګول.
په راتلونکي اوړي کې چې بیا لاړم، نو دا ځل مې نوی رنګ غوره کړ. له دوه کاله زده کړو وروسته مې افکار یو څه پاخه شوي وو، تېر کال مې د لیلیې په ملاتړ کې چې کوم دلایل ویلي وو، هغه اوس ډېر بېځایه او بې معنا راته وبرېښېدل. دا ځل مې په دې موضوع لیکچر ورکړ چې کوم شخص چې د لیلیې له ژوند څخه بې برخې وي د هغه شخصیت نیمګړی پاتې کېږي. له لیلیې څخه دباندې د انسان شخصیت نه غوړېږي. څو ورځې مې په دې موضوع فلسفیانه ویناوې وکړې. او د ارواپوهنې له اړخه مې پر دې موضوع ښه پرېمانه رڼا واچوله. د کالج د کومو زده کوونکو په هلکه چې باوري وم چې له زبر شخصیتونو څخه برخمن دي، د هغوی ژوند داسې نه وو چې د مور او پلار په وړاندې د بېلګې په ډول وړاندې شي. هر هغه کس چې په کالج کې د زده کړو موقع لاسته ورغلي وي، هغه پوهېږي چې ((د مور او پلار د موخو)) لپاره پکار ده چې پېښې په یوه نوي او بدل انداز کې وړاندې شي خو پر دې انداز باندې د هغوی پوهېدل پر الهام او نصیب ولاړې وي. ځینې روښانفکره زامن خپل مور او پلار پخپلو حیرانوونکو ځانګړنو نه شي قایل کولی او ځینې له تنبل نه تنبل زده کوونکي خپل مور او پلار داسې مطمئن کړي چې هره اونۍ د دوی په نوم د پیسو حواله را روانه وي.
بنادان آن چنان روزی رساند
که دانا اندر ان حیران بماند