د «روښانتيا» مشاعره د ودان افغانستان ګوند د هلمند ولايت د مارجي ولسوالۍ د کمېټي د غړو له لوري د روان کال ۱۳۹۴د ثور د مياشتي پر ۵ نېټه جوړه شوه.
په مشاعرې کې د ځايي قومي مشرانو، ځوانانو او د مکتب د شاګردانو تر څنګ د کندهار د کمېټې سرپرست مشر حکمت الله څرک، د هلمند کمېټې سرپرست مشر محمد اقبال خيبر، د هلمند کمېټي مرستيال انجينر مطيع الله فضلي، د هلمند کمېټي کلېدي غړو احسان الله ذهين،وحيدالله فروتن، فيدامحمد اميني او رحيم خان شيدا هم ګډون کړی وو.
غونډه د قران کريم په مبارکو اياتونو راپيل شوه، د ملي سرود تر اورېدلو وروسته د مارجي ولسوالۍ د کمېټي مشر فيض الله فيضان پرانيستونکي وينا وکړه، نوموړي ميلمنو ته راغلاست ووايه او د مشاعرې د جوړولو هدف يې د شعر په ژبه د ولس د ذهنونو روښانه کول وبلل.
ورپسي د ياد ګوند د هلمند کمېټي سرپرست مشر محمد اقبال خيبر خوښي وښودله چي مارجي ولسوالۍ کي ګڼ شمير ځوانان سره راغونډ او د روښانتيا په نوم مشاعري کي د شعر په ژبه د ولسونو د ذهنونو د روښانه کولو هڅه کوي. ښاغلي خيبر دا وياړ د ودان افغانستان ګوند د مبارزينو وبلی چي لومړی ځل يې له ښار څخه ولسواليو ته د مشاعرو لړۍ وغځوله.
د ياد ګوند د هلمند کمېټي غړي رحيم خان شيدا خپل په خبرو کي د يادې مشاعري جوړول يو نيک ګام وباله او ډاډ يې څرګند کړ چي په مارجي ولسوالۍ کې د يادي مشاعري جوړونه به د تاريخ يو زرين باب وي، نوموړي هيله څرګنده کړه د روښانتيا په نوم د مشاعرو لړۍ دې دوامداره وساتل شي او هڅه دې وسي چي په دې برخه کي هيڅ ډول قرباني ونه سپمول شي.
د مشاعري دوهمه برخه کي بېلابېلو شاعرانو خپل شعرونه وويل او په ورستيو کي تکړه ممثيل حکمت الله څرک تمثيل هم وکړ.
ياده مشاعره چي پر لس بجي پيل شوي وه، د غرمي پر يوه بجه د دعايه وينا په ويلو سره پای ته ورسيده.
د يادوني وړ ده چي د و.ا.ګ د هلمند کميټي له لوري تر دې مخکي هم په بېلابېلو ولسواليو کي مشاعرې جوړي شوي.