په کلي کې اوسیدو په څلورم صنف کې وم له راډیو اخبار او مجله سره مې ډیره زیاته مینه درلوده په هغه ورځ به مې چې رادیو یا مجله لاس ته راغله تر بیګاه مې ډوډۍ نه خوړه ټوله ورځ مې له هغه سره تیروله نوي نوي خبري او مطلبونه مې لوستل . زمونږ په کلي کې یوه یوه کورنۍ وه چې رادیو يې درلوده هغه ته به دري څلور پوښونه کړي وه ډیره په قدر کې به تر ټولو لوړه ایښي وه مونږ هم یوه فلیپس رادیو درلوده پلار مې له ښاره راوړي وه زمونږ پلار به هره سهار خپله رادیو له ځان سره دوکان ته وړه بي بې سي، ازادی او کابل رادیو به يې اوریده دا چې زمونږ پلار انجینر وه ټول وخت یې په کابل کې تیر کړي وه کله ، چې زمونږ په خاوره روسانو یرغل وکړ زمونږ کورنۍ هم له ښاره خپل کلي ته را کډه شوي وه د رادیو او خبر په اهمیت پوهیده ځان يې د هیواد او سیمې له حالاتو خبروه کله به، چې زه دوکان ته ورغلم بیا به مې پلار راته ویل، چې بیا رادیو پسي راغلي یی راته وبه ویل چې یوه ورځ مې ستا له لاسه خبرونه پوره وانوریدل بیا به رادیو راکړه دا چې زه ډیر ورته ګران وم ما هم ډیره مینه ورسره درلوده چې دا مینه مو تر نن ورځې د هري ورځې په تیریدو زیاتیږي کمیږي نه رادیو به مې په منډو منډو کورته راوړه تربیګاه به رادیو ته ناست وم هره خپرونه مې ډیره په خوند اوریده .
زمونږ پلار به په پنځلسو ورځو کې یوځل ښار ته راتله د دوکان لپاره به سودا راوړه پلار به مې دري ورځې وروسته له ښاره کور ته راتلو هغه وخت موټر ډیر لږ وه سرکونه هم خراب وه ټوله ورځ به موټر مزل کوه مازدیګر مهال به کورته را رسیده ما به مې د پلار لاره هره شیبه څارله یو خو مونږ نه وه عادت شوي، چې پلار مو وخت په مسافری کې تیر کړي وي بل هر ځل به چې پلار له ښاره راغي ماته به ډول ډول مجلی، اخبارونه او نور ښکلی ښکلی کتابونه راوړل د موټر غږ شو د کلیوالو ماشومانو سره یوځای مونږ ټولو د موټر په طرف په منډو منډو ځانونه ورسول زمونږ د کلی تر مخ د روانو اوبو خوړ دي دا چې پدي کال بارانونه زیات شوي وه د کلي سرک چې د خوړ تر غاړي وه سیلابونو خراب کړي وه موټر کلي ته نه راتلل عمومې سرک ته نژدی بل کلی وه په هغه کې به خلکو خپل بارونه له موټر ښکته کول بیا به په خرو او کراچیو خپلو کورونو ته لیږدول مونږ هم له موټره سودا کښته کړه دا چې مونږ واړه وه زما مشر ورور او کاکا مې سودا په خره او کراچیو کې د دوکان په لوري لیږدوله مونږبه هم کوچنې غوټې چې زمونږ زور به پرې بر وه دوکان ته راوړله دوه غوټې مې تر دوکانه راورسولې دریمې ته د موټر تم ځای ته ورسیدم پلار مې راته وویل، چې دغه غوټه درسره راواخله کورته يې یوسه راځه زه هم کورته روان یم ډوډی مې نده خوړلي زه او پلار مې یوځاي د کور په لوری روان شوه کور ته ورسیدو مور مې پلار ته ډوډي راوړه زه مې د پلار ترڅنګ ناست وم چې اوس زر داغوټه پرانیزي زما مجلی او کتابونه تري راکړي په غوټه کې له ورایه کتابونه او مجلي ښکاریدل پلار مې ډوډی وخوړه د شنه چاي کیلاس مې مخې ته ورته کیښود او د بادامې نقل پشقاب مې ورته نژدي کړ نور مې د صبر کاسه ډکه شوه پلار ته مې وویل چې زما لپاره د څه راوړي رايې کړه پلار مې وویل چې ستړي یم وروسته له چای نه به غوټه پرانیزم کتابونه او مجلی مې درته راوړي ښه ډیر خو داځل مې یو بل څه درته راوړي چې ته ډیره مینه ورسره لری د دي خبري په اوریدو مې غوټه د پلار مخې ته راوړه یوڅه د کور نور سامانونه وه زما مجلۍ او کتابونه یې راکړل یو بل قوطي مې پلار پرانیست وړه جیبې رادیو يې ورنه راویسته دا چې دا لومړي ځل وه چې داسي رادیو ګورم ډیر ورته حیران شوم دومره خوښ شوم چې پلار مې د دویم ځل لپاره په مخ مخ مچې کړ د رادیو د چالانولو چل يې راته وښود د کابل رادیو استیشن يې پري ونیوه رادیو یې ماته وسپارله راته وویل چې پام ورسره کوه ډیره ګرانه مې اخستې له کوره بیرون شوم زمونږ د کور ترمخ زمونږ د مڼو باغ وه هغه ته ولاړه تر بیګاه مې رادیو راته چالانده کړي وه .
خالد احمدي