تاند- ایران چې په نړۍ کې د زیاتو اعدامونو په خاطر غندل کېږي او افغانان ورته په دې په غوسه دي چې په زرګونو افغانان یې د مخدرو موادو د قاچاق په تور اعدام کړي یا په اعدام محکوم کړي، اوس په یوه بل هیواد کې د خپلو اتباعو اعدامېدو ته انتظار باسي.

د مالیزیا یوې محکمې ۸۶ ایرانیان د مخدرو موادو د قاچاق په تور په اعدام محکوم کړي دي.

په کوالالمپور کې د ایرلان سفیر مرتضي جاویدان وویل چې ۸۶ ایرانیان په اعدام محکوم شوي او هره شېبه احتمال شته چې په دار وخېژول شي.

جاویدان همداراز وویل چې د ایران او مالیزیا ترمنځ د مسافرو پر تګ راتګ څارنه زیاته شوې او په نتیجه کې یې له ایرانه مالیزیا ته د مخدرو موادو قاچاق خورا لږ شوی دی.

ده دا هم وویل چې مختلفې ډلې د مخدرو موادو په کارو وبار کې لاس لري چې د هغوی په منځ کې محصلان هم شامل دي.

په کوالالمپور کې یو شمېر په اعدام محکوم شوي کسان ایراني محصلان دي چې د مالیزیا په پوهنتونونو کې یې درس وایه.

د ایران سفیر وویل چې حاضردمه په مالیزیا کې ۲۲۱ ایرانیان بندیان دي چې د هغو په منځ کې ۳۱ یې نجونې دي.

2 thoughts on “په مالیزیا کې ۸۶ ایرانیان په اعدام محکوم شول”
  1. وایی چې کرې هغه به ریبې ایرانیانو خوار افغانان په دار ځړول اوس هغه سبین بدنې ایرانیان چې ښځې هم پکې شاملی دي په مالیزیه کې په اعدام محکوم کیږي دیر اعلې

  2. همدا ایرانیان بدبختو اوشراب خورو افغانان هم د مخدره موادو به قاچاق اخته کرل

  3. ایران په سلو کی دوه فیصده د مخدره موادو قا چا ق وړونکی نور اته نوی فیصده خوار او مظلوم افغا نان دسیا سی ملاحظا تو په بنا چی ددوی خبره ونه منی د مخدره موادو د قا چاق چیا نو په نامه اعداموی الله رب ا لعزت دی ددوی څخه د مظلو مو افغا نا نو معا و ضه وا خلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *