فرید زکریا

تاند- په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر له په دغه هیواد کې له ټولو مېشتو افغانانو وغوښتل چې د هویت نوي کارتونه واخلي.

د ګلف نیوز د راپور له مخې، په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر فرید زکریا وویل چې په دغه عربي هیواد کې مېشتو افغانانو ته به د هویت د نویو کارتونو د وېش لړۍ به ژر پیل شي.

اټکل کېږي چې په متحده عربي اماراتو کې تر یولکو شل زره زیات افغانان اوسي.

افغان سفیر په یوه مرکه کې وویل، د افغانانو د نومونو د ثبتولو لپاره به په متحده عربي اماراتو کې د یوې خصوصي کمپنۍ له لوري په دوبۍ، ابوظهبي او شارجه کې ۶ مرکزونه جوړ شي.

سفیر تاکید وکړ چې هر افغان مکلف دی چې کارت واخلي څو په سفارت او کونسلګریو کې له قونصلي خدماتو برخمن شي.

ده همداراز وویل چې په ابوظهبي کې به د افغانستان په سفارت کې د نوم ثبتولو مرکز روانه میاشت پرانیستل شي. نور مرکزونه، چې د دوبۍ په کونسلګرۍ او څلور په برالدوبۍ، شارجه، مصفاح (ابوظهبي) او العین کې دي، د روان نوومبر په نیمايي کې پرانیستل کېږي.

فرید زکریا وویل چې سفارت له بي ایل ایس کمپنۍ سره د افغانانو د نوم ثبتونې لپاره ۶ میاشتنی قرارداد لاسلیک کړی دی.

ده په ټولو افغانانو ږغ وکړ چې نومونه ژر تر ژره ثبت کړي.

سفیر د نوم ثبتولو پروسه اسانه او ساده وبلله، ویې ویل چې کارتونه به له نوم ثبتولو سره سم ورکړای شي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر وايي چې د افغانستان حکومت غواړي چې د خلیج د سیمې په هیوادونو کې د خپلو اتباعو دیټابېس یا معلومات ولري.

د فرید زکریا په وینا په متحده عربي اماراتو کې د مېشتو افغانانو په سلو کې له ۶۰ تر ۷۰ د خوست ولایت اوسېدونکي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *