فیض الله غمخور

شفاهي ادبیات زمونږ د لرغونې فرهنګ تاریخ، او ژوند په اړه مونږ ته معلومات راکوي، شفاهي ادبیات که څه هم مونږ ته په دقیق ډول د پېښو ځای او وخت نه په کوته کوي، بلکې ددې ادبیاتو له لوستلو، تحلیل، تجزیې وروسته مونږ په دې پوهیږو، چې دا لندۍ د څه له پاره ویل شوې؟ په کومه زمانه او حکومت کې ویل شوې؟څه شی به ددې لامل شوې وې چې دا ډول لندۍ ویلو ته یې زمینه مساعده کړي؟! همداسي مونږ کولای شو، ددې لنډيو په واسطه ځینې لرغونې دودونه هم پیدا کړو، چې اوس مهال زمونږ په ټولنه کې په بشړ ډول چارمارې شوې او زمونږ د ذهنونو څخه توږل شوېدې.

په متلونو، لنډيو، کاکړیو غاړو او لیکنیزو ادبیاتو کې زمونږ د ژوند، کلتور، او دود د ستور په اړه ګڼ مواد موجود دې، چې پکار ده. په دې موضوعاتو پلټنه وشي او د فرهنګ هغه خواوې چې ز مونږ ټولنې ته نجات ورکولای شي، راټولې او د خلکو د پوهولو له پاره تفسیر، چاپ او وویشل شي. ترڅو زمونږ ټولنه په سمه توګه خپل پخوانی برم ترلاسه کړې.

د لیکنیزو او شفاهي ادبیاتو ترمنځ په فرهنګې لحاظ یو غټ توپیر دا موجود دی، چې لیکنیز ادبیات هغه کیسې مونږ ته بیانوې چې اوس یې هم مونږ په اسانی سره په خپل ژوند کې حس کولای شو، خو شفاهي ادبیات مونږ ته داسي څه بیانوې چې پخوا زمونږ د ټولنې په افرادو کې په ډله ایز یا فردي توګه موجود وو، او د یوه لوی ارزښت په توګه ورته کتل کیدل خو اوسمهال زمونږ په ټولنه کې یوازې د متل او افسانې په توګه پاتې شوې.

مونږ په خپلو لیکنیزو ادبیاتو کې له داسي خبرو سره مخ کېږو چې څلور پنځه سوه کاله مخکې هم ورسره مخ وو، او اوس هم همغه ستونزې دې؛ چې د تېرو څوسووو کالو راهېسې راروانې دي، او تر دې دمه حل نه شوې

څو پیړۍ وړاندې هم امیر کروړ د خپلې زړورتیا، تورې صفت کاوه. خپلو د ښمنانو ته یې ګواښونه کول او نن هم زمونږ په لیکنیزو ادبیاتو کې همغه جذبه ده، همغه مغروریت دی او همغه اخطارونه!

څو پیړۍ وړاندې هم مونږ په لیکنیزو ادبیاتو کې له هرچا سر ټکاوه، دوست مو نه لره او نن هم ! خو شفاهي ادبیات بیا داسي دي چې مونږ ته د جذبې او تورې پر ځای د تعقل، صبر، او استقامت درس راکوي.

مثلآ مونږ وایو: (( که غر لوړ دی پر سر یې لار شته))

دا متل که څه هم په ساختماني لحاظ یوه وړه جمله ده خو په حقیقت کې مونږ ته د سمې مبارزې استقامت او شعوري زړورتیا لوی درس راکوي.

په دې متل کې د امیر کروړ په شان د جذباتي زړورتیا څرک نشته چې وایې :

زه یم اتل په دې نړۍ له ما اتل نشته

بل په زابل نشته او هم پر کابل نشته

د ا میر کروړ دا شعر دده زمانې اود وخت وسایلو ته په کتو کیدی شي یوه ښه شعر وي، خو حقیت داسي نه وو، ځکه په زابل ، کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې به د امیر کروړ په شان ډېر پهلوانان وې خو ده یوازې د ځان په اړه خبره کړي. که څه هم په لیکنیزو ادبیاتو کې مونږ شاعر او لیکوا ل په دې پړ نه ګڼو، چې ولې یې بې ځایه مبالغه کړې؟! ځکه دا د لیګنیزو او نورو ادبیاتو صفتونه دي چې ادب ته ښکلا ورکوي. خو زمونږ شفاهي ادبیات چې د تاریخ په لحاظ د لیکنیزو ادبیاتو څخه ډېر پخواني دي بیا مونږ ته د مینې، وروالۍ، زړورتیا، صبر او فکر درس راکوي.

شفاهي ادبیات زمونږ د اصیل فرهنک د زمزم اوبو سرچینې دې چې مونږ کولای شو ددې اوبو په واسطه خپلې ټولنې ته نجات ورکړو. مونږ پوهیږو چې مونږ په اسیا کې د یوه لوی کلتورې تمدن په څلور لارې کې پراته یو، د جنوبې او مرکزي اسیا ترمنځ زمونږ هېواد د یوه پول حیثیت لرې. د ورېښمو تاریخي لاره زمونږ د پورته خبرې د ادعا ښه ثبوت دی!

په شفاهي ادبیاتو او په ځانګړې ډول په متلونو کې مونږ کولای شو، چې داسي خ��رې ومومو، چې نه یوازې مونږ ته د تېر تاریخ او کلتور په برخه کې خبرې کوي؛ بلکې مونږ ته د ژوند تر پایه د یوه رڼه څراغ حیثیت لري.

په خوستی لهجه کې یو متل دی: (( چې وړوکی دې ملک شي، کلی به دې ورک شي))

دا متل که يه تاریخي لحاظ وڅیړل شي کیدی شي مونږ داسي یوه حالت ته بوځې چې د کم عمره هلکانو د مشرتوب څخه کومه یوه لویه غمیزه رامنځته شوې وې، کیدی شي بې محاکمې یې څوک وژلی وې، د کلې عزت ته یې زیان اړولي وې. د یوه ملک سیاسي برخلیک یې د یوې فاجعې سره مخ کړی وې. او د داسي يوې لویې غمېزې وروسته دامتل ویل شوی چې خوله په خوله تر مونږ رارسیدلی. خو که همدا متل د حاضر وخت له پاره وګورو، نو دا متل مونږ ته وایې : چې بې تجربې خلکو ته منصب مه سپارئ، د هغوی بې تجربه ګې، د کار سره نه بلدتیا؛ به اداره ټولنه، ولایت او هېواد له ستونزو سره مخ کړي چې دا کار مونږ تاسو په خپل شاوخوا کې وینو.

یا وایو: (( غوټه چې په لاس خلاصیږي، خولې ته یې اړتیا نشته))

دا متل مونږ ته وایې ستونزې چې په خبرو حل کېږي نو جګړې او وینې تویولو ته یې اړتیا نشته. دا چې مونږ په دې متل څومره عمل کړی؛ یا مو نه دی کړی دا مونږ کولای شو په خپل ورځينې ژوند یا هم زمونږ په لیکلي تاریخ کې پیدا کړو.

شفاهي ادبیات او په ځانګړې ډول متلونه زمونږ د افغاني فرهنګ د فلسفې هغه ژورې معقولې دې چې مونږ کولای شو، د ژوند د تېرولو؛ په سمه توکه د یوې افغانې ټولنې په جوړولو کې ورڅخه ګټه پورته کړو.

لکه څنګه چې وړاندې په دې اړه وویل شول، چې متلونه مونږ ته زمونږ د تاریخ ژوند او کلتور په اړه معلومات راکوي زمونږ د ټولنې د دودونو، ستونزو په اړه مونږ ته خبرې کوې خو دا خبرې دومره ژورې دې چې تر ننه یې مونږ په خپله ټولنه کې حس کولای شو.

(( چې نه دې وې سړی، مه کورت خوره مه غواړي))

دا متل که څه هم په پښتنې قبیلو کې یوې ځانګړې قبیلې ته منسوب دی، خو مونږ ته د درستې سیمې او هېواد د دودونو په اړه خبرې کوي. ددې متل تفسیر داسي دی: چې په دې وطن کې چې څوک سړي و نه لرې نو خپل جایداد او کور هم نه شي ساتلی، هغه څوک چې بې سړیو وې، سمه ډودۍ دې هم نه خورې یا په بل عبارت زمونږ په سیمه کې چې په کوم کور کې هلک پیدا شي نو د کور خلک خوښۍ کوي، د خوښۍ ډزې کوي، په نږدې کورونو شیریني ویشوي، خو که کله جینۍ پیدا شي، نو د کور خلک ارام وې او حتا د جینی مور هم په اندېښنه کې وي.

ددې ټولو خبرو علت داوي چې پیدا شوی هلک د کور وارث ګڼل کېږي او کورنۍ یې فکر کوي، چې په داسي کولو سره ددوی جایداد ته څوک صدمه نه شي رسولی، دوی ته څوک کاږه نه شي کتلی او ددوی د کور عزت خوندي کېږي.

مهمه خبره داده، چې مونږ نه پخوا قوي حکومتونه درلودل، نه یې اوس لرو، نو له همدې امله خلک اړ وو او دې چې د خپلو حقونو څخه د خپلو سړیو په واسطه دفاع وکړي.

پورته متل مونږ ته په ښکاره وایې چې سړی نه لرې نو غواړې ډوډۍ مه خوره. د امتل مونږ ته د خپلې ټولنې د عنعناتو او رواجونه په اړه معلومات راکوي، مونږ ته وایي چې زمونږ په ټولنه کې څومره زور سالارې حاکمه وه، څنکه به زورور د بې وزلو څخه خپل جایدادونه نیول او څه ډول ژوند مونږ درلود؟ دا چې دا متل کله ویل شوی؟ دا هغه پوښتنه ده، چې له څیړنې وروسته یې مشخص وخت په ګوته کولای شو.

داچې مونږ په دې پوهیږو، چې د متلونو او نورو شفاهي ادبیاتو دقیقه نیټه اومشخص ویونکی نه دی معلوم او په دې هم پوهیږو، چې شفاهي ادبیات او په ځانګړې ‌ډول متلونه عادی خبرې نه دې ځکه عادی خبرې دومره تاریخ او ارزشت په یوه ټولنه کې نه شي پیدا کولای چې د پیړیو په اوږدو کې په خپل حال پاتې شي.

خو دا هغه څه ډې چې له یوې خوا د خپل پخوالې او له بلې خوا په یوه مشخصه زمانه کې د یوې لویې ټولنې د اوسیدونکو په ژوند، روایتونو، عادتونو او کړو وړو کې یې ځای درلود. چې تر ننه د کاڼې د کرښې په څير زمونږ په ورځيني ژوند، جرګو، مرکو، سیاسي او ټولنیزو بحثونو کې د یوه کره سند په توګه ورڅخه کار اخلو.

دا چې متلونه او شفاهي ادبیات یوازې مونږ په مجلسونو کې د خپل بحث د کره والي او پخوالي په توګه کاروو، او په ټولنه کې د یوه مثبت بدلون په توګه ورڅخه ګټه نه اخلو نو همدا لامل دی، چې زمونږ فرهنګ اوسمهال د احساساتو، جدي پرېکړو، ستونزو، او بدمرغیو یو غورچاڼ دی. ددې له پاره چې خپل افغاني فرهنګ له سره ورغوو، پکار ده چې د پخوانیو متلونو څخه زمونږ د اصیل کلتور نسخې راوباسو او د ټولنې د بدمرغیو درملنه پرې وکړو.

خوست

One thought on “په متلونو کې زمونږ فرهنګ/ فیض الله غمخور”
  1. زه یم زمرئ په دې نړی له ما اتل نسته ــــــــــــ په هند وسند و پر تخار او په کابل نسته
    بل په زابل نسته ،له ما اتل نسته
    زما په نظر دامیر کړوړ مطلب دلته له ټول یوپښتون څخه دي چې دهغه وخت سره برابر وو.خو په اوسني وخت کې دا متل دی چې:(هندو پیسې ګتي او پښتون کیسې کټي).ځکه چې په موږ کې کینه ،بې اتفاقي، نه یوالی اوحسد خپل لوړوالي ته رسیدلئ دی لکه په دې متل کې:( حسد هسې نیکي خوري، لکه بل اور چې لرګي خوري).نودحسداو بخیلۍ په خاطرمو یو بل ته چاړې په بډه وهلي(چه تورې چلیږي، وینې بهیږي)، او یو بل وژنو په عوض ددې چه فکر وکړو دا زما وینه ،زما وروراوخورده.لکه په دې خبره کې: (توره سره ښه ده ،خو نه دورورپه وینه).دلته ده چه موږخپله وینه خپل ورور،خپل قام په خپله له منځه وړونودغه وخت دئ چه :(څوک چه له قامه لرې سي،باد به ئې یوسي ).او یا(چه بې قامه سې بې مقامه سي).زه نه پوهیږم« غمخوره وروه» چه موږڅه لیوني سپي داړلي یو:(څه سپي خوړلئ،څه لیوه داړلئ) چه هیڅ نه سمیږو ورځ په په ورځ مو خپل افغاني دود او دستور په خاورو بدلیږي:(چه خان ئې په باران ئې ،چه باران درسره نه وي تورې خاورې دبیابان ئې)او بل( چه بد ګرځې بد به پرځې)۰
    نورمو وخت نه نیسم لوی سبحان د په موږورحمیږي ۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *