له ټولو مخکې په دې اړه فکر وکړئ چې کوم څه خو به ستاسو او ستاسو د ذهن تر منځ د خنډ لامل نه ګرځي. کله چې مو د ذهن تمرکز د ستونزو پر حل وي، نو په داسې حالت کې یې په اسانه بل نه خوا نه پام کېږي. ستاسو ذهن تل ګڼ غږونه لکه نصیحت، اخطار، زړه سوی، دلیل، برهان او داسې نور اوري، نو تل مو باید دې ته پام وي چې څه واورئ. ستاسو ذهن تاسو ته لارښوونه کوي چې په کومه لار باید ولاړ شئ. په ذهن کې شته وړتیاوې تاسو ته نه وایي چې تاسو تر نورو غوره یاست؛ ځکه دغه الهي ډالۍ د ټولو په سرونو کې شته، خو ذهن مو دا درته ویلای شي چې کوم څه مو ډېر په ګټه دي، البته معنوي نه، مادي.
له ذهن سره اړیکه څه ډول ټینګولای شئ؟
هڅه وکړئ که وکولای شئ په اوونۍ کې یوه ورځ هم له خپل ذهن سره اړیکه ټینګه کړئ؛ ځکه دغه اړیکه کولای شي تاسو لا نور هم پیاوړي کړي، د دې لپاره چې هر ډول ستونزمنې پوښتنې ته مو ځواب ویلای وي، لومړی یې له ځانه وپوښتئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *